Categories

اعلان

Loading…

د لوګر والي وایي، سیاف دې په خپله فتوا بیاکتنه وکړي

تاند – د لوګر والي محمد حلیم فدایی وایي، استاد سیاف دې په خپلې هغې فتوا بیاکتنه وکړي چې وایي څوک چې مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی.

عبدالرب رسول سیاف نن شنبه /د سپتمبر ۹مه/ په کابل کې په یوه غونډه کې چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود په یاد جوړه شوې وه په خپله وینا کې وویل، چې مجاهد او په کور ناست خلک سره برابر نه دي او څوک یې چې سره برابر ګڼي هغه کس کافر دی.

ښاغلي فدایي په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ځوابیه لیکنه کې لیکلي، «ما د تفسیر، حدیث، عقاید او فقې په هېڅ کتاب او د سلف او خلف په متونو کې دا نه دي لیدلي چې که یو څوک مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی.»

د ۱۳۹۵ کال د مسعود ورځې د انډوخر یو عکس

فدایي په خپله لیکنه کې له سیاف نه غوښتنه کړې چې په خپله فتوا دې بیاکتنه وکړي، او لیکلي یې دي چې د اهل سنت والجماعت د عقیدې په اساس که یو څوک کبیره ګناه هم وکړي نه کافر کېږي.

عبدالرب رسول سیاف چې په ۱۹۹۰مو کالونو کې په کابل کې د کورنیو جنګونو پر وخت د احمدشاه مسعود په مشرۍ د نظار شورا همغاړی وو او د خپلې واکمنۍ پر وخت یې د کابل ښار افشارو سیمه، ده بوري، کارته سه، کارته نو، زاړه مکروریان او شاه شهید مېنه په کنډوالو بدل کړل، هر کال د نظار شورا د وژل شوي قوماندان په کلیزه کې د هغه ستاینې کوي او وایي چې نور خلک د پلار په مړینه یتیمان کیږي او دی د مسعود په مړینه یتیم شو.

د مسعود د کلیزې په مناسبت هر کال د هغه د ډلې پاتې شوني د کابل ښار سرکونو ته راوځي، هوایي ډزې، چاقوکشي کوي او په خلکو کې وېره او ترهه خپروي.‌

241 total views, 1 views today

13 comments

  1. ډاکتر ماخان شینواری Reply

    والي صیب لوي څښتن دې تر ډېره ژوندی، روغ اوبریالی لره. داسې مولیان خونه غواړي وپوهیږي، چې دوي
    پرته له دې خبرې نور په څومره ګوناهونو ګوناه ګار دي.لوي څښتندې دوي ته د خپلو ګوناهونو چزا ورکړي.

    1. Ishaq khan Reply

      اللہ د ھدایت ورتہ وکڑی پدی سپینہ گیرا دومرہ غلت فتوا ورکہ وی
      ھغہ چا ریشتا وویلی چی خدای می دی اخرہ خاتیمہ نہ خرابہ وی
      ھاھاھاھاھاھاھا
      او
      احلیم فیدای زوندی ووسی محترم والی صاحب

  2. عبدالکریم رحیم Reply

    سیاف داسې ډیر شطحیات ویلی. او د خلکو څخه یې د عربانو د توجه د جلبولو د پاره پیخی لا نه دي هیرې. خو یو خبره بالکل څرګنده ده چې دده غوندې بی پرینسیپسړی به په اوسنی افغانستان کې ډیر کم پیدا شې. دی اشد المنافقین دی.

  3. mha Reply

    I respect the Mujaheddin who sacrificed their lives and send pray to their souls. But the fighting against the Russian aggression was managed by ISI and direct financial and arms inputs of USA. Many Mujaheddin, beside the afghans, also participated in Jihad, many brave Arabs sacrificed their lives against Russian forces. The groups of Taliban and Haqanis also did Jihad and their people lost their lives. The question is, why would the so called Jamiat claim all the credits of doing the Jihad?

  4. jamal Reply

    د سياف نه بل لوى کافر نشته د مسلمانانو قاتل دئ

  5. عبدالوحید Reply

    لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (95)
    استاد سیاف کومه فتوا په دی باب نلری دا یو سرگند خبر ده چه که سوک د سریع نص سره مخالفت وکری کافر دی .

  6. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    MUSLIMS MUST RECOGNIZE HALAL WITH HARAM, WHO TELL HALAL TO HARAM, THAT MAN ARE NOT REAL MUSLIMS/
    WE SAW MANY MUJAHID LEADERS BECOME MILLIONAIRE FROM JIHAD,
    BUT MANY MUJAHID ARE POOR,
    ONLY MAOLAWEE KHALIS WAS CLEAN FROM CORRUPTION.
    SYAFF SAHIB HAVE MANY HOUSES IN SHIRPOOR/WAZIR AKBARKHAN,

    BETWEEN ENGINEER AHMADSHAH AHMADZAI&SYAAF SAHIB PROBLEM WAS FROM HOUSES IN WAZEER AKBARKHAN.

  7. حسن Reply

    په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې د سیاف عقل پدې وروستیو کې ذایل شویدی.
    د خپل وژل شوي پلار « احمدشاه مسعود » لپاره لکه د کربلا قاتلان تر آخرته خپله تېروتنه او ګناه نشي زغملاي. ځينې سیاسیون ادعا کوي چې سیاف له فهیم او …. سره مستقیما د احمدشاه مسعود په وژلو کې لاس درلود ، اوس د همدې کبیره ګناه له کبله سیاف ته د شپي خوب هم نه ورځي . دی غواړي له مسعود نه بلا تشبیه پیغمبر جوړ کړی . سیاف فتوا ورکوي که چا مسعود ته مجاهد او شهید ونه ویل هغه به کافر وي؟ سیاف له مسعود سره یوځای د کابل ښار د 75000 بیګناه مسلمانانو د شهادت مسوول دی.

  8. Fahimjan Reply

    Saiaf calls himself Shaikh ul hadies but he is the nominated son of shaitaan in this world. He doesn’t have any direction. Pajshiri facked him since he is in Kabul. The good example is last election, but he is still following them as a well train dog. Fack this son of a bitch and his idea and announcements. No one give a shit about what he says.

  9. Dr.Atal Reply

    ګوری!
    مؤمناانو وروڼو!
    السلام علیکم و رحمة الله
    راځی چی بحث قرآنی کړو، قرآنکریم په متعددو آیتونو کی وایی:
    ولا تکتموا الحق….، ولا تکتموا الشهاده…، ولاتنازعوا…..، ولاتفرقوا…،ولاتکن للخائنین خصیما ، ولاتقربوا مال الیتیم …، اعدلوا هو ااقرب للتقوی…..، او داسی نور کثیر موارد لیدل کیږی ..
    خو محترم پوهاند صاحب د لا یستوی…… د کلمی نه په استففادی سره ،کفراستنباط کړی .چی تر اوسه نه معلم او نه ملا او هم نه معارف او نه تحصیلات عالی ورته نصاب کی ځای نلری
    نو علما دی حق نه پټوی ، قرآن پوهان دی ووایی کومه صیغه یا کلمه څه افاده کوی ، رښتیا ویل شجاعت دی ، که یو انسان پری خپه کیږی نو الله به راضی شی ، دین به روښانه شی او مسؤلیت به ادا شی مګر احتمالا دالر به کم شی خو دالله د اجر واحد ډالر ندی.
    دا ډول استنباطات به څه انجام ولری؟
    دبلی خوا آیا انحصارګر ،معامله ګر، د امنیتی قواوو د ډوډی، البسی او مهماتو غلو ته ، دکانونو غلوته ، یواځی د اردوی ملی د روغنیاتو ۲۲۵ملیون ډالرو غلو ته او دداسی نورو زرګونو مستندو غلاوو عاملین ببا هم مجاهد دی.
    آیا هغه د غلا ،غصب او قتل بد ماشان چی تنظیمونه یی لری او د جهادی لیډرانو اقرب ملګری یا د کورنی غړی دی بیا هم مجاهدین دی؟
    متقی او غیرتی علما دی د قلم اوتلویزیونی بحثونو له لاری ځواب ورکړی او د اور د قیضی یا لجام نه ځان بچ کړی، چی هلته خادم المفسدین به هم خپل بیرغ ته حیران وی.

  10. جنت گل Reply

    یاره !! دادفدائی خبره هم نااشنا ڈزدی دامریکی پہ درباری مفتی
    نوبناءا دده پہ فتوی سیاف هم کافردی

  11. یوسفزی Reply

    د سياف خبره چي مجاهد او غیر مجاهد سره برابر نه دي، دا يې بېخی سمه خبره کړې ده، ځکه غیر مجاهد کېدای سي کور يې لوټ سي، بمبار ورباندي وسي، قوانين ورباندي وضع سي، او دا اړخ چي دا کس به کافر وي 🙁 نو خپل مخ دي په هیندار کي وګوري 🙂

  12. Stoman logari Reply

    لہ سیاف سخہ نورہ لارہ ورکہ سویدہ مینہ وال یی کم سوییدی غواری دگوندزیاتولو لپارہ دمسعودیانو توجہ زانتہ خپلہ کی اودخپل پلار پہ زای مسعودتہ دپلار خطاب کوی کیسہ یی نورہ ختمہ دہ دادقرآن ازاروہلی دہ دابہ اللہ ج داسی نور ہم شرموی

Leave a Reply to Stoman logari Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *