Categories

اعلان

Loading…

نارې | شاعره: شپنه سلګۍ

(استاد شپون ته چې «لورکۍ» به يې بللم)

استاذه لاړې

له کومې راغلې

په کومه لاړې

مونږ ته دې دښتې

پريښودې شاړې

مابه سندرې

پټې ويلې

تا به ويلې

د بنګي غاړې

ته خو زمونږه

د صحراګانو

د شپنو پلار وې.

زه هم شپنه وم،

څو شپنې نورې،

د صحراګانو.

ورونه او خويندې

دې چاته پريښوې

چې ته ترې لاړې؟

ته خو زمونږه

د سر سايه وې

ته خو زمونږه 

دزړه دمه وې

ته خو سندره 

ته خو ټپه وې

ته خو زمونږه

د صحرايي ژوند

د خيال بابا وي

ددې شپونکي ژوند

د لېوني ژوند

خوږه دعا وي

ته خو زمونږه

د تيارو زړونو

د غرو رغونو 

په هر تورتم کې

رڼا رڼا وي

ته خو زمونږه

د خيال او فکر

تورو کيږدیو

د ژوند باچا وي

د درمن زړونو 

خوږ مسیحا وې

تا خو زمونږه

ژوند په شپيلۍ کي

تا خو زمونږه

د صحراګانو

رګ په شپيلۍ کي

نغمه نغمه کړو

قصه قصه کړو

ټپه ټپه کړو

مونږه له تانه

شاعري زده کړه

مونږه له تانه 

سندرې زده کړې

مونږه له تانه

خبرې زده کړې

مونږ چې ورګډشو

د غم رمو ته

د ژوند رمو ته

زمونږ استاذه

ته رانه لاړې

مونږ ته دي پريښوې

زمونږه دښتې 

ورانې ويجاړې

قلم دې څه کړو؟

کتاب دې څه کړو؟

شپيلۍ دې څه کړه؟

امسا دې څه کړه؟

ګډي دې څه کړې؟

رمې دې څه شوې؟

او ته چې لاړې

نو ولې لاړي؟

له کومه راغلې؟

پر کومه لاړې؟

دردمن دې پريښول

یاران د سمڅو

د بنګې غاړې

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *