Categories

اعلان

Loading…

فکر (لنډه کیسه) لیکوال: نجیب الله خان

ژمی و، ساړه له پوستکي وتلو، د لندن کوڅې له خلکو تشې وې، پخوانۍ بیرو بار پکې نه وو. واوره ورو ورو وریدله، ښار د واورې سپينې جامې اغوستې وې. نه کیده، نن مې پخواني ملګرې ته باید چکر ورکړی وی. وطندار مې و.
پلار یې جهادي قوماندان تېر شوی و، پيسې او شتمني یې له حسابه وتلي وه.
له افغانستانه د يوې اوونۍ لپاره په چکر راغلی و.

له ما یې هم لاره ورکه کړي وه.
تودې جامې مو پر تن کړې ، ساړه د سړي *تمیزي سره اړول.
له کوره راووتلو، یو چا په واوره وویشتم، په ورمېږ کې مې د واورې څو بڅرکي ولوېدل،ساړه مې وشو، مخ مې ورواړو.
ګاونډی مې و، ټوېسټ.
هغه شوخ ځوان و، د چکر سره يې جوړه وه ، رسټورانټ یې درلود،خو دومره ډېر نه ورتللو، په پارکونو کې به یې تل تابلوګانې ويستلې. په ښکلو هنرونو کې یې ديپلوم هم اخیستی و.
ورغږ مې کړل، نه یې ونه کړه، را روان شو.
ملګري مې شله و چې پیاده چکر وهو.
ټوېسټ هم څه ونه ویل.
دریو واړو مو په اوږدو بالاپوښونو کې لاسونه ننباسل.
په تنګو کوڅو کې پیاده روان شولو.ارامه ارامي وه.
انسانانو په یو بل کار نه درلود، هر چا خپله لار وهله.
په سور رنګه ټيليفوني غرفو پرته سپينه واوره ښکلي ښکاریدله.
ښه شیبه ووتله، په تندیو مو مړه خوله راماته شوله.
ستړي وو.
له خولو مو مړه تاوونه پورته کیدل.
یو پارک ته ورسیدلو، ټوېسټ درې برګره راوخېستل،د دمې لپاره يوې اوږدې لرګینې چوکۍ ته ورغلو.
مخامخ ورته یوه ښکلي ودانۍ وه، ګومبزه یې د انارو په شکل جوړه شوي وه، طرز یې بې جوړې و.
ملګري مې په هماغه دنګې ودانۍ کې سترګې خښې وې، برګر يې ژر ژر خوړلو، ودانۍ ته په فکر کې وړی و.
خوشاله شوم، زړه کې مې تېره شوه چې خفه شوي به وي، چې وطن مو ولې کنډ کپر دی.
خو د څوکۍ په بیړه پورته شو،
پزه یې پورته کش کړه، له ژېړو غاښونو یې د دڼیا ډکی لرې کړ، خوله یې پاکه کړه، په هيله مندۍ یې وویل: اخ څه راکېټ ته برابره ده، يوازې درې مرمۍ یې کار ورخلاصوي.
ژبه مې ټینګه کړه، برګر مې په مرۍ کې ونښتلو.ټوېسټ راته اشاره وکړله چې څه یې وویل؛ حجالته شوم،ګوله مې په سختۍ تېره کړه، په بنده بنده انګليسي مې وویل چې وايي ښکلې ده، کاش چې موږ هم دا ډول ودانۍ درلودلای..
ټوېسټ موسک شو، سر یې وښورولو، له ژيړو ويښتو یې واوره څنډ وهله، د ملګري خواته مې ورغلو، په ملا یې وټپولو، په خوښۍ يې وویل: اوو ګرانه،مه خفه کېږه!
څوک چې د ودانولو فکر لري، ابادیږي..
ملګري مې وخندل، په خبرو یې پوه نه شو، خو د ودانۍ په طرف یې د لاسونو ګوتې د ټوپک د ماشې په څېر نيولي وې.له خولې یې همدا څو کلمات هم ورسره مل وه. ټک، ټک، ټک…
د۹۶/۲/۱۴
* (پوزه)

376 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸