Categories

اعلان

Loading…

خاقان عباسي: په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول نه شو منلی

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي وايي، هیواد به یې له افغانستان سره د هند د اقتصادي مرستو مخالفت ونه کړي

خو په افغانستان کې د هند هیڅ راز سیاسي او پوځي رول نه مني.

خاقان عباسي چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په دوه اویاسمه ناسته کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دی، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ وروستۍ ستراتیژۍ ته په اشارې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې هند ته زیات رول ورکوي، وویل، پاکستان په افغانستان کې هند ته «صفر» سیاسي یا پوځي رول نه ویني.

د پاکستان له صدراعظم څخه په افغانستان کې د هند د رول په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل«موږ په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ سیاسي یا پوځي رول نه شو اټکلولی. فکر کوم دا به یوازې حالات نور هم پېچلي کړي او هیڅ شی به حل نه کړي. نو که دوی غواړي چې اقتصادي کومک وکړي، موږ ورسره مخالفت نه لرو، خو موږ په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ راز سیاسي یا پوځي رول منلی نه شو.»

خاقان عباسي ونه ویل چې ولې د دوو خپلواکو هیوادونو د خپلمنځي اړیکو په وړاندې ځان ته د ویټو حق ورکوي.

د پاکستان صدراعظم له حقاني شبکې سره د خپل هیواد د استخباراتي شبکې آی ایس آی د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل«زموږ استخبارات له هیڅ ډلې سره اړیکې نه لري. موږ له هیڅ ډلې سره چې په پاکستان کې دننه تروریستي خطر پېښوي یا بهر ته دا ډول ګواښ صادروي هیڅ ډول اړیکې نه ساتو.»

د پاکستان صدراعظم دا ادعا هم وکړه چې هیڅ هیواد د پاکستان په شان په افغانستان کې د سولې پلوی نه دی.

12 total views, 1 views today

2 comments

  1. Fahimjan Reply

    تاسى موردگاون هم خپل سياسي أو نظامي اخلاق شه كري ، له تاسو سره به يي هم وپسر. تاسو خو يوازي دنيا ته دهشت أو بربريت معرفي كوى. تاسو دنيا ته كثافت أو چتلي معرفي كوى نو ولي بايد له هند سره مقايسه شى . اخلاق مو سم كري كنه نو دنيا تاسو ته په قهره ده كوني به مو در وشلوي

  2. عثمانی Reply

    وایی یو سړی خلکو په کلي کې نه پېښود خو ده به ویل زما لکړه د ملک کره کيږدئ.
    پنجاب یو مصنوعی هېواد دی او نړیوال یې نور په نړۍ کې نه شي زغملی خو دوی بیا افغانستان ته غاښونه چیچي.
    افغانستان اوهند دواړه مستقل هېوادونه دي. هر مستقل هېواد حق لري په آزادانه توګه له نورو سره اړیکې ټینګې کړي.
    پنجاب فکر کوی چې د ډیورند موافقتنامه د دوی له خوا په افغانستان تحمیل شوې او افغانستان د دې منحوسې موافقتنامې پراساس حق نه درلود له نورې نړۍ سره اړیکې ولري.
    اوس افغانستان د نړیوالو قوانینو پر اساس یو خپلواک هېواد دی ، خپل اساسي قانون ، پارلمان ، ولسمشر او وزیران لري. د افغانستان خلک خپله سیاسي ارداده د لويې جرګي او د پارلمان د دواړو مجلسونو له لارې تمثیلوي. د افغانستان خلک خپله تصمیم نیسي له چا سره ښه اقتصادی ، سیاسي ، نظامی او نړیوالې اړیکې ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *