Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزیر: د تروریستانو د پناهځایونو په وړاندې به له زغمه کار وانخلو

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس نن /سې شنبه/ په هند کې وویل، د تروریستانو پناهځایونو ته به حوصله ونه کړي.

ماتیس تېره شپه هند ته په درې ورځیني سفر ورسېد.

ماتیس د هند له دفاع وزیرې نیرمالا سیتارامان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل«د تروریستانو د خوندي پناهځایونو په وړاندې به له هیڅ زغمه کار وانخیستل شي.»

د اګست په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم ویلي و چې پاکستان له یوې خوا له امریکا په ملیاردونو ډالر مرسته ترلاسه کړې او له بلې خوا یې په خپله خاوره کې سختدریځو ته پناهځایونه ورکړي خو نور به امریکا دا خوندي پناهځایونه ونه زغمي.

د امریکا دفاع وزیرپه نوي ډیلي کې د هند له دفاع وزیرې سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې د هند د ونډې هرکلی وکړ.

هند په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان له بېلابېلو پرمختیايي پروژو سره شاوخوا ۳ ملیارد ډالره مرسته کړې او لا هم مرستو ته دوام ورکوي.

له ماتیس سره په خبري غونډه ې د هند دفاع وزیرې په ناکید وویل چې هیواد به یې افغانستان ته پوځیان ونه لېږي.

هغې د دولتي تروریزم د مخنیوي او د افغانستان په پرمختیايي چارو کې د هند د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه هم خبرې وکړې. (تفصیل دلته ولولئ)

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *