Categories

اعلان

Loading…

زنګ/ اجمل پسرلی

د پراګ په زړه کې د زړې کلیسا ور پرانیستی و. ګرځندویان ورننوتل.  په تیاره کلیسا کې له رنګه هندارو رالویدلې رڼا ته د مجسمو سره زر بریښیدل.

خلک شاوخوا غلي ولاړ وو. د نم بوی و. د ولادیمیر پر اوږه مې لاس کیښود، اشاره مې ورته وکړه چې زه وځم.

دی هم پسې راووت، ورته ومې ویل:

-عجبه نه ده په خپل لاس یو شی وتراشه بیا یې په یو ویشتمه پيړۍ کې عبادت کوه

ده شونډې بوڅې کړې. د کلیسا د زنګ ټنګا شوه، ولادیمیر سترګې کش کړې:

-دوه زره کاله مخکې دا ښه موسیقي وه خو اوس…

-غوږونه خوري

د موبایل د پیغام ټنګ شو، ولادیمیر ورته وکتل، بیا یې د کلیسا برج ته لاس ونیو:

– دا د کلیسا خبر ولې په ( ایس ایم ایس) کې نه لیږي هم به خلک په ارامه وي او هم به ډیرو ته رسیدلی وي که یې پخوا خلک داسې خبرول هغه وخت خو وسایل نه و

-ښایي علت به یې دا وی چې پخوانۍ زمانې ته څوک ورولي

– کیدای شي چې د کلتور د ساتلو لپاره د کال په خاصو ورځو کې دغه عادتونه وساتو هر ورځ سړی په عذابوي، یو به ناروغ وي، د بل به نه خوښیږي.

له سړکه پورې وتو. د موټرو په غږونو کې د کلیسا ټنګ ټنګ ورک شو.

پراګ

247 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸