Categories

اعلان

Loading…

د ښاغلي مصطفی عمرزي د لیکنوپه اړه څو کرښې

محمد آصف خواتی || 

د ځوان او هڅاند لیکوال قدرمن عمرزی د لیکنو څخه بریښي چې نوموړی پدې هڅه کې دی چې د افغانستان د روانې غمیزې د ریښو تل ته ځان ورسوي، د افغانستان د تاریخ د مسخه کولو عاملین په ګوته کړي، واقعیتونه درک او هغه په پوره صراحت او میړانې سره بیان کړي او په لیکنوکې یې د وطنپالنې لوړ احساس له ورایه څرګنددی. که څه هم د افغانستان د روانې غمیزې په راتګ، ژوریدو او پراخیدو پوهیدل خورا ستونزمن کار دی، ځکه چې ریښې یې باید د افغانستان په هکله د زبرځواکونوپه تګلارو، دسیسو او استخباراتي لوبو کې ولټول شي. خوکه پدې اړه بې پرې او مسئولانه څیړنې وشي تر یوې کچې پورې دا شونې ده چې پر هغو وپوهیږو.

سره لدې ښاغلي عمرزی د ډیری لیکوالو په شان د بت او اتل جوړونې په فکرکې نه دی، د حقایقو د تحریفولو په لټه کې نه دی، د هیواد پرونیو او ننیو پیښو او قضایاووته د سیاسي توجیهاتو د موندلو سره بالکل پردی دی، نوموړی سیاسي شوی لیکوال نه دی، هغه څه چې د یوه ژمن څیړونکي څخه یې تمه کیږي.

د ځوان عمرزي د لیکنو څخه دا پته راته ولګیده چې له نیکه مرغه ځوان نسل مو لکه د ډیری پاخه نسل لیکوالو او څیړونکو په شان سیاسي- ټولینزو او تاریخي پیښوته د خپلو سیاسي او عقیدتي باورونو له کړکۍ نه ګوري چې دا یو مثبت پرمختګ او ښه زیری دی. ښه بیلګه یې د نوموړي وروستۍ لیکنه (جنایاتې که فراموش کرده ایم) ده چې په پوره صراحت او واقعبینۍ سره یې د شوروي او ننیو اشغالګرو د پښتون دښمنه ستمي لاسپوڅو خاینانه کارنامو، نخښو او هڅوته ګوته نیولې چې د دې هیواد د ستر قوم او توکم په وړاندې یې ترسره کړې دي. دا ړوندقومي تعصب نه، بلکې د ملي- افغاني تفکرڅرګنده بیلګه ده چې نه ښایي د یوه هیواد دځانګړي قوم او نژاد د فزیکي له منځه وړلو هڅه وشي او یا قومي، نژادي، مذهبي او سمتي دښمنیو او بیلوالي ته لمن ووهل شي. د محترم عمرزي په شان لیکوالو قلم دې تل تاند وي.

311 total views, 1 views today

2 comments

  1. عثمانی Reply

    په رښتیا هم د ښاغلي مصطفی عمرزی لیکنې تل مستندې، په زړه پورې او هراړخیزې څېړل شوي دی، هغه په خپل رسا قلم سره تل هڅه کړې چې افغانان ملي یوالي ته را وبولي او په مقابل کې د هېواد دښمنان ولس ته رسوا کړي.
    زه تل د دوی لیکنې په خورا غور او دقت سره لولم او د هغوی یوه کاپی له ځان سره ساتم .
    تاسو جناب محمد آصف خواتی او ښاغلی مصطفی عمرزی ته لا ډېر بریالیتوبونه غواړم.

  2. لالا ، بټنوال Reply

    وخت په وخت د ښاغلي مصطفی ، عمرزي ليکنې لولم ، په رښتيا چې وتلئ قلموال اود پیاوړي خواتي صيب نظر سل په سلو کې د تائيد وړ دئ ، په ژوند ئې برکت او قلم ئې تاند اوسه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2