Categories

اعلان

Loading…

تهمینه جنجوعه: د افغانستان په سوله کې همکاري کوو

تاند- د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون /دوشنبه/ په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د ناستو ترڅنګ د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه د افغانستان د باندنیو چارو له مرستیال وزیر حکمت کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د پاکستان لېوالتیا ښکاره کړه، ویې ویل چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې او پاکستان لپاره مهمه ده.

دې په عین حال کې وویل چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري؛ نو پکار ده چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د خبرو اترو له لارې سیاسي جوړجاړی وشي.

وروسته له دې چې امریکا د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې؛ پاکستان بیا بیا وايي چې د افغانستان مسله له پوځي لارې نه شي حل کېدای.

پرون د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وویل چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو تګ پیل شوی دی.

د پاکستاني ورځپاڼې (دي نیوز) د راپور پر اساس، د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزي له پاکستان سره په ټولو برخو او ټولو سویو د خبرو ملاتړ وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې پرون د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ټام شنن سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اغلې جنجوعه ښاغلي شنن ته د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه د پاکستان نظرونه وړاندې کړل.

دې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د همکارۍ ژمنه وکړه، ویې ویل، پاکستان د افغانستان سولې ته خورا زیات اهمیت ورکوي او د هغه د سیمې په ګټه بولي.

658 total views, 1 views today

2 comments

  1. Fahimjan Reply

    ددى حرمونو په يوه خبره هم و نه غوليگى. دا د سرطان أو لعنت شوي شيطان أولاده دي قسم په خداى كه په خپل يوه خبري هم ولار وي. دوي يؤ وار بيا د دنياوالو په سترگو كى خاوري اچوي. دا د ستر ابليس أولاده دي

  2. حسن Reply

    دا د کیالې بچیان غواړي پدې ترتیب سره خپل مزدوران له حتمی مرګ نه بچ کړي او غواړي د سولې له لارې یو ځل بیا ټالیبانو ته د ژوندي پاته کېدو چانس برابر کړي. د ټالیبانو ژوندي پاته کېدل مار ته په لستوڼي کې ځای ورکول دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2