Categories

اعلان

Loading…

د فلسفې بنسټيز مسایل | ژباړه: عطاءالله خان حیران

د لومړي څپرکي ۲ برخه

پلوتینس:

پلوتینس( ۲۰۴ء ـــــ ــــــ ۲۶۹ء) د خدای د تصور په اړه د پلو او فیلو په نظریاتو کې ډېرکم توپیر شتون لري، د نوموړي په اند ټول کاینات خدای ج پيدا کړي دي او خدای د کمال په هغه حد کې دی چې زموږ پوهه دومره نه  ده چې موږ دې د هغه په اړه هغومره پوه ولرو لکه څنګه چې دی. موږ دا ویلی شو چې خدای څه، نه دی  خو دانشو ویلی چې هغه څه دی، موږ چې هرڅومره د خدای په هکله وغږیږو او د هغه صفتونه بیا ن کړو دا د هغه لپاره یوه زره هم نه دی زموږ تصور به بیا هم د خدای په هکله ډېر حقیر وي.

پلوتینس وايي: خدای د یوې چینې په څېر له ازل نه شتون لري او تر ابده به وي.

د دنیا لپاره خدای ته ضرورت دی لیکن خدای له دونیا نه بې نیازه دی.

سینټ اګسټاین:

عیسايي متکلمینو د عیسایت او د یوناني فکر تر منځ کوښښ کاوه چې ورته والي مطابقت پیدا کړي، دوی به ویل چې په کایناتو کې نظم او قرینه د خدای ج په وجود دلالت کوي خدای ازلي او ابدي دی او سراسر خیر او برکت دی او په هرڅه باندې پوهیږي.

د عیسايي متکلمینو ستر نوموتی استازی دی (سینټ اګسټاین ۴۳۰ءــ ــ ــ  ۳۴۵ء) نوموړی وايي: خدای پاک ازلي دی د هرشي له پيداکېدو نه مخکې یې هرڅه ته تقدیر هم جوړ کړی دی ځکه چې الله ج په دې پوهیږي چې دده مخلوق په دنیا کې څه کارونه کوي. د نوموړي په اند په انسان کې دننه چې د خیر او د نیکۍ کوم تصور موجود دی دا د خدای کامل ترین شکل دی، هغه خالق کل، قادر کل، قادر مطلق، علیم وخبیر او سراسر خیر او برکت دی.

سینټ اګسټاین چې د خدای ج کوم تصور وړاندې کړ تر یوه وخته همدا تصور موجود وه په داسې حال کې چې ځينو خلکو ورسره د نظر اختلاف هم درلود د بېلګې په توګه، د ایرلینډ جان ارجینا ۸۷۷ء ــ ــ ـــ ۸۱۰ء) نوموړي به ویل : موږ د کایناتو په اړه د غور او فکر په ذریعه چې څومره پوهېدلی شو هغه ډېر کم او حقیر دي، په حقیقت کې خدای پېژندل ممکنه نه دي، په لومړۍ عیسوي پېړۍ کې پال وکولی شو چې عیسویت ته ډېر کار وکړي چې په دې لړ کې یې د تثلیث فلسفه را ویسته، نوموړي به ویل: د ادم ګناه چې له نورو انسانانو پورې ونښته  ددې د کفارې د ادا کولو لپاره خدای خپل زوی مسیح دونیاته راولېږه، او ددې کایناتو د چلولو لپاره یې هغه ته توانايي ورکړه قوت یې ورکړ وړتیا یې ورکړه او په ده کې یو ملکوتي قوت د تل لپاره جاري که چې دوی ورته بیا د روح القدس نوم ورکړی وه، نو پرهمدې اساس د روح القدس فلسفه منځته راغله.

عیسايي متکلمین وايي: خدای په دریو کې یو دی او په د غه یو کې درې واړه شامل دي، په داسې حال کې چې داخبره هېڅ عقل نه منله نو پرهمدې بنسټ دا خبرې خلکو ته هوايي ښکاره شوې په زوره به یې خلک کلیساته بوتلل چې دا خبره ورسره خلک ومني هیچا ورسره دا نه منله ځکه چې دا د عقل خبره نه وه، نو ځکه مذهب بدنام شوه او دا خبره په ټولو خلکو کې خپره شوه چې د مذهب له عقل سره هېڅ کوم تړاو نه شته، له دې نه روسته د مذهبونو پرخلاف بغاوتونه پيل شول همداسې ګډوډ نظریات ددې سبب شول چې د مذهبونو پرخلاف بغاوتونه پيل شي.

کله چې عیسايي متکلمینو هڅه کوله اوغوښتل یې چې  عیسایت د عقل پربنسټ ثابت کړي پرهمدې وخت کې یوه بله ډله رامنځته شوه او هغو وویل چې خدای د عقل په مرسته نه پېژندل کېږي او ددې لپاره د ذات مشاهده یوازینۍ لار ده، د مشاهده ذات ته یې بیا روسته د تصوف نوم غوره کړ  دغو صوفیانو به ویل: موږ ته چې د مشاهدې له ذات نه کوم معرفت حاصلیږي هغه له عقل څخه نشي ترلاسه کېدلی هغوی په دې ټينګار کاوه چې د تصوف له لارې د انسان روح د جسم له قید خانې څخه خلاصون مومي او تر اسمان الوت کولی شي او هلته بیا د خدای په زات کې ضم شي نو پرهمدې اساس روح خپل اصلي کور ته لار پيدا کړي.

توماس ایکوی ناس:

توماس ایکو۱۲۲۷ء ــ ــ ــ ۱۲۷۴ء) په نظریاتو او فکر باندې د ارسطو فلسفې او نظریاتو ژور اغېز کړی و نوموړي د عیسایت او د ارسطو د فلسفې پرتليزجاج اخستی وه او د مطابقت پيدا کولو کوښښ یې هم کړی وه.

نوموړي به ویل: خدای روح یاقوت دی چې د خپل ځان د ښکاره کولو لپاره یې دا نړۍ پیدا کړه، خدای قادر مطلق دی په ټوله نړۍ یو خدای بادشاهي کوي او هرڅه یې په ولکه کې دي.

مايي شټرایکهارټ

مايي شټرایکهارټ ۱۲۶۰ء ــ ــ ــ ۱۳۲۷ء ) د وحدت الوجود نظریه وړاندې کړه چې هرڅه په خدای کې د ننه دي او په هرڅه کې خدای موجود دی زه چې کله له ځان سره خبرې کوم دا په حقیقت کې له خدای سره خبرې کوم.

فرانس بیګن:

کله چې دکلیسا زور او جبر په ماتېدو شو په خلکو کې بیا په ځانګړې توګه د علم په خاوندانو کې یو خوځښت پیل شو یو ځل بیا په نړۍ باندې د عقل رڼا خپره شوه، فلسفیانو د خدای د ذات او صفاتو په اړه څېړنې پيل کړې او پایله دا شوه چې فلسفیانو د اخدای په اړه کوم تصور وړاندې کړی وه هغه د کلیسا له تصور سره لوی توپير در لود، پرانس بېګن ( ۱۵۶۱ء ــ ـــ ــ ۱۶۶۲ء) د کلیسا خدای څخه یو دم مخ اړول ورته مناسب ښکاره نه شو بلکې نوموړي د کلیسا او د فلسفیانو د خدایانو ترمنځ د مصالحت پيدا کېدو کوښښ وکړ. نوموړي به ویل الهیات په دوه ډوله دي یو ډول یې فکري او بل ډول یې الهامي افاق او د نفس له غور او فکر نه روسته چې د خدای کوم معرفت حاصلیږي هغه په ټوله معنی فکري الهیات دي او مذهب د خدای په اړه چې څه وايي هغه الهامي الهیات دي، بېګن به ویل موږ مجبوره یو چې د عقل پرمټ خدای ومنو  موږ له دې نه ور اخوا د خدای په اړه نه پوهیږو او نه به ورباندې پوه شو که چېرته موږ په دې اړه غواړو چې پوه شو نو بیا له کلیسا سره زموږ اړیکه اړینه ده، نو پردې اساس د کلیسا فقه، علم کلام او روایات منل ضروري دي.

د بېګن د خبرې لنډ نچوړ داسې دی چې د عقل وړه بېړۍ پرېږدئ د کلیسا په ا لوتکه کې کېنئ.

په حقیقت کې بېګن وه چې د مذهب او د  دنیا د تفریق په حق کې فلسفه راویسته او مذهب یې پرته له عقل نه یو شی وباله.

تهامس هابس:

تهامس هابس ۱۵۸۸ءــ ــ ــ ۱۶۷۹ء) د بېګن مصالحانه روش خوښ نه کړ او د عقل بېړۍ پرېښودل او د کلیسا په الوتکه کې کیناستل یې هم زړه ونه غوښتل، ویې ويل: عقل خدای مني نو پرهمدې اساس زه هم خدای منم خدای یو ذات دی او دانړۍ یې پيدا کړې ده او ددې نړۍ د ټولو کایناتو او مخلوقاتو مالک دی ددې نړۍ هرشی یې متحرک ساتلي دي موږ له دې نه زیات د خدای په هکله نه شو پوهېدلی په همدې باید قانع ووسو.

دیکارت:

د یکارت( ۱۵۹۶ء ــ — ــ ۱۶۵۰ء ) دا نه مني چې عقل دومره  څه کولی شي څه چې تهامس هابس پورته بیان کړل دیکارت وايي د عقل پرمرسته موږ د خدای د ذات او صفاتو سربېره د خدای په تقاضو باندې هم پوهېدلی شو خدای ازلي دی هغه په هرکار قادرمطلق دی هغه په هرڅه پوه دی او سراسر خیر او برکت دی، خدای چې انسان ته کومه اندروني وړتیا او تصور ورکړی دی هغه دوکه نه ده هغه حقایق دي ددې منل واجب دي د ژوند په چارو کې انسان کولی شي له دغو وړتیا و څخه ښه ګټه پورته کړي. د انسان په فطرت کې چې کوم اصول نغښتي دي دیکارت هغو ته په ډېر درنښت قایل دی هغه په دې اړه وايي: دا د انسانانو د لارښوونې لپاره دي او پرانسان فرض ده چې ددغو اصولو پابند ووسئ.

سپينوزا:

سپينوزا ۱۶۳۲ء ـــ ــ -ـ ۱۴۷۷ء) صوفي دی او وايي چې هرچرته الله موجود دی هغه وايي په هرڅه کې خدای دی او دا هرڅه د خدای دي د خدای له امر پرته هېڅ شی حرکت نشي کولی له یو بل سره مینه له خدای سره مینه ده له ځان سره مینه له خدای سره مینه ده له خدای سره مینه له ځان سره مینه له یو بل سره مینه ده، عقل او جسم د خدای شان بیا نوي په دواړو کې خدای ښکاري. په همدې توګه سپینوزا د وحدت الوجود فلسفه وړاندې کړه چې ډېر فلسفیان د سپینوزا د فلسفې اغېز مني.

جان لاک

جان لاک ۱۶۳۲ء ـ ـ ـ ۱۷۰۴ء وايي: خدای یو حقیقت دی کله چې انسان د خپل خلقت په اړه فکر وکړي نو بیا پوهیږي چې دی خپله نه دی پيدا شوی يوڅوک شته چې دی یې خلق کړی او دا د نړۍ نظام پرمخ وړي دا کاینات بې خالقه نه دي، دی زیاتوي خدای روح دی، خدای په هرڅه قادر دی هغه عادل ذات دی دا نړي خدای پيدا کړې ده انسانان خدای پيدا کړي دي په کایناتو کې یې خپل قوانین روان ساتلي دي کوم قوانین چې خدای پاک د خپل مخلوق لپاره جوړ کړي دي هغه ټول دده د مخلو ق په ګټه دي له دې قوانیونو څخه چې څوک سرغړونه وکړي دلته هم ورته زیان دی او خدای پاک به ورته هم سزا ورکوي یعنی  خپله به هم ځانته سزا ورکوي او خدای به هم  سزا ورکوي.

جارج برکلي

مشهور عیسايي پادري برکلي ۱۶۸۵ء ــ ــ ــ ۱۷۰۴ء ) وايي: خدای ددې نړۍ خالق دی هغ لطیف ترینه روح دی او په ټول کاینات کې د دغه روح اغېز موجود دی،ماده یا جسم ددغه روح شان دی.

ډیوډ هيوم

هیوم ( ۱۷۱۱ء ـ- ــ ــ ۱۷۷۶ء) عجیب او غریب فلسفي وه نوموړي به هرڅه ته د شک په سترګه کتل، نوموړی وايي: دا هر شی دوکه راکوي سترګې هم دوکه راکوي نو پرهمدې اساس انسان د هېڅ شي تعین نه شي کولی نو انساني عقل هم نه شي کولی چې د خدای د ذات او صفاتو په اړه پوه شي، خو د خدای منل ضروري دي ځکه چې د انسانانو د امېدونو مرکزاو د اخلاقیاتو او د ټولنې اساس دی.

لایبنیتس:

لایبنیتس (۱۶۴۶ء ــ ـــ ــ ۱۷۱۶ء) په دې حواله وايي: خدای يو ښه ذات دی او انسان کامل نه دی نو  پرهمدې اساس نه  شي کولی د خدای صحیح معرفت حاصل کړي البته د خدای یو وړوکی تصور د خپلې پوهې پراساس کولی شي ځکه چې نیکي، ځواک، علم او د خدای ځینې نور صفاتو کمرنګه تصور له ځان سره لري که موږ د انسان همدغه تصور د مبالغې د انتها په توګه ولولو موږ د خدای یوڅه معرفت حاصل کړ.

لایبينتس وايي: خدای دا نړۍ ډېره ښکلې پيدا کړې ده او خدای دد نیا له ټولو حالاتو باخبره دی چې څه څنګه او څه وخت کېږي.

کانټ:

د جرمني ستر فلسفي کانټ ۱۷۶۴ءـ ــ ـــ ۱۸۰۴ء ) د هغو فلسفیانو سخت مخالف وه چې ویل به یې : د عقل او د تجربې ور اخوا د څه شي منل نه دي پکار. نوموړی په دې حواله وايي: موږ ټول کاینات نه شو تجربه کولی خو منو یې دا چې عقل او تجربه د خدای له معرفت څخه عاجز دي هغه په دې معنی نه دی چې خدای نه دی موجود، د خدای منل زموږ فطري او اخلاقي ضرورت دی، د خدای منل موږ ته اطمینان راکوي زموږ د اخلاقي ژوند لپاره خدای ته ډېره اړتیا ده ځکه چې  دا د عقل غوښتنه ده چې ښه خلک خوښ ووسي لیکن په دنیا کې خلک پرېشانه وي او بد خلک په مزو سر دي نو پرهمدې اساس یو داسې ذات باید وي هغه سراسر خیر او برکت وي قادر مطلق وي په هرڅه پوه وي هغه خدای دی.

جان فختې:

جان فختي (۱۷۶۲ء ــ ــ ــ ۱۷۱۴ء) د کانټ له دې خبرې سره موافقه و چې خدای زموږ اخلاقي ضرورت دی، دی هم وايي خدای د ټولو کایناتو خالق دی خو د خدای خالق بیا هیڅوک نه دي خدای د انسان په ضمیر کې موجود دی.

جوزف شلینګ:

مجوزف شلینګ (۱۷۷۵ء ــ ــ ــ ۱۸۵۴ء) وايي: خدای تخلیقي قوت دی چې په کایناتو کې د تل لپاره جاري دی دنیا ځکه په حرکت کې ده چې خدای دی. د شلینګ فلسفه هم د وحدت الوجود په رنګ کې رنګه ده.

فریډرک هیګل:

هیګل( ۱۷۷۰ء ــ ــ ــ ۱۸۳۱ء) دا نړۍ ځکه پرمختګ کوي چې خدای پرمختګ خوښه وي د نړۍ د پرمختګ سره سره د انسان شعور هم پرمختګ کوي انسان د همدې شعور پرمټ د کمال درجې ته رسېدلی شي، هیګل وايي: خدای د تخلیقي پوهې نوم دی چې اظهار یې لکه لمر په ټوله نړۍ کې روښانه دی.

ګستاف فشنر:

فشنر وايي: خدای يو ښکلی روح دی چې په دنیا کې داسې جاري او روان دی لکه څنګه چې په جسم کې روح دی.

اګسټ کومټ:

له دې نه روسته ځينو فلسفیانو د خدای د ذات او صفاتو باندې د پوهیدو کوښښونه پرېښودل او دا کیسه یې مذب ته ورپرېښوده، اګسټ کومټ ( ۱۷۹۸ء ــ ــ ــ ۱۸۵۷ء) وویل: د اسبابو او د علل لټون د پوخ انساني ذهن علامت.

سرولیم هملټن:

سرولیم هملټن ۱۷۸۸ء ـــ ـــ ــ ۱۸۵۶ء) وايي د چا چې زړه وغواړي په خدای یقین کولی شي خو د خدای په هکله په څه پوهیدل دا ناممکنه ده ځکه چې انساني عقل په محدودو شیانو پوهیدلی شي ځينې لا محدود شیان د انساني عقل له وسه لرې خبره ده.

هربرټ سپنسر:

هربرټ سپنسر ۱۸۲۰ء ــ ــ ــ ۱۹۰۳ء) هم د هملټن له خبرو سره موافق دی او وايي: موږ په هغه څه پوهېدلی شو چې متعین او محدود وي، ځکه چې خدای لا محدود دی نو ځکه موږ نه شو کولی  چې خدای په ټوله معنی وپېژنو  خو خدای شته دی دا چې هغه څه دی په دې نه پوهیږو.

بریډلي:

برېډلي ۱۸۴۶ء ــ ــ ــ ۱۹۲۶ء ) دی بیا د سپنسر نظریاتو خلاف نظر لري وايي: د انساني عقل پرمټ لا محدود شیان هم پېژندلی شو ځکه چې لا محدود په کایناتو کې د همغږۍ نوم دی چې د نړۍ په هرشي کې موجود دی او انسان یې د خپل عقل پرمټ پېژني.

ولیم جیمز:

ولیم جیمز ۱۸۲۶ء ــ ــ ــ ۱۹۱۰) وايي: موږ د خدای د وجود او د هغه په اړه څه داسې شی ثابت نه کړل خو د خدای منل زموږ مجبوري ده ځکه چې دا زموږ د فطرت غوښتنه ده او دا زموږ د زړه غوښتنه ده او زموږه زړونه په دې ګواهي ورکوي. چیمز وايي: انسان یو داسې خدای مني چې له دوی سره یې اړیکه ټینګه وي د خدای او د انسان تر منځ باید اړیکه ډېره ټینګه وي، جمیز د خدای د تصور په اړه وايي : خدای له انسانانو سره ورته والی لري خو هغه ډېر ځواکمن دی.

جان ډیوی:

ډیوي ۱۸۵۹ء ــ ــ ــ ۱۹۵۲ء ) وايي: انسان خپل ځان په یوه داسې نړۍ کې ګوري چېرته چې دده شر زیات لیدل کیږي، ده د همدې شر څخه د خلاصون لپاره خپل پام د کایناتو لور ته واړوه ددې لپاره انسانانو مختلف نظریات وړاندې کړي دي. نو همدا وجه ده چې د خدای په هکله مختلف تصورات پالل کیږي.

د فلسفیانو پرنظریاتو کره کتنه:

نور بیا …. 

195 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *