Categories

اعلان

Loading…

د کلي شپون | اسدالله غضنفر

پوره دوه کاله پخوا په همدې ورځو شپو کې زه او څو نور دوستان له استاد شپون سره شمالي ته روان وو چې د راغب صاحب د انګورو په ښکلي باغ کې ترخه ښوروا وخورو او خواږه مجلسونه وکړو.

استاد په لاره کې وويل :« په خيال کې هميشه خان اباد ته روان يم او له هغه سړکه عجب خوند اخلم چې د کندز او خان اباد تر مينځ دى . د کروندو يخه هوا لګيږي… کور ته چې به ورسېدو، خويندو به چاپي کولو.»

د استاد بله خبره دا وه :« د مازديګر او ماښام تر منځ کلي ته په رسېدو کې یو خوند و چې په ټوله امريکا کې نشته.»

په موټر کې د استاد ورور صلاح الدين خان هم ناست و.

ما صلاح الدين خان ته وويل : په چارتوت کې مو هغه پلارنى کور پاتې دى؟

هغه وويل : نه، کڼدواله دى.

 استاد د چارتوت په باره کې چې هلته زیږېدلی او د عمر لومړي کلونه یې تیر کړي وو، په خپلو کیسو او نورو لیکنو کې په تفصیل سره غږیدلی دی. دی په شپاړلس کلنۍ کې له کلي کابل ته راغی او په حبیبیه کې شامل شو. له دې پیښې دیارلس کاله وروسته یې له کوره د مسافر کېدلو شېبې داسې انځور کړې:« مور مې راته په ګونډو شوه. د شنه پاچ پګړۍ یې چې ول ول په غاړه را لوېدلې وه، په سر راوتړله او په دواړو مخو یې چپ کړم. بیا یې زما مخ په دواړو پستو لاسو کې ونیو او همداسې یې راته کتل او په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې. په ژړغونې غږ یې راته وویل: ځه ورځه بچیه، زه پوهېږم چې ته د اوبو ماهی یې، ځه خپل همت دې مل شه!

 زه اریان پاتې شوم چې خدایه دا څنګه چل دی، پخپله خوښه مې کابل ته لېږي او بیا راته وایي چې ته د اوبو ماهی یې!

 خو نن چې له هغې ورځې دیارلس کاله تېر دي، د مور هماغه غږ مې په غوږو  کې لکه ګونګړو داسې شرنګېږي. اوس هم چې کال یو وار خان اباد ته لاړ شم، د مور په زنګانه سر ږدم او زارۍ ورته کوم چې ادکو زه به سترګې پټې کړم ته راته یوه شیبه للو وایه! ادې للو راته وایي او خویندې او وروڼه راپورې خاندي او هیڅوک نه پوهېږي چې دا لړزنده غږ مې په زړه کې د اسرافیل د شپېلۍ په شان د عواطفو او احساساتو څه قیامت جوړوي. زه یې هم چا ته نه وایم، ځکه نورو ته څه اهمیت لري چې د پسرلي یوه ورځ مې ادې د ویالې په غاړه وېلني کول، زه یې په اوږو سپور وم او د لمدو خټو، د بادام د ګلونو، د ولې د تاندو لښتو او د پسرلي خاورین بوی سره یو ځای کېدل او د ټولو د ترکیب نه داسې یوه وږمه جوړېده چې لکه هیر کړی خوب غیر مجسم وي…»[ اوسني لیکوال، دویم ټوک]

 دی له کلي ووت، مګر د کلي یادونه یې له ذهنه ونه وتل او د هغه په باره کې یې  ډیر څه ولیکل؛ ولې؟

 ځکه چې د وخت په تېریدو سره یادونه ځوروونکي شي. بنیادم احساس کړي چې تللې زمانې نه راګرځي، نو په خیال کې یې غواړي. که دغه خیالونه هنري شي، تخییل یې بولو او د بنګي غاړې کیسې ورنه سازې شي. دا کیسې استاد په څو پنځوس کلنۍ کې وکښلې. یعنې هغه وخت چې په امریکا کې مهاجر و، وطن ته راتګ مشکله و، مور او پلار په فاني دنیا کې نه وو او وروڼه او خویندې د مني د پاڼو په شان تیت و پرک شوي وو.

 له بلې خوا له استاد سره د خپلې ټولنې د بهتري غم و. له خلکو سره یې مینه وه خو د دوی له ځینو ارزښتونو او خویونو سره یې جنجال و او ارزو ورسره وه چې کلیوال په خپلو ارزښتونو کې بیاکتنې ته راوبولي. دغه غوښتنه محتوا شوه، هغه احساس محرک شو او ایروني، ولسي ژبه او تصویري ژبه عمده وسیلې شوې چې دردونه او خاطرې په خواږه او لا رسا انداز بیان شي.

 شخصي دردونه هغه وخت د هنر په پنځولو کې ښه پکاریږي چې اجتماعي اړخ پیدا کړي او په مشترک درد بدل شي. استاد چې خپلې شخصي خاطرې له اجتماعي حقایقو او ناخوالو سره یو ځای کړې، د عالي هنر په پنځولو کې یې پکار راغلې.

 استاد شپون ته به خاطرې او دردونه تقدیر ورکړي وو، مګر اجتماعي عنصر ته پام یې د پراخ نظرۍ او اخلاقي شخصیت نتیجه وه او خوږ او رسا انداز یې د زحمت برکت و.

 د کمپیوټر تر رواجېدو له مخه یې یوه ورځ د ښي لاس د شهادت ګوتې سرکیني بند ته اشاره وکړه، ویې ویل:«دغه ځای لکه زخه کلک دی، ځکه چې قلم مې ورباندې ډیر نیولی دی.» د کمپیوټر له رواجیدو وروسته استاد د افغانستان په لومړنیو لیکوالو کې وو چې د قلم ځای یې کمپیوټر ته ورکړ. د ده اکثره لیکنې داسې اېسي لکه بې زحمته چې لیکل شوې وي خو برعکس، د عظیم زیار پایلې دي. په اصیل ادبي اثر کې هنرنمایي نه بلکې هنر وي. اصیل هنر لوستونکي ته طبیعي ښکاري، لکه ګل چې غوړیږي یا اوبه چې بهیږي.

 د استاد د نثر په هغو جملو کې چې له اوسني لیکوال څخه رااقتباس شوې، د نثر په حسي او تصویري خصوصیت سربیره یو بنیادي تناقض وینو. مور خپل زوی سفر ته استوي او په عین حال کې ژاړي چې زوی یې مسافر کېږي. دغسې تناقضات د ژوند له ماهیت سره تعلق نیسي. موږ روان ښارونو ته یوو خو ارمان د کلیو کوو. شېرعالم بل څوک نه بلکې خپله معشوقه مېمونۍ وژني. موږ په هغه چا ډیر بدګومانه کېږو چې ډیره مینه ورسره کوو. زموږ توقع وي چې له دغه غره که واوړو، مزل به اسانه شي خو په بله غاړه کې لا دنګ غر د نکلونو د تور دیو غوندې په څوکې راته ناست وي.

د ژوند د سیکې یو مخ په بل مخ پورې خاندي. د دې سیکې د دواړو غاړو د نندارې لپاره آیروني او مختلف ډولونه یې ډیر پکارېږي. استاد شپون زموږ تر بل هر لیکوال دغه حقیقت ته زیات متوجه شوی و.

استاد یو وخت ویلي یا لیکلي و چې واقعیت یووستوی نه وي. مطلب یې دا و چې واقعیت په تور او سپین نه ویشل کېږي، بلکې ډیر پیچلی دی. ده د ژور او پیچلي واقعیت د متضادو او متناقضو ټوټو د کوشیرولو لپاره طنز او آیروني ته مخه کړه. د استاد شپون سبک چې هر څومره پخېده، هغومره یې آیروني ته توجه زیاتېده او د احساساتو کنټرول ته یې پام کاوه. ده به ویل چې لیکوال دې نور وپاروي خو د لیکلو په شېبو کې دې خپل احساسات په کنټرول کې وساتي ځکه د ده تخییل که پارېدلی حالت ولري، مثال یې د هغه ترکاڼ دی چې د دروازې د جوړولو په وخت یې لاس ریږدي.

 ده ته په اخره کې ډاکتر ویلي و چې صرف درې میاشتې نور به ژوندی وي. په دې موده کې چې ده له دوستانو سره خبرې کولې، خبرې یې له طنزه خالي نه وې، انداز یې سوړ و او احساساتي نه شو. ما ته یې د اسد په پنځه ویشتم ماخوستن، چې غږېدا لا ورته ډیره سخته نه وه، په تېلفون کې وویل:« دغه زما مړی میرات مړی مو پکار دی؟» منظور یې  دا و چې مړی یې وطن ته ولېږدول شي. ما وغوښتل د مرګ له تصوره یې راوباسم خو ده وویل: « دغه شی دروغ نه وي.»

  د ده سبک د نورو پیښې نه وې بلکې د روح سیوری یې و چې د کلمو جامه یې اغوستې وه. دی چې د خوشحال خټک غوندې د ځان په بیان کې زړه ور و، خپل سبک او خپل انداز ته ډیر ورته و. ده د خپلو لیکنو په شان خندان او بې ریا ژوند وکړ. د ده مجلس ته به که څوک ناکراره او پارېدلی هم راغی، ارام او موسکی به ستنېده. لیکنې یې هوبهو همداسې دي.

استاد شپون (د بنګي غاړه) په سریزه کې لیکي:« پښتو کيسه ليکوالو ته خواستونه کوم چې د خپلو تجربو نه قلم هاخوا مه چلوئ. د پښتونخوا په چاپيريال کې ټول هغه اجزا موجود دي چې ادبي شهکارونه پرې مرتب شي.»

 دی د خپل عصر په کیسه لیکوالو نیوکه کوي چې:«اکثر اوسنۍ کيسې د يوه کلي صحنه داسې ترسيموي، د يوه بزګر کړه وړه او مشغولا داسې ښيي، د يوه انجلۍ د مينې او نامرادۍ تصوير داسې انځوروي چې د پښتونخوا د بل هر کلي سره سمى خوري. دا غلط تصوير، غلط ترسيم او غلط انځور دى. هر کلى بانډه ځانله شخصيت او ځانکړى موجود دى. د چارتوت د کلي په اتل باندې مثلا د ده سبز د کلي د اتل کانې کول سم نه دي او نه دوى د خاصو تجربو لاندې سره ورته عکس العمل ښيي. تجربې به سره ورته وي او دا ځکه چې په ټولو بنيادمانو کې ځينې شيان لکه زيږېدل، لويېدل، زړېدل، مرګ، لوږه ، ناروغي…شريک وي. فرق په هغو ارزښتونو او معيارونو او وسايلو کې دى چې د دغو مشترکو  شيانو سره په سلوک کې کاريږي. دلته دى چې بنيادم د خپل مجرد مفهوم نه مشخص ته ځي.»

 استاد شپون په خپل کلي او چاپیریال کې د تخییل په مرسته د ژوند کولو فرصت راکړ. ده د چارتوت او چاپیریال روښان انځورونه راته پریښودل او په خپلو لیکنو، ویناوو او درسونو کې یې د دا رنګه انځورونو د ایستلو لارې چارې راوښودې. پکار خو دا ده چې د پیاوړیو لیکوالو د هنر په برکت د وطن په نورو کلیو او بانډو کې هم ژوند او زمانې خوندي شي. غني خان د وطن په باره کې ویلي وو چې: «ستا زړه کې پرتې دي ټولې تللې زمانې زما»

    د سنبلې درویشتمه، ۱۳۹۶

19 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *