Categories

اعلان

Loading…

کلثوم نواز د پاکستان ملي جرګې ته بریالۍ شوه

تاند- د نوازشریف مېرمن کلثوم نواز د پاکستان د پارلمان د یوې خالي چوکۍ لپاره په انتخاباتو کې خپلې سیالې ته، چې د تحریک انصاف غړې وه، ته ماتې ورکړه.

د پاکستان په ملي جرګه کې د لاهور د ۱۲۰ انتخاباتي حوزې د ضمني انتخاباتو د رایو ابتدايي شمېرنې ښيي چې کلثوم نواز بریالۍ شوې ده.

اټکل کېده چې پر دې چوکۍ په انتخاباتو کې به د نوازشریف مېرمن په خورا زیات توپیر بریالۍ شي او ممکن کلثوم نواز ۸۰ زره رایې ترلاسه کړي او د تحریک انصاف د کاندیدې ارا یاسمین رایې به تر ۱۴ زره یا تر ۱۰ سلنې زیاتې نه وي، خو لومړنۍ پایلې ښيي چې اغلې یاسمین نژدې ۴۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

کلثوم نواز ۶۱ زره رایې ترلاسه کړي او د پاکستان د صدراعظمۍ لاره ورته پرانیستل شوې ده.

د پاکستان د ملي جرګې دا چوکۍ د پاکستان د سترې محکمې له لوري د فساد په تور د نوازشریف د بې صلاحیته کېدو وروسته تشه شوه.

55 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *