Categories

اعلان

Loading…

افغان مدني فعالانو له حکومته وغوښتل چې د سیګار د وروستي بیان پلټنه دې وکړي

تاند – افغان مدني فعالانو د سیګار په وروستي بیان سخته غوسه ښکاره کړه او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغې ادارې د تور پلټنه دې وکړي.‌

د امریکا ډیلي کالر خبري وېب سایټ، د پاکستان ډیفینس څانګې او د افغانستان پژواک خبري اژانس د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي جان سوپکو له قوله لیکلي، چې د افغانستان د پوځي څانګې د وژل شویو منسوبینو له کونډو نه د هغوی د مېړونو د تقاعدي تادیو د ورکولو په بدل کې جنسي غوښتنې شوي دي.‌

دغو خپرونو لیکلي، چې جان سوپکو دا خبرې د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۱مه/ وکړې، خو نن یکشنبه /د سپتمبر ۲۴مه/ یا په څلورمه ورځ یې د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو کې یو ډول تبلیغاتي غوغا جوړه کړه.‌

ډېرو فعالانو د دې تور په وړاندې سخت عکس العمل وښود او په دې هکله یې د افسوس څرګندولو تر څنګ د حکومت د چټک اقدام غوښتنه وکړه.‌

هنرمند او د فیسبوک فعال حمدالله ارباب لیکلي، «دلته سرباز د داسې چا په حفاظت کې هم سر ورکوي چې له مرګ وروسته یې بیا د کونډې نه د تقاعد د پېسو په ورکولو د … تقاضا کوي!! 🙁#فیلنګ: وس دا فېصله کول پکار ده چې سرباز د ځینو سرونه وساتي که سرونه یې وپاشي؟!»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال صلاح کبیر خپل احساسات داسې څرګند کړي، « سيګار: د شهيد شوو عسکرو د کونډو نه د تقاعد په ورکوونه کې د جنسي تړاٶ غوښتنې کيږي. دا ملت تباه کيږي له خيره!»

ژباړن او د ټولنیزو رسنیو فعال ظاهر عمار په ارګ کې د مېشتو چارواکو په نوم لیکي،‌ «ارګيانو! د سيګار هغه راپور مو ولوست چې پکې ويل شوي د ملي اردو د سر خوړليو عسکرو له کونډو جنسي رشوت غوښتل کيږي؟ تاسې دې خبر وئ چې وطن يوازې د ولسمشر په غوړو عالمانه ويناوو او طرحو نه جوړيږي، وطن کې له هر وګړي سره اجتماعي عدالت د نظام کاواکه ستنو ته قوي تکيه ورکولی شي. د دې وطن له مجبورو کونډو سره دا ډول بې شرمانه چلند به مو نيست او نابود کړي ان شاء الله.»

په ورته وخت کې یو شمېر نورو بیا د حوصلې سپارښتنه کړې او ویلي دي چې حکومت او مدني ټولنه دې په ګډه او د سیګار په همکارۍ داسې کسان پیدا کړي او سزا دې ورکړي.

لیکوال او د ټولنیزو رسنیو فعال خان محمد ستانکزي لیکلي، «حوصله مه بایلئ، ځینې خبرې یوازې تبلیغات وي، حکومت او مدني ټولنه دې سیګار له ګرېوان نه راونیسي او د دې خبرې سپیناوی دې ترې وغواړي، هماغه مامورین دې پیدا کړي او را ځوړند دې یې کړي. بس خلاص!»

16 total views, 1 views today

1 comment

  1. صديق Reply

    سيګار له ګريوانه نيول زمونږ د لاس پوڅي حکومت له وسه تيره خبره ده.
    اوس بايد مجرمينو پيدا کولو ملي امنيت له خوا يوه خاصه ډله وټاکل
    که څه هم دا دملي امنيت کار ندي خو انشاء الله هغه به ژر وکولي شي مجرمين پيدا کړي

    يا الله ته خو دی کونډو او يتيمانو اه او پرياد واوري او دا رذيلان زمونږ له سره لري کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *