Categories

اعلان

Loading…

د م.م. خاص استازی وايي، په افغانستان کې سیاسي حللارې ته لېوالتیا زیاته شوې

تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر وايي، په دې هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره سیاسي حللارې ته لېوالتیا زیاته شوې ده.

تادامیچي یاماموتو تېره شپه د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل«باور لرم چې د افغانستان مسله له سیاسي لارې هوارېدای شي.»

ده زیاته کړه، سره له دې چې لا هم ډېرې ستونزې شته، خو «باید پرېنږدو چې د سولې په خبرو کې له څرګند پرمختګه پرته د جګړې نوی فصل پیل شي.»

په افغانستان کې د جګړې فصل په پسرلي کې پیلېږي او په دوبي کې اوج ته رسېږي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي په عین حال کې وویل، که د افغانستان د لانجې پر سوله ییزې حللارې کار ونه شي، موقع به له لاسه ووځي، په زرګونو افغانان به ووژل شوي او ډېرې پیسې او شتمنۍ به ضایع شي.

ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته یو شمېر طالبانو سولې ته لېوالتیا ښوولې ده.

د دې ستراتیژۍ تر اعلانېدو وړاندې طالب مشران او قوماندانان زیات مغروره شوي وو او دا باور ورته پیدا شوی و چې جګړه ګټلی شي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر امنیت شورا ته په وینا کې د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې خپلې ستراتیژۍ، ستراتیژیکې ګټې او هلې ځلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سیاسي پخلاینې له بهیر سره همږغې کړي.

ښاغلي یاماموتو د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدا او د افغانستان شمال ته خپرېدا د دې هیواد د حالاتو د پېچلتیا سبب وبلله.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *