Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د شهیدانو له کونډو ناروا استفاده بوږنوونکې وبلله

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په جګړه کې د شهیدو شویو سرتېرو له کونډو څخه د ناوړه جنسي استفادې ادعا بوږنوونکې وبلله.

وروسته له دې چې په دې اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) په دې اړه راپور خپور کړ او پر دې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې انتقادي لیکنې خپرې شوې، د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن /سې شنبه/ د شهید شویو سرتېرو د کورنیو له غړیو او کونډو سره ولیدل.

ښاغلي برمک د سرتېرو کونډو ته وویل:

«ښايي د شهیدانو وارثان خویندې او وروڼه موږ ته ونه وايي ځکه چې فکر کوي چې په فساد کې له کښته تر پورته پورې ټول ککړ دي؛ او ښايي فکر کوي چې که شکایت وکړو موږ ته به څوک تاوان پېښ کړي، امریکایان شته چې تحقیق وکړي.»

د سیګار په راپور کې ویل شوي و چې د وژل شویو سرتېرو کونډې د خپلو خاوندانو د معاش د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د ځینو چارواکو له لوري تر فشار لاندې راوستل کېږي څو جنسي سو استفاده ورڅخه وکړي.

برمک د شهیدانو کونډو ته وویل«خپل احساسات نه شم بیانولی. افغان پولیس دې (د شهید کونډې ته) ووايي چې له ما سره ناروا کار وکړه. دا ډېره بوږنوونکې ده.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«لعنت دې په دې پولیس شي، لعنت دې پر هغه انسان وي چې د یوه شهید د کورنۍ غړې ورته راځي او دی ورڅخه نامشروع غوښتنه کوي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پېژنتون مسوولانو او مامورینو ته خبرداری ورکړ چې ځان اصلاح کړي، خپل عادتونه بدل کړي او له خدایه وبېرېږي.

برمک په عین حال کې وویل، داسې سیستم به جوړ کړي چې د افغانستان له هرې څنډې خلک خپلې ستونزې د کورنیو چارو له وزارت سره شریکې کړای شي.

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. Rahmat Reply

    اوف، واقعا د شرم او خجالت ځای دی. دا خلک باید وپیژندل سي او تحقیق ورڅخه وسي. دا هغه کورنۍ دي چي خپل اولادونه یې تر وطن قربان کړي دي او اوس یي عزت او عفت خوندي نه دی. څومره ظالم او احسان فراموشه خلک یو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *