Categories

اعلان

Loading…

هېرمنوتیک | حبیب الله میرخېل

 (Hermeneutics

نوې کره کتنه

ستا د مخ په ورق باندې خط او خال دی

د مصحف په صحیفو باندې اعراب (رحمان بابا)

په نړیواله کچه نوې ادبي کره کتنه کې دا مهال تر ټولو تود بحث دا دی چې آیا ادبي اثر واحده یا ټاکلې مانا لري که کېدای شي د لوستونکو په شمېر د هر چا له پاره بېله مانا ولري؟ دلته دا پوښتنه هم مطرح کیږي چې په دې منځ کې ادبي کره کتونکی څه کاره دی؟ په څو وروستیو پېړیو کې هېرمنوتیک د یوه خپلواک علم او فن په توګه د بشري تفکر په حوزه کې ځانګړی ځای وموند او دامهال ګڼ شمېر پیاوړي او نامتو مفکرین په دې اړه په څېړنو بوخت دي. هېرمنوتیک په شلمه پېړۍ کې وکولای شول د فلسفې، الهیاتو، ادبي کره کتنې او ټولنیزو علومو په څېر علمي حوزو ته لاره وکړي او په دې برخه کې یې نوې پوښتنې او بحثونه را منځ ته کړي دي.

که په لنډو کې یې ووایو، نو د متن د تفسیر د سمو قواعدو مطالعې ته هېرمنوتیک وايي. له هېرمنوتیک څخه موخه د یوه متن یا پدیدې د پیغام، نښو او مانا موندنه ده نه د لیکوال او مؤلف پېژندنه. هېرمنوتیک د متونو په ځانګړې توګه ادبي، دیني او حقوقي متونو د تعبیر او تفسیر اصول مطالعه کوي. په دې اړه ځینې مسایل مخ ته راځي، لکه دا چې متن په تېره زمانه پورې اړه لري او وخت زموږ د پوهاوي پر څرنګوالي اغېز لري، ځکه نو هر څوک له متن څخه د خپلې زمانې له غوښتنو سره سم اخځ کوي. په بل عبارت، موږ نن ورځ له زړو او لرغونو متونو سره د مخامخېدو پرمهال، تر ډېره د مؤلف او د اثر له تاریخي زمینې(Historical Context) بې خبره یو، له همدې امله په اثر د پوهېدو له پاره تفسیر او تأویل ته اړتیا لرو.

که څه هم د هېرمنو تیک له پاره به مناسبه ژباړه نه وي، خو د هېرمنوتیک اصطلاح پر وړانډې ډېرکله د «تفسیر» او «تأویل» کلمې هم کارول کیږي. د تفسیر او هېرمنوتیک توپير داسې دی لکه د ژبې او ګرامر.

هېرمنوتیک هغه علم دی چې د یوه اثر د فهم پروسه تر بحث لاندې نیسي او د خبرو، کړنو، سلوک، لیکنو او هنري آثارو په ګډون د بېلابېلو پدیدو د کره مانا موندلو څرنګوالی څېړي. د هېرمنوتیک علم د مېتودولوژي د نقد له مخې هڅه کوي د پدیدو د ښه او ژور پوهاوي له پاره لاره پرانیزي. یانې هېرمنوتیک دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه ده چې آیا داسې لارې او مېتودونه شته چې له مخې یې د یوه متن لوستونکي یا د یوه هنري اثر لیدونکي د متن یا اثر ثابته او مشخصه مانا په ګوته کړي؛ یانې دا چې د هر مخاطب درک او پوهاوی ځانګړی دی او له زده کړې سره توپیر لري. عنعنوي(Traditional) هېرمنوتیکان د ټولو دغه شان مفکرینو په څېر په دې عقیده وو چې د متن مانا لیکوال وضع کوي او له اثر څخه د لیکوال ذهن ښکاري. یانې دا چې د متن مانا د مؤلف د نیت په ولکه کې ده. مګر په نوي هېرمنوتیک کې د مانا د قطعیت له نه شتوالي خبرې کیږي، خو مطلب یې دا نه دی چې که د مانا قطعیت نه شته، نو هر څه بې مانا ولیکو! بلکې دغه نظریه لیکي چې د متن په پوهاوي کې څه پېښيږي. د لوستونکي ذهن متغییر دی او د متن مانا ثابته نه ده بلکې تل د بدلون او تغییر په حال کې ده.

په نوې دوره کې کرار کرار دا مسئله هم مطرح شوه چې آیا ژبه په اساسي توګه کولای شي مانا یا لږترلږه ټوله مانا انتقال کړي؟ په ځانګړې توګه ویتګنشتاین او اوستین په دې اړه مفصل بحثونه لري. دغې نظریې ته بیا وروسته د «ژبې فلسفه» وویل شوه.

په پای کې دغه بحثونه داسې ځای ته ورسېدل چې ویلای شو د شلمې پېړۍ اکثریت ادبي مکتبونه لکه نوي کره کتونکي، فورمالېستان او پسا فورمالېستان د مانا له قطعیت او د مؤلف له نیت(Aurhor’s intention) سره مخالف شول یا یې ورباندې شک وکړ. فورمالېستان په دې عقیده دي چې متن په هر حال مانا لري، خو داسې نه ده چې دغه مانا د قطعي او یوازینۍ وي.

ژاک دریدا د مانا د قطعیت د نه شتوالي په اړه وايي چې د متن مانا نسبي ده او تل ځنډیږي. رولان بارت په ۱۹۶۸ کال د «لیکوال مړینه» په لیکلو او میشل فوکو په ۱۹۶۹ کال د «لیکوال څه دی» (د څوک دی په ځای) مقالې په لیکولو سره، لیکوال د ادبي اثر له صحنې څخه حذف کړ. له بلې خوا د هیدګر او ګادامر په څېر فلاسفه و د متن د څو مانا والي مسئله مطرح کړه چې وروسته به ورته اشاره وشي.

تعریف

د هېرمنوتیک  له پاره د هغه د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل تعریفونه وړاندې شوي چې هر یو یې په خپل وار د دې معرفتي څانګې د اهدافو او وظایفو په اړه ځانګړي لیدلوري بیانوي. د هېرمنوتیک د جامع تعریف له وړاندې کولو مخکې لازمه ده څو هغه تعریفونه وړاندې کړو چې د مختلفو کسانو له خوا وړاندې شوي دي.

  1. جان مارتین کلادنیوس(1759-1710) د انساني علومو بنسټ د تفسیر هنر(Auslegekunst) بولي او هېرمنوتیک ته د دې هنر بل نوم وايي. د خبرو او لیکنو د عباراتو په پوهاوي کې داسې ابهامات منځ ته راځي چې پرې پوره پوهېدنه ناشونې کیږي. هېرمنوتیک، د خبرو او لیکنې د ټولو عباراتو بشپړ پوهاوي ته د رسېدو هنر دی. په دې هنر کې د قواعدو یوه ټولګه شامله ده. یانې منطق ته ورته یو څه چې د متن د ابهاماتو په پرانستلو کې له مفسر سره مرسته کوي.
  2. فردریک اګوست وولف له ۱۷۸۵ تر ۱۸۰۷ کالو د کلاسیکو مطالعاتو د دایرة المعارف په اړه خپلو لکچرونو کې هېرمنوتیک دا ډول تعریف کړی دی: «هغه علم چې د قواعدو له مخې یې د نښو مانا درک کیږي.» له دې علم څخه موخه د مؤلف یا ویناوال له فکر سره سم د هغه په لیکنو او خبرو پوهېدنه ده. د هېرمنوتیک له کړنو او تفسیر څخه دغه شان تلقي د پوهاوي عمل نه یوازې د متن ژبې ته محتاجوي بلکې تاریخي پوهې ته یې هم اړباسي. له تاریخي پوهې څخه هدف د لیکوال په ژوندلیک، تاریخي شرایطو او د استوګنځای په جغرافیا باندې پوهېدنه ده. ښه مفسر هغه دی چې په هر هغه څه پوه شي چې د لیکوال موخه او مقصد و.
  3. آرنېست دانیل شلایر ماخر(1834-1768) هېرمنوتیک ته د «پوهېدنې هنر» په توګه ګوري. دی د بد پوهاوي او ناسم پوهاوي مسئلو ته پاملرنه کوي او په دې عقیده و چې د متن تفسیر تل د ناسم پوهاوي له ګواښ سره مخ دی. له همدې امله، هېرمنوتیک د مېتودیکو قواعدو د یوې مجموعې په توګه باید د دې ګواښ د منځه وړلو له پاره وکارول شي. د دې ډول هنر له شته والي پرته به د فهم ترلاسه کولو هېڅ لاره پاتې نه شي.

له لومړي تعریف سره د دې تعریف توپیر دا دی چې کلادنیوس هېرمنوتیک ته اړتیا یوازې هغه مهال احساسوي چې د متن د فهم په لاره کې ابهام رامنځ ته شي، خو شلایر ماخر مفسر تل او د متن د هرې برخې په پوهاوي کې هېرمنوتیک ته اړ بولي؛ ځکه د ده د پام وړ هېرمنوتیک د ابهام له منځه وړلو له پاره نه دی تعبیه شوی بلکې هغه علم او پوهه ده چې د ناسم پوهاوي مخه نیسي او د ناسم پوهاوي امکان هغه احتمال دی چې همیشه وجود لري.

په بله مانا، د کلادنیوس په اند اصل د فهم او تفسیر سمون دی او د متن د پوهاوي جریان خپل عادي او طبیعي لاره وهي، مګر دا چې ابهام او مشکل منځ ته راشي او هېرمنوتیک د ابهام او پېچلتیا د لرې کولو له پاره کومکي علم (Auxiliary Science) ګڼل کیږي. حال دا چې د شلایرماخر په اند، اصل ناسم پوهاوی دی، مګر دا چې د هېرمنوتیک قواعدو په مرسته له ناسم پوهاوي څخه ډډه وشي. نو، که څه هم دواړه هېرمنوتیک ته د قواعدو د یوې ټولګې لرونکې هنر په سترګه ګوري، خو د دغو قواعدو محتوا او د دوی د تنظیم غرض له یو بل سره توپیر لري.

  1. وېلهلم دیلتای(1911-1833) هېرمنوتیک هغه پوهه ګڼي چې د انساني علومو له پاره مېتودولوژي وړاندې کوي. د ده د هېرمنوتیکي هلو ځلو اصلي هدف د انساني علومو د اعتبار او ارزښت لوړول او له تجربي علومو سره یې برابرونه دی. د ده په اند، د تجربي علومو له قضایاوو څخه د ډاډ ترلاسه کولو راز د هغو د مېتودولوژۍ په روښانتیا او وضاحت کې دی او د دې له پاره چې انساني علوم هم علم(Science) شي، لازمه ده چې مېتودولوژي یې روښانه، ټول ګډ او ثابت اصول او بنسټونه یې چې د انساني علومو او قضایاوو د تصدیقاتو پایه جوړوي، روښانه او په ګوته شي.
  2. د بابنر(Bubner) په نوم یوه معاصر جرمني لیکوال په ۱۹۷۵ کل د «استعلايي هېرمنوتیک» په نوم خپله یوه مقاله کې ولیکل چې، هېرمنوتیک د «فهم دکترین[1]» دی.

دغه تعریف د مارتین هیدګر او هانس ګادامر له فلسفي هېرمنوتیک سره بشپړ تناسب لري؛ ځکه له فلسفي هېرمنوتیک څخه موخه د فهم د ماهیت بیان دی. فلسفي هېرمنوتیک د تېرو هغو پر خلاف، نه د متن د فهم په مقولې پورې تړلی او نه د انساني علومو د فهم په چوکاټ کې ځان محدودوي. فلسفي هېرمنوتیک مطلق فهم ته پاملرنه لري او هڅه کوي د پوهاوي پېښه تحلیل او وجودي شرایط یې بیان کړي.

پورته پنځه تعریفونه د وړاندې شویو تعریفونو یوازې یوه کوچنۍ برخه تشکیلوي. خو بیا هم د دې ټکي د بیان له پاره بسنه نه کوي چې د هېرمنوتیک بحثونو لمنه ډېره پراخه ده. دغه تعریفونه په ډاګه کوي چې د هېرمنوتیک بحثونو قلمرو څه ډول له تاریخي بهیر، تنوع او ودې سره مل پراختیا موندلې او د دیني او حقوقي متونو د تفسیر له پاره د لارښود په توګه د هېرمنوتیک د معرفي کولو له حده یې ارتقا کړې ده.

ښکاري چې هېڅ یو له پورته تعریفونو نه شي کولای د هېرمنوتیک اړوند نظري هلو ځلو معرفت وړاندې کړي. دغه ناتواني یوازې په پورته تعریفونو پورې اړونده نه ده، بلکې عملا ً د داسې جامع تعریف وړاندې کول ناشوني دي چې ټول هېرمنوتیکي عقاید او مکتبونه تر پوښښ لاندې ونیسي. ځکه د هېرمنوتیک د رسالت، هدف او کړنو په اړه داسې متفاوت لیدلوري وجود لري چې کله کله په بشپړه توګه متباین او د جمع کولو وړ نه وي. د مثال په توګه، وېلهلم دیلتای هېرمنوتیک ته د متونو د پوهاوي علم نه وايي بلکې د مېتودولوژۍ او معرفت پوهنې له ډولونو یې ګڼي او وايي چې په عامه توګه د انساني علومو په خدمت کې دی. له بلې خوا، فلسفي هېرمنوتیک چې له هیدګر سره پیل کیږي د یوه بشپړ متفاوت لیدلوري له مخې، هېرمنوتیک د مېتودولوژۍ او معرفت پوهنې له سطحې څخه د فلسفې او موجود پوهنې(Ontology) سطحې ته لوړوي.

که د جامع او کره تعریف له وړاندې کولو ډډه وکړو، د دې امکان شته چې د اذهانو د روښانولو او دې ټکي د اجمالي تعیینولو له پاره تسامحي او تحمیلي تعریفونه وړاندې کوو چې هېرمنوتیک د بحثونو په کوم ډول پورې اړه لري. د بېلګې په توګه، پل ریکور د «هېرمنوتیک رسالت» مقالې په پيل کې دا ډول تعریف وړاندې کوي: «هېرمنوتیک د متونو د تفسیر پرمهال د خپلو اړیکو په جریان کې د فهم د عمل تیوري ده». یا، ریچارد پالمر هم په همدې موخه، هېرمنوتیک دا ډول تعریفوي: «اوسنی هېرمنوتیک د پوهاوي(Understanding) د ماهیت په اړه د جرمني او فرانسې د فلسفي تأمل د اصل وړاندې کوونکی دی چې د شلایرماخر، دیلتای او هیدګر له خوا یې پراختیا موندلې او نن ورځ د ګادامر او ریکور له خوا وړاندې شوی.»

ریښه

هېرمنوتیک له Hermeneuein یوناني فعل څخه سرچینه اخلي چې د «تفسیرولو» مانا لري او له هېرمس(Hermes) کلمې سره ګډه ریښه لري. هېرمس د زیوس او مایا زوی او په یوناني اساطیرو کې د پیغام رسولو خدای او هغه څوک دی چې د لیک او ژبې مخترع ګڼل کیږي. هېرمس هغه واسطه وه چې د مفسر او تشریح کوونکي په توګه یې د خدایانو هغه پیغامونه خلکو ته په اسانه ژبه بیانول چې د عادي وګړو له فهم او درک څخه لوړ ګڼل کېدل. د هېرمس کار د پوهولو پروسه وه او په دې پروسه کې د ژبې عنصر حساس رول پر غاړه لري.

یو شمېر څېړونکي د تفسیر د عمل دری ضلعي جوړښت د دې ریښې موندلو نښه او له هرمېس خدای سره د هېرمنوتیک کلمې ارتباط بولي. په هر ډول تفسیر او شرحه کې دری ضلعې شاملې دي:

  1. نښه، هغه پیغام یا متن چې فهم او تفسیر ته اړتیا لري
  2. د پوهولو واسطه یا مفسر (هېرمس)
  3. مخاطب ته د نښې یا متن د پیغام رسول

په دغه لنډ جوړښت کې د هېرمنوتیک تر ټولو اصلي بحثونه شامل دي. یانې د متن د ماهیت، د متن له فهم څخه هدف، له پیش فرضونو او باورونو څخه د فهم د اغېزمنتیا څرنګوالي په شان بحثونه.

د پوهې او معرفت د یوې څانګې په توګه د دې لفظ له استعمال سربېره چې د «s» له توري سره مل وي، هېرمنوتیک د «s» له توري پرته، په اسمي او وصفي ماناوو هم کارول کیږي. د دې لفظ په اسمي کارونه کې کله کله «s» توری په پای کې ذکر کیږي او کله هم نه. هېرمنوتیک د هېرمنوتیکي تفکر په حوزه کې د شته څانګو، عقایدو او مکتبونو له پاره د نوم په توګه ګڼل کیږي. د مثال په توګه کولای شو د سپېڅلي کتاب هېرمنوتیک، ادبي هېرمنوتیک، د مېتودولوژۍ هېرمنوتیک، هیدګر هېرمنوتیک او… ته اشاره وکړو.

د دې لفظ وصفي کارونه په دوو بڼو «hermeneutic» او «hermeneutical» ده. د مثال په توګه کولای شو د هېرمنوتیکي تیوري (hermeneutic theory)، هېرمنوتیکي الهیاتو(hermeneutic theology)، هېرمنوتیکي پېښه(hermeneutical event)، هېرمنوتیکي موقعیت(hermeneutic situation) او … په څېر ترکیبونو ته اشاره وکړو.

له دې ټولو سربېره، د هېرمنوتیک لفظ په لغوي ریښه موندنه کې دقت او موشګافي د معاصر هېرمنوتیک له ماهیت پېژندلو او د هغه د لمنې د پراختیا له موندلو سره هېڅ راز مرسته نه شي کولای. د هېرمنوتیکي بحثونو د واک سیمې پراختیا او د هغه داخلي تحولات او بدلونونه له لغوي مانا او ریښې سره منطقي ارتباط نه لري تر څو وکولای شو د هېرمنوتیک د لغت پېژندنې په سیوري کې د نني هېرمنوتیک د ژور پوهاوي پر لوري لاره پرانیزو.

مخینه

هېرمنوتیک اصطلاح په پخواني یونان کې هم په متفرق ډول مروجه وه او ارستو دغه لفظ د خپل ارګانون کتاب د منطق فصل له پاره وکاراوه او پري ارمنیاس(Peri Hermeneias) «د تفسیر په باب» یې ونوماوه. نوموړي په دې اثر کې د انسان د خبرو ګرامري جوړښت تر بحث لاندې ونیو، خو بیا هم هېرمنوتیک اصطلاح د رنسانس تر زمانې او د مذهبي سمون یا شپاړلسمې میلادي پېړۍ پورې لاهم خارجي تحقق ونه موند.

تر اووه لسمې میلادې پېړۍ پورې داسې منظم او مرتبط بحثونه نه لرو چې د علومو یوه څانګه دې تشکیل کړي او هېرمنوتیک نوم د پرې کېښودل شي. متن پوهان ډان هاور(Donn Hauer) هغه لومړنی کس بولي چې دغه لفظ یې د علومو د یوې څانګې د معرفي کولو له پاره وکاراوه. نوموړي په ۱۶۵۴ میلادي کال دغه کلمه د خپل یوه اثر د نوم له پاره په پام کې ونیوه. ډان هاور په دې عقیده و چې د ټولو علومو دالان او دهلېز د تفسیر مېتود دی او د معرفت په هره څانګه کې باید د تفسیر علم شامل وي. اصلي خبره دا ده چې هغه مهال داسې ګومان کېده چې د حقوقو، الهیاتو، فلسفې، طب او … په شان د علومو هرې څانګې ته باید د تفسیر په مرسته، په ځانګړې توګه د متن د تفسیر له مخې تغذیه او وده ورکړل شي. نو باید داسې علم هم وجود ولري چې د دې ډول مېتود معرفي کول او پېژندنه پر غاړه واخلي. همدا لامل دی چې د هېرمنوتیک مفهوم د علومو د یوې څانګې په توګه، یوه نوې او مدرنیته دورې پورې تړلې پدیده ده.

که څه هم (hermeneutike) یوناني کلمې د اپلاتون له وخته رواج موندلی، خو لاتیني معادل یې یانې (hermeneutica) له اووه لسمې میلادي پېړۍ را وروسته د بشري معرفت د یوې ځانګړې څانګې د اصطلاح په توګه کارېدلې ده. له همدې امله د هېرمنوتیک د مخینې څېړنه له اووه لسمې پېړۍ څخه پیلوي او له دې وړاندې دوره د هېرمنوتیک مخنی تاریخ(pre history) بولي.

د تاریخي دورو په لحاظ د هېرمنوتیک ډولونه:

هېرمنو تیک له تاریخي پلوه په درېیو دورو وېشل کیږي: کلاسیک، فلسفي او ماډرن

کلاسیک هېرمنوتیک

د منځنیو پېړیو او د کاتولیک مسیحیت د واک او نفوذ له منځه تګ وروسته، سپېڅلی کتاب(تورات) د کلیسا له سیوري را ووت او د عامو وګړو منځ ته راغی. په دې وخت کې خلکو د سپېڅلي کتاب د لوستلو او پوهېدلو آزادي ترلاسه کړه، خو داسې قواعدو ته اړتیا وه چې د کتاب په تفسیر کې د ګډوډیو مخه ونیسي او خلکو ته د اصلي مانا د پوهېدلو دروازې پرانیزي.

شلایرماخر او ویلهلم دیلتای هغه دوه تنه پوهان وو چې په نولسمه پېړۍ کې یې د هېرمنوتیک علم له پاره لومړني اصول وړاندې کړل. دغه دوه کسان په دې باور وو چې د هر اثر له پاره یوه غايي او یوه اصلي مانا وجود لري او دا د مفسر دنده ده چې د اثر پېژندلو، د متن د داخلي نښو څېړلو او د تفسیر د لارو چارو سمولو له لارې هڅه وکړي څو د متن اصلي مانا ترلاسه کړي. دیلتای په دې اند و چې د متن د ښه پوهېدو له پاره باید د مؤلف په نیت خبر شو او ځان پوه کړو چې ده خپل متن د څه له پاره او په کوم هدف ایجاد کړی دی.

فلسفي هېرمنو تیک

په شلمه میلادي پېړۍ کې هېرمنوتیک لوی تحول وموند او دغه علم نوي پړاو ته داخل شو چې اصلي عوامل یې د نیچه، هایدګر، هانس ګیورګ ګادامر، پل ریکور او… په شان د نړۍ ستر او نامتو علما او فلاسفه ګڼلی شو. په دې دوره کې د فهم مېتودیک کولو هڅې په ځای، د فهم د ماهیت په اړه بحثونه رامنځ ته شول او د دې مهال فلاسفه و د دې ټکي د ثبوت هڅه پیل کړه چې د «اصلي مانا» او د «مؤلف د نیت» په نوم څه نه شته، بلکې فهم هغه څه دی چې د مفسر په افکارو کې انځوریږي. د هر مفسر فهم د هغه په زمانه، ټولنه، فرهنګ او روزنه کې ریښه لري او دغه عوامل د مفسر د ذهن واک سیمه په لاشعوري توګه تر کنټرول لاندې نیسي او دی نه شي کولای له دې دایرې بهر فکر وکړي او په څه پوه شي. ځکه نو ویلای شو چې فهم یو ناڅاپي او د مفسر له تاریخي مخینې سره تړلی امر دی چې د یوې پېښې په بڼه د هغه په ذهن کې منځ ته راځي او له هېڅ امله د کنټرول او د مېتود په قالب کې د تعریف وړ نه دی. د متن د هر لوستونکي اخځ او پوهاوی په همده پورې ځانګړی دی او د یوه متن د لوستونکو له شمېر سره سم، بېلابېلې ماناوې ترې اخستل کیږي.

نوی یا ماډرن هېرمنوتیک

په معاصره دوره کې ډېرې هڅې شوې چې د فلسفي هېرمنوتیک برعکس د اصلي مانا ترلاسه کولو له پاره ځانګړې لاره او مېتود وړاندې شي. د دې دورې دوو سترو استازو امیلیوبټي(Emilio Betti) او اریک هرش( (Eric Donald Hirsch د هایدګر او ګادامر لیدلوري تر کره کتنې لاندې ونیول او هڅه یې وکړه چې د کلاسیک هېرمنوتیک تجربې له سره وکړي او هم د شلایرماخر او دیلتای د ذهني اندېښنو له پاره منسجمه او اصولي قاعده تعریف کړي؛ داسې قاعده چې هم «د فهم مېتود» توجیه کړي او هم د «وروستي فهم» یا مانا په موندلو پای ته ورسیږي. اریک هرش په دې اند دی چې د متن په تفسیر کې دوې له یو بله جلا انګېرنې وجود لري: لومړی هغه مانا چې د متن له کلمو څخه اخستل کیږي؛ او بله د هغې دورانې مانا شواهد چې اثر په کې تفسیریږي. یانې دا چې لفظي مانا تل ثابته وي، خو د دې مانا شواهد په هره دوره کې سره توپیر لري. د مثال په توګه، د قلم مانا ممکن په یوه دوره کې «درګه» وګڼل شي، په بله دوره کې «سکور» او په بله دوره کې «خودرنګ»! خو په دغو دری واړه دورو کې د قلم مانا له یوه شي ها خوا نه ځي: «د لیکلو وسیله»! نوموړی همدارنګه باور لري چې که څه هم  ډېر کله ناشونې ده د لیکوال د پام وړ اصلي مانا ترلاسه کړو، خو د یوه سم مېتود کارونې، ناسم پوهاوي نفی کولو او ژور فکر له لارې کولای شو د فهم داسې درجه ترلاسه کړو چې له نورو کسانو ښه او د لیکوال اصلي موخې ته نیږدې وي؛ ځکه نه شي کېدای هر ډول تفسیر سم وي.

هېرمنوتیک او د قرآن تفسیر

اسلامي علماوو له ډېر پخوا راهیسې د اسلام د سپېڅلي کتاب قرآنکریم په تفسیر کار کړی او په دې لاره کې د تفسیر ګڼ کتابونه لیکل شوي دي. د تفسیر بنسټونه او اصول د اسلامي علماوو او قرآن څېړونکو د مېتودولوژیکو بحثونو یوه برخه ده، خو له دې امله چې دغه بحثونه لاهم د خپل تکوین له لومړنیو پړاوونو تېریږي، لایې هم د دې علم له نورو څانګو خپل بشپړ استقلال نه دی ترلاسه کړی. هېرمنوتیک بحثونه له ډېرې پخوا راهیسې د غربي فلاسفه و، ادیبانو او الهیونو ترمنځ مطرح وو، خو په نوې پېړۍ کې ځانګړې پاملرنه ورته وشوه او د پوهانو په وړاندې یې نوې پوښتنې رامنځ ته کړې.

د اسلامي علومو په واک سیمه کې داسې خپلواک علم او ځانګړې څانګه نه شته چې د هېرمنوتیکي مسایلو د څېړنې له پاره بسنه وکړي، خو د تفسیر، حدیث، فقه، فلسفې، کلام او ادبیاتو په څېر اسلامي علومو په مختلفو څانګو کې ځینې بحثونه مطرح شوي که څه هم یو شمېر یې هېرمنوتیک بولي، مګر له هېرمنوتیکي بحثونو سره ټکر لري. هېرمنوتیک له دوو اړخونو دیني تفکر تر اغېز لاندې نیسي. لومړی دا چې د هېرمنوتیک بحثونو یوه برخه د مطلق پوهاوي په اړه فلسفي تفکر ته ځانګړې ده چې په دې ډول تأملاتو کې د پوهاوي پر ماهیت، د پوهاوي ترلاسه کولو پر وجودي شرایطو او اصلي ځانګړتیاوو قضاوت کیږي او په اړه یې عام احکام صادریږي؛ د دغو احکامو په لمنه کې د مقدسو متونو فهم او تفسیر هم ځای نیسي او په پایله کې د دیني معرفت له بحثونو سره اتصال مومي. دویم، د وحی او الهي کلام پر متونو د ابراهیمي ادیانو ابتناء د دې لامل شوې چې دغه ادیان د متونو له پوهاوي او تفسیر سره اړوند نظریاتو څخه اغېزمن شي. د دیني فرهنګ او د تفسیر د مقولې ترمنځ دغه ژوره اړیکه باعث شوې چې د متن د پوهاوي او تفسیر په برخه کې نوي نظریات وړاندې شي. له دې امله چې زموږ دیني تفکر د متن پر محور چورلي او قرآن او حدیث د دین د دوو سترو منابعو په توګه د متن له ډول څه دي، د متن د پوهاوي په اړه هر ډول تحول کولای شي له دغو سرچنیو څخه زموږ د پوهاوي په کچه تغییر راولي. هېرمنوتیک هم په خپل قلمرو او اهدافو کې له پراخو تحولاتو او اندېښنو سربېره، تل د متن د پوهاوي پر مقوله ټینګار کوي او له نورو معرفتي څانګو سره یې تعامل هم د همدې توجیه پوروړی دی. له دې امله چې د قرآن تفسیر هم د متن د پوهاوي هڅه ده او د متن پوهاوی د هېرمنوتیک تلپاتې اندېښنه ده، نو کولای شو د دغو دوو د تعامل له پاره ډېرې زمینې ولټوو. البته دا هم باید وویل شي چې د متن د پوهاوي په برخه کې د دغو دوو جریانونو لیدلوری په ځینو برخو کې توپیر لري او په دیني متونو کې د تقدس مسئله مطرح ده.

د غربي نړۍ هېرمنوتیک د سپېڅلي کتاب په تفسیر کې ریښه لري او له سنت اګوستین او سنت توماس څخه نیولې تر شلایر ماخر پورې ټول روحانیان وو او اصلي اندېښنه یې د سپېڅلي کتاب د متن سم پوهای و. د مسلمانو علماوو ترمنځ هم د قرآن کریم تفسیر مفصل تاریخ لري او د ګڼو مېتودونو له مخې په دې اړه سلګونه کتابونه لیکل شوي دي.

د مصر یو شمېر علماوو لکه محمد ابراهیم شریف په «اتجاهات التجدید فی تفسیر القرآن»، عفت محمد رقاوي په «الفکر الدینی فی مواجهة العصر» او نصر حامد ابوذید په «نقد الخطاب الدینی» کې هڅه کړې چې د قرآنکریم په تفسیر کې له هېرمنوتیک څخه کار واخلي.

د فلسفي یا مفهومي هېرمنوتیک په اړه خپله په قرآن کې د محکماتو او متشابهاتو خبره ده. په محکماتو کې د چون او چرا ځای نه شته خو په متشابهاتو کې د تأویل او تفسیر دروازه خلاصه ده. په دې اړه د دوو هېرمنوتیکي ټکو یادونه اړینه ده:

  1. هرځای چې ناسم پوهاوی شته، تفسیر او تأویل هم شته.
  2. د متشابهاتو په اړه د آل عمران سورت په درېیم آیت کې راغلي چې په سم تفسیر یې خپله له خدای(ج) پرته بل څوک نه پوهیږي، باید وویل شي چې د مؤلف په نیت پوهېدل هم ناشونی کار دی.

نَزَّلَ عَلَيْکَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِما بَيْنَ يَدَيْهِ وَ أَنْزَلَ التَّوْراةَ وَ الْإِنْجيلَ(ال عمران، درېیم آیت)

ژباړه: په حقه یې تاته هغه کتاب نازل کړی چې پخواني کتابونه ریښتیني ګڼي.

د متنونو د هېرمنوتیک په اړه یو شمېر لیدلوري ښايي د قرآنکریم له تفسیر سره سمون ولري(لکه د ویناوال په نیت پوهېدلو ټینګار چې د قرآنکریم په تفسیر کې هم پرې ټینګار شوی). مګر ځینې نور لیدلوري د مؤلف نیت ته بې اعتنايي کوي، د قرآنکریم له تفسیر سره سر نه خوري.

اخځلیکونه:

  1. درآمدي بر هرمنوتيك، احمد واعظي، مؤسسه‏ فرهنگي دانش و انديشه معاصر، 1380 ش.
  2. هرمنوتيك مدرن، بابك احمدي، مهران مهاجر، محمد نبوي، نشر مركز، تهران، 1377 ش.
  3. هرمنوتیک، کتاب و سنت. محمد مجتهد شبستری. تهران: انتشارات طرح‌نو.
  4. هرمنوتیک فلسفی و نظریه ادبی. جوئل واینسهایمر. ترجمهٔ مسعود علیا. تهران: نشر ققنوس.
  5. شمیسا دکتر سیروس، نقد ادبی. انتشارات فردوس، تهران ۱۳۸۳.
  6. علم هرمنوتیک، ریچارد پالمر، ترجمهٔ محمد سعید حنایی کاشانی، نشر هرمس، ۱۳۹۰.
  7. هرمنوتیک، ادبیات، گفتگوبامتن، دکتر عزت‌الله سپهوند، نشر علم، تهران، ۱۳۹۱.

[1]  هغه نظریه او د فکري سیسټمونو مجموعه چې د ټاکلو اصولو له مخې جوړه شوې وي.

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *