Categories

د استاد شپون جنازه په لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه

تاند-  د استاد سعدالدین شپون جنازه نن /جمعه/ په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه.

د استاد شپون جنازه له امریکا څخه په الوتکه کې سهار وختي د کابل هوايي ډګر ته راورسول شوه او د سلګونو مینه والو په بدرګه تر لغمان ولایت پورې ورسول شوه.

استاد شپون وصیت کړی و چې د خپل نژدې ملګري استاد پوهاند حسن کاکړ د مزار ترڅنګ دې خاورو ته وسپارل شي.

د استاد شپون د جنازې مراسم (3 وېډیو) د استاد جنازه په لغمان کې د ارواښاد حسن کاکړ مزار تر څنګ خاورو ته سپارل کیږي. همدا د استاد وصیت و. د استاد جنازه نن سهار کابل ته د حامدکرزي هوایي ډګر ته راوړل شوې وه او بیا لغمان ته ولېږدول شوه. روح یې ښاد او جنتونه یې نصیب.آمین Saduddin Shpoon

Nai-post ni Noor Gul Shafaq noong Huwebes, Setyembre 14, 2017

2 comments

  1. منګل Reply

    د فردوس جنت یی ابادي ځای شه،روح یی ښاد او یاد یی تل پاتې لرې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *