Categories

اعلان

Loading…

په هرات ښار کې یوه بې رحمه پلار خپله یو نیم کلنه لور ووژله

تاند – په هرات ښار کې یوه غوسه شوي پلار خپله یونیم کلنه لور په بې رحمۍ سره ووژله.

ویل کیږي چې نجلۍ یونیم کال عمر درلود او کلثوم نومېده، خو دا نه ده یاده شوې چې د هغې کورنۍ اصلا د کوم ځای اوسېدونکي دي.

تاند ته راغلي معلومات د نجلۍ د مور له قوله وایي، چې پلار خپلې لور ته غږ وکړ چې ورشي، او هغې چې له ورتګ نه انکار وکړ، پلار یې راونیوله، ویې وهله او له ځمکې یې وویشتله چې څه وخت وروسته یې ساه ورکړه.

د کثلوم پلار له پېښې نه وروسته تښتېدلی او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.

د کاناډا لومړی وزیر له یوې سوریایۍ ماشومې سره د خبرو پر وخت د پښو په سر ناست دی

په متمدنه نړۍ کې میندې او پلرونه له ماشومانو سره د چلند پر وخت د هغوی په مخکې کېني او د ستونزې علت ترې پوښتي.

ارواپوهان وایي چې کله یو لوی کس په ولاړه له ماشوم سره خبرې کوي، ماشوم د لوی شخص د قد لوړوالي ته په کتلو د کمترۍ احساس کوي چې دغه ناوړه احساس وروسته په عقدو او کینو بدلېږي.‌

دیني عالمان د اسلام د مبارک دین په استناد هم له لوڼو سره د ښه چلند توصیه کوي، خو په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو په ګڼ شمېر افغانانو کې د زړه تنګۍ، اضطراب او پرېشانۍ داسې حالتونه رامنځته کړي چې په یو شمېر پېښو کې په بې حوصله ګۍ سره پرېکړې کوي چې وروسته پرې بې ګټې پښېماني ښیي.‌

18 total views, 1 views today

4 comments

  1. یوسفزی Reply

    هیله ده خبر سم کړئ، دا موضوع په هرات پوري اړوند ده ، نه کابل

  2. نعيم خان Reply

    دا نجلۍ په هرات کي وژل سوې.
    د پلار نوم يې باران دی.
    د هرات د محل کندهاری ها په سېمه کي دا وحشت تر سره سوی.

  3. محمد حسین Reply

    داسي چاه ته پلار لقب ورکول د پلار دمقام سره جفاه ده، او داسي بیلګي موږ ته دنړي شاه تګ را په ګوته کوي او هغه وخت ته موبیايي چي د اسلام د مقدس دین تر حضور مخکي به خلګو خپلي لورګاني ژوندي تر خاورو لاندي کولي

  4. jamal Reply

    نعيم خان ددې سړي نوم بايد ګلۍ وه چه د خداى پاک قهر دئ او باران د خداى رحمت وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *