Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان صدراعظم د امریکا مرستیال ولسمشر ته د واشنګټن پر ستراتیژۍ اندېښنه ښکاره کړه

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د وروستۍ ستراتیژۍ په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه.

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې تر څنګ د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دواړو خواوو د خبرو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې شاهد خاقان عباسي او مایک پینس موافقه وکړه چې د سیمې د اقتصادي ودې او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به په ګډه کار کوي.

د پاکستان صدراعظم د امریکا مرستیال ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې په افغانستان کې د ټینګې سولې غوښتونکی دی او په دې لړ کې به همکاریو ته دوام ورکړي.

د پاکستان صدراعظم ښاغلي عباسي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د خپل هیواد اندېښنه له ښاغلي پینس سره شریکه کړه.

ښاغلي عباسي امریکا ته تر تګ مخکې فیننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و چې د امریکا پالیسي ورته ناڅرګنده ښکاري او یوازې د رسنیو پر راپورونو بسنه کوي. ده همداراز وویل چې په نیویارک کې به هڅه وکړي چې د ترمپ د حکومت له چارواکو سره وږغېږي او د هغوی اراده معلومه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا ټاکل شوې ده چې یو امریکايي پلاوی په راتلونکې اکتوبر میاشت کې اسلام اباد ته سفر وکړي او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال وویل چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره طالبانو ته پناهځایونه ورکړي خو امریکا به نور دا پناهځایونه ونه زغمي.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په خپله لومړنۍ وینا کې یو وار بیا له تروریزم سره پر مبارزې ټینګار وکړ او سره له دې چې د پاکستان نوم یې په مستقیم ډول یاد نه کړ خو ویې ویل«هغه وخت راغلی چې د تروریزم ملاتړ کوونکي هیوادونه، چې د القاعده، طالبانو او حزب الله په شان ډلو ته پناهځایونه ورکوي، مسوول وګڼل شي.»

د افغانستان ولسمشر د ملګروملتو په اسمبلۍ کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره د دولتونو په کچه خبرې وکړي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *