Categories

اعلان

Loading…

روسیه وايي، د افغانستان د تماس ډله بیا فعالوي

تاند- روسیه پرون /دوشنبه/ وویل، د افغانستان لپاره د تماس د ډلې فعالیت بیا پیلوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د نوي هجري قمري کال په مناسبت یوې غونډې ته وویل، مسکو به د راتلونکې اکتوبر په یوولسمه د افغانستان د تماس د ډلې کوربه وي.

د افغانستان لپاره د تماس د ډلې دنده د دغه هیواد په اړه د سیمې د هیوادونو د هلوځلو همږغي ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرګی لاوروف په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تماس دا سیمه ییزه ډله په افغانستان کې خپلې هلې ځلې بیا پیلوي.

د ښاغلي لاوروف په وینا، روسیې تل د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو او د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې ملاتړ کړی دی.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې تر مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره د تماس په ډله کې د څه باندې ۵۰ هیوادونو استازي شامل دي.

لاوروف وویل، هیواد یې تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د ستونزې پر هواري تاکید کړی دی او باور لري چې د سلامشورو له لارې حللار موندل کېدای شي.

«موږ د افغانستان په اړه د مسکو سلامشورې، چې د کال په سر کې پیل شوې، د ملګروملتو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلولو سره د مرستې تر ټولو ښه ممکنه لار ګڼو.»

لاوروف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش له نفوذ سره د مبارزې لپاره د طالبانو په ملاتړ تورن شوي دي.

ځینو افغان چارواکو ادعا کړې چې روسیې د افغانستان په شمال کې طالبانو ته وسلې ورکړي دي.

خو روسیه دا تورونه ردوي.

له بلې خوا هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی زامیر کابلوف هند ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

317 total views, 1 views today

1 comment

  1. عثمانی Reply

    روسان افغانستان ته د یو نژدې ګاونډي حیثیت لري ، بنا روسانو ته بهتره ده چې له افغانستان سره دوه اړخیزو خبرو ته دوام ورکړي، د افغانستان د دولت او خلکو اعتماد بېرته لاس ته راوړي ، د دښمنی او تروریستي ډلو د ملاتړ پرځای د افغانستان له دولت سره اقتصادی مرسته وکړي، پخوانۍ پروژي بېرته ورغوي او نړیوالو مذاکرو له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2