Categories

اسلام او سیاست | واحدګل هاشمي

د سیاست د کلمې په اړه زیات هغه اشخاص چې د دې کلمې اړوند یې مطالعه نه وی کړې، زیاته تکیه یې په هغو نامناسبو دروغو معلوماتو وي چې په ټولنه کې د یوه بل له خولې یې انتشار پیدا کړي وي. مثلاً زیاتره خلک د سیاست په هکله وايي چې سیاست یعنې دوکه، یعنې دروغ، فریب، چل او د نورو تیرایستل سیاست بولي. دا او دې ته ورته نورې غیر مستندې خبرې دي چې د ټولنې د نالوستو سره سره یې کم شمیرلوستي وګړي هم چې ددې نوم سره نا اشنا وي او په اړوند یې معلومات نلري له همدې خبرو استفاده کوي .

خو پورتنۍ خبرې یواځې اوازې بللی شو او کوم سند نلري ، راځو دی ته چې د سیاست په هکله زیاتوغیر اسلامي علماو سربیره اسلامي علماو خپل نظریات شریک کړي دي

لومړۍ دا چی سیاست د عربي ژبې یوه مصدري کلمه ده چې د سیاسه کلمه د (ساس یسوس) لپاره چې د (قال یقول) په وزن راځي مصدر دی، همدا شان د سیاست په کڼو کتابونو کې ددې مادې یو بل مصدر (سوس) دی . چې دا یې د قول په وزن پورې ربط ورکړی دی . دا خو د سیاست د کلمې لڼد لغوي تحلیل شو. خو ډیر خلک اوس هم دا فکر کوي چې د سیاست به د اسلام سره کوم تړاو نه وي او سیاست او اسلام ډیر لرې خبرې سره بولي خو د سیاست د کلمې اسلامي علماو داسې ماناګانې کړي دي.

چې دلته یې د بیلګې په توګه یو څو بیانوو لکه : ریاست او مشري کول، تدبیر نیول، د خلکو د امورو مشري سره سره نیکې لارې ته لارښونه ښودل شوي دي.

همدا شان امام غزالي رحمه الله د سیاست په هکله داسې فرمایلي دي، د خلکو اصلاح کولو، د دنیوي او اخروي ستونزو څخه یې د خلاصون نېغې لارې ته لارښونې کولو ته سیاست وايي.

همدا شان د اسلامي نړۍ بل دیني عالم امام راغب اصفحاني سیاست بیا داسې تعریف کړی دی : د ځمکې ابادول، د الهي احکامو نافذول، او د نیکو او حسنه اخلاقو عامول عبارت د سیاست څخه دي .

بله مهمه موضوع دا چې په قرانکریم کې د سیاست کلمه نده کارول شوی خو داسې کلمات چې د سیاست په مفهوم دی، او په ټوله کې د سیاست مانا ورکوي

په قرانکریم کې کارول شوي دي د بیلګی په ډول په (سورة البقره۲۴۷) کې داسې راغلي (وَقَالَ لَهُم نَبِیُّهُم اِنَّااَللهَ قَد بَعَثَ لَکُم طَالُوتَ مَلِکًا)

ژباړه: د هغو پیغمبر هغو ته ووېل چې الله تعالی تاسې ته طالوت د بادشاه په توګه استولی دی.

اوس نو په پورتني ایت کې (مَلِک) د سیاسي واکمن او مشر په مانا دی

همدارنکه دا هم دسیاست دبرخې لیکوالانو د دلیل په توګه وړاندې کړي دي چې که څه هم دا په دې مانا نده چې په قرانکریم کې د سیاست کلمه نشته او سیاست د قرانکریم سره کوم تړاو نلري، ځکه په قرانکریم کې داسې ډیر الفاظ شته چې ‌‌ذکر یې ندی شوی خو مفهوم او مانا یې په قرانکریم په تفصیل سره بیان شوی ده

د مثال په توګه د عقیدې کلمه په قرانکریم کې نشته، خو د قرانکریم لویه برخه عقیدې پورې اړوندو مسایلو باندی څرخي

یواځې دا نه بلکې د اسلام مبارک دین ډیرو معتبرو علماو د سیاست اړوند ډیر مسایل په پوره وضاحت، تفصیل سره وړاندی کړي دي چې دلته یې یواځې د څو علماو او په کومو برخو چی دوي ویشلې دي د هغوي یادونه کوو.

لومړی د یوه پیاوړي اسلامي عالم، تکړه تاریخ لیکونکي او سیاستدان امام ابن خلدون(رح) نظر داسې دی چې دی وايي سیاست په درې ډوله دی چې:

۱) حیواني سیاست

۲) عقلي سیاست

۳) دیني سیاست

د امام غزالي (رح) په آند سیاست په څلور ډوله ویشل شوی

۱) لوړ او اعلی سیاست

۲) لوړ او اعلی سیاست

۳) د علماو او فقهاو سیاست

۴) د واعظانو او خطیبانو سیاست

دی ته ورته امام فخرالدین رازي هم سیاست په څلورو لویو برخو تقسیم کړی دی

چې د پورتنیو سربیره هر یو یې ځان ځان ته تعریفونه او پیژندګلوي لري . ددې یادونه مې ځکه وکړه چې په اسلام کې سیاست هم یو لوي بحث دی او ډیرو اسلامي علماو په دې موضوع کار کړی، او په بیلابیلو لارو خلکو ته معرفي کړی دی.

نو یو ځل بیا یادونه کوم چې سیاست د غیراسلامي علماو په شمول د اسلامی علماو هم په ډیر ښه شان سره تشریح او واضح کړی دی، او هغه خبرې چې یا اسلام اوسیاست سره اړیکه نه لری، یا هم سیاست دروغ،  دوکې،  چل بازي ته وايی کاملاً ناحقه او دروغ خبرې دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *