Categories

اعلان

Loading…

د کابل – دوبۍ تر منځ د الوتنو لوړو بیو افغان مسافر له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي

تاند – د کابل او دوبۍ تر منځ د الوتنو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي چې مسافران یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.‌

هغه افغانان چې په متحده عرب اماراتو کې مزدوري کوي او وخت په وخت افغانستان ته خپلو کورونو ته په رخصتۍ راځي شکایت کوي چې نشي کولی په دومره لوړه بیه ټکټونه واخلي.‌

د میدان وردک ولایت یو اوسېدونکی احسان الله هلال وایي، چې د ټکټونو بیې د تېر په پرتله خواوشا څلور برابره لوړې شوي دي.‌ ښاغلی هلال وایي، «پخوا به مونږ په ۱۲ زره افغانۍ یو ټکټ اخیست، اوس هماغه ټکټ په ۵۰ زره افغانۍ پلورل کیږي،»

احسان الله هلال وایي، چې په عربو کې هم د دومره پیسو پیدا کول اسان کار نه دی او په کار دی چې حکومت دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د خوست ولایت اوسېدونکی عبدالولي هم په ورته ستونزه نا ارامي ښیي او وایي چې دوبۍ ته د مزدورۍ لپاره روان دی خو د ټکټ لوړې بیې یې د تګ مخه نیولې ده.

یو شمېر مسافرو ګواښ کړی چې که د کابل – دوبۍ تر منځ د ټکټونو بیې راټیټې نشي، هغوی به لاریونونو ته مخه کړي.‌

ویل کیږي چې د کابل – دوبۍ د ټکټونو بیې وروسته له هغه جیګې شوې چې د کام ایر الوتنې ودرېدې، د ساپي شرکت الوتنې د اقتصادي ستونزو له امله ټکنۍ شوې او د اریانا افغان شرکت الوتکې د افغان حاجیانو په وړلو راوړلو کې بوختې شوې،‌ او سورلۍ د عربو فلای دوبۍ او امارات الوتکو ته پاتې شوې.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *