Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په اروزګان کې یوازینی برانیستی روغتون هم بند کړ

تاند- د وسله والو طالبانو د پرله پسې ګواښونو له کبله د اروزګان ولایت یوازینی پرانیستی روغتیايي مرکز هم بند شو.

وروسته له دې چې تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو د خبرداریو له کبله د اروزګان ۴۵ روغتیايي مرکزونه بند شول، په دغه ولایت کې یوازې د ترینکوټ روغتون پاتې شو.

د اروزګان د ولایتي روغتون ريیس نن رسنیو ته یې وویل چې دا یوازینی پاتې روغتون هم د طالبانو د حملو د ګواښونو له ډاره بند شو.

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په لومړیو کې د طالبانو مشر ملا هیبة الله ادعا وکړه چې طالبان له عام المنفعه تاسیساتو سره غرض نه لري.

دې ډلې په پښتني ولایتونو کې اکثره ښوونځي په کلونو – کلونو بې دلیله بند کړي وو چې لا هم یو شمېر یې بند دي.

طالبانو ویلي چې تر هغو به روغتیايي مرکزونه پرېنږدي چې پرانیستل شي څو د دوی په خوښه کسان په دغو مرکزونو کې ګومارل شوي نه وي.

163 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸