Categories

اعلان

Loading…

قسم/محمد خالص ادیب

له انګار سره دهلېز کې روان وم، اناهیتا راته وکتل، ما سترګې په ځمکه وګنډلې، نه مې غوښتل ورسره سترګې په سترګو شم، دا په هماغه ځای ودرېده، بېروبار زیات و، هغه شېبه رخصتي شوې وه،   کله یې چې له څنګ سره تېرېدو، ورو یې را تاوو کړم، په نرمه لهجه یې وویل:

  • له تاسره کار لرم

انګار مې له ولي ونیولو، اېخواته ګوښه ودرېدو، اناهیتا انګار ته وکتل، شونډو یې وخوځولې:

  • کېدای شي ته ولاړ شې!

بکس یې رانه واخیست، له څنګه مې روان شو، دې زړه نا زړه را څخه پوښتنه وکړه:

  • ته اوس هم راسره مینه لرې؟

سر تر پایه مې ورته وکتل، ځان ډېر بې وسه راته ښکاره شو، له زیاتې ناهیلۍ  خندا راغله، لږ دمه مې ونیوله، همداسې چرت په خپله مخه ښه کړم، په کتابچه یې ووهلم، له ځمکې مې سترګې وشکولې، دې ته مې وکتل، بیا یې رانه پوښتنه وکړه:

  • نه راته ووایه!

زه غلی ولاړ وم، هغه پخواني یادونه را په یاد شول، په موبایل کې مې چې زارۍ ورته کولې، بیخي مې زړه تنګ شو، غوښتل مې چې حرکت ورڅخه وکړم، هیڅ خبرې ورسره ونکړم، دې تر زنه ونیولم، زر مې شاوخوا وکتل، ښه شوه د چا راته پام نشو، وجود مې لړزې واخیست، بیا یې زیاته کړه:

  • ماته ګوره!

په وچو شونډو مې ژبه تېره کړه، ددې سترګو ته مې وکړل، یو لاس یې مخ ته نیولی و، شرمیندوکې غوندې شوه، د بڼو څوکې یې د اننګو په سرونو کې خښې کړل، ما ځان خبرې کولو ته جوړ کړ:

  • دا یې تاته کتلي څه ووایم؟

په خندنۍ لهجه یې بیا وویل:

  • اوس هم راسره مینې لرې؟

نه مې غوښتل ورته ووایم، خو مجبوره شوم، ځواب مې ورکړ:

  • نور نه پوهېږم، خو؛ ملګري مې اوس هم ستا په سر قسم راکوي
    ۱۳۹۶د چنګاښ ۳۰مه – مزار

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *