Categories

اعلان

Loading…

د استاد شپون د ادب غشي | فرهاد داوري

تقريباً يو کال مخکي مي د اجمل خټک په اړه د استاد شپون ليکنه ولوستل، اجمل خټک چي ما د پښتنو انقلابي شاعر باله او ددې ليکني تر لوستو مي همدا باور پوخ و، خو د استاد شپون پدې ليکنه زما د پاخه باور ستني ولړزېدې او زه يې له پخواني دريځه واړولم، پدې لیکنه کي استاد شپون د کابل يوه خاطره بيانوي او د اجمل خټک سره د ای ایس ای د راغلو مېلمنو کيسه کوي، د لیکني په پای کي مخاطب ته ذهنيت ورکوي، فتوا نه کوي، مخاطب پوه کوي چي حقيقت څه دی، نور سوچ او فکر مخاطب ته پرېږدي چي خپله پرېکړه وکړي.

د ښه ليکوال يوه ځانګړنه داده چي په خپله ليکنه کي د مخاطب لپاره شعوري او ذهني انګېزه ورکړي، داسي انګېزه چي مخاطب د ليکني څخه وروسته په يو فکر کي ډوب سي او وروسته له ډېره فکره خپله نهايي فيصله وکړي، ځيني ليکوالان د فيصلې واک په خپل لاس کي اخلي او د ليکني په پای کي فتوا او فيصله هم ليکي، دا حالت پر لوستونکو باندي ښه نه لګيږي، ځکه د لوستونکو د ليد زاويې او د ليکوال د ليد زاويه توپير لري، په ليکنه کي مهمه داده چي مخاطب ته د فکر کولو انګيزه ورکول سي، دا طبيعي خبره ده چي د مؤثقو معلومات او علمي تحليلونو په وړاندي کولو سره چي کله لوستونکي ته د فکر کولو انګېزه پيدا کېږي، دا به د همدې ليکني پر استناد باندي کېږي، ځکه د لوستونکي فکري الوتنه تر دې ليکني لوړه نسي تلای، دا کار به د فکر کولو مشروعيت رامنځته کړي، ځکه فکر کول يو دروني فيصله ده، آمري نه ده، ياني که ليکوال په خپله ليکنه کي فيصله وړاندي کړي، دا پدې مانا ده چي ليکوال پر لوستونکي باندي د فکر کولو دروازې تړي او جبري فيصلې ته يې تسليموي، خو که ليکوال په لوستونکي کي د فکر کولو انګېزه پيدا کړي، لوستونکی د فکر کولو پر لوري حرکت کوي او د خپلي دروني فيصلې پر بنسټ د ليکوال د ليکني مطابق فيصلې ته رسيږي. ځينی لوستونکي به نيوکه وکړي چي هميشه د لوستونکي فکر او فيصله د ليکني مطابق نه وي، ځيني لوستونکي شايد پر ليکنه نيوکه وکړي او د ليکوال د نظر مخالف نظر وړاندي کړي، دلته ويلای سو چي فکر کولو ته يوازي هغه خلک مجبوره کېږي چي په ليکنه کي دده د ذوق او فکر مطابق مواد پيدا کړي او د همدې موادو په استناد فکر کوي، مخالفين د احساساتو له مخي چلن کوي، فکر کولو ته نه پاته کېږي، نو د استاد شپون ليکنه د همدې ښه خاصيت درلودونکې ده، دده په ليکنه کي غني او جالب مواد کارول سوي دي، هر بند يې د فکر کولو دی او هره برخه يې د مفهوم ده.

د استاد شپون په ليکنه کي د حقيقت غشي پراته دي، ځيني ليکوالان وايي چي استاد شپون بې رحمه ليکوال و، ياني د خلکو د نيمګړتياوو پر پټولو يې هيڅ ترحم نه درلودی، خو زما په نظر دا ترحم ندی، دا د ټولني اړتيا او د حقيقتونو د اصولو سره سم تګ دی، استاد شپون که د خلکو پر نيمګړتياوو او يا د حقيقتونو پر پټولو باندي کار کړی وای، دده ليکوالي د ټولني لپاره مفيده نه وه، دده د سبک يوه ځانګړنه داده چي حقيقت يې ويلي دي، د هيچا پروا يې نده کړې، د يوه ښه ليکوال ځانګړنه همدا وي چي د ټولني په منځ کي د حقيقتونو په لټه کي سي، ځکه ژوند پر واقعياتو او حقايقو ولاړ دی، غير حقيقي ليکني د ټولني لپاره چل او فريب دی او دا د بشريت سره ستره دښمني ده، نو استاد شپون د بشريت دښمني پر غاړه نه اخيسته، بلکي د حقيقي او تلپاتي دوست په بڼه يې کار وکړ.

84 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *