Categories

اعلان

Loading…

بلوڅ او پښتانه، ریفورم که راډیکال مبارزه

ګل بلوڅ ||

د تاریخ د روایتونو او واقعیتونو پر بنسټ بلوڅ او پښتانه د تاریخ، فرهنګ، اقتصاد، د ژوند په ناخوالو،غم وخوشالې او آن برخلیک کې هم سره شریک او یو شان دي.

که د بلوڅانو ژوند مطالعه کړو، له فرهنګ څخه بیا تر اقتصاد پوري، ټول شیان به یې له پښتون قوم سره ورته وي، سړی فکر کوي چې دا یو قوم دی او هسي په دوو نومونو یادیږي.

د بلوڅو او پښتنو په نژدي والې کې شک نسته، په نړۍ کې ډير کم قومونه سته چې د بلوڅو او پښتنو په سرنوشت اخته وي شاید په نړۍ کې یوازنی قوم کرد وي چې د بلوڅ او پښتون په شان سرګردانه او محکوم دی.

بلوڅان د خپلې اوږدې راډیکال مبارزې او پښتانه د پاچاخان د ریفورم مبارزې کې یو څه ناکامه،  ډیر کړیدلي او ځوریږي.

بلوڅانو په خپله راډیکال مبارزه کې پر خارجي عوامل باندي ډیر فکر کاوه او کورنې مشکلاتو ته پام یې نه وو. پښتنو بیا په دواړو برخو کې ډیره نرمه مبارزه کوله

پښتانه او بلوڅان باید دواړو برخو ته پاملرنه وکړي او تر څو چې پر دغه دواړو عواملو باندي فکر او د مبارزې تکتیک مالوم نه شي، تر هغه پورې به دغه دواړه لوی قومونه محکوم، غریب او سرګردانه وي.

موږ بلوڅانو او پښتنو همېشه پخوانيو رواجونو او قبایلی حالاتو کې ځانونه ساتلي دي او په مینځنيو پیړیو کې ژوند کوو او په خپلو پخوانیو غیر انساني دودونو باندي ویاړ کوو چې زموږ د پرمختګ مخنیوی کوي، موږ باید هڅه وکړو چې هغه رواجونه له ځانه لیري کړو چې د پرمختګ مخنیوی مو کوي، بهرنیان د خپلو شومو اهدافو لپاره تل زموږ د دغو کمزوریو څخه ګټه پورته کوي، د مثال په ډول په بلوڅو کې تل استعمار نواب په نواب وهي او ټول بلوڅ بیا بیرته په خپلو نوابانو وهي او دا مثالونه موږ په پښتون قوم کې هم لېدلی شو. راځئ پر دغو داخلې ستونزو فکر وکړو او د ختمولو په برخه کې یې هڅه وکړو، که داخلي ستونزي راکمي کړو، نو هغه ظالم دښمن چې زموږ د داخلي مشکلاتو څخه ګټه پورته کوي او موږ په خرابوي، له شکست سره به یې مخ کړو.

بله ستونزه خارجې عوامل دي چې بلوڅان او پښتانه ورسره مخ دي، په بلوڅانو کې د استعمار لخوا ډیري هڅي وشوې چې بلوڅانو کې دینی افراطیت پیدا او ترویج کړي چې دا د بلوڅانو لخوا رد او ناکامه شوه، استعمار اخته دی د بلوڅو نسل کشې کوي او داسې په مهارت یې کوي چې د ډیرو بشرې سازمانو او رسنیو پام نه ورته را اوړي، خو دا به هم ناکامه سي. د بلوڅ شاعر عطا شاد په قول:

تو په سرانی ګډګ زند حیالان کشی
په سندګ داشت کنی پل چه بو تالانی
پښتو ژباړه:
ته سرونه غوڅوې، د ازادۍ فکرونه وژنې
ته به مات کړې ګلابونه، خو خوشبو وژلی نه شې

په پښتون قوم کې بیا د دینی افراطیت له لارې دغه قوم محکوم ساتل کیږي او دا دومره څرګند دی چې مثالونو ته یې اړتیا نسته.

تاریخ ثابته کړې چې د استعماري قوتونو سره پرته له مبارزې بله لاره نسته او بلوڅ قوم د همدغه نتیجې پر بنسټ خپله مبارزه کوي او په زرګونو ځوانان او پیغلي بوخت دي چې دغه روان غورځنګ د آزادۍ اوج ته ورسوي، شاید په دې کې ډیر خلک قرباني شي او شاید ډیر کلونه واخلي خو اخر خپل معقول ارمان ته رسیږي.

هغه آرمان ته چې نواب اکبر خان بګټي، نواب خیربخش مری، بالاچ مری، غلام محمد بلوڅ، حبیب جالب، دوکتور صبا دشتاری او په زرګونو ځوانانو ځانونه تر قرباني کړل.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. Ex.Dr. HamidUllah Safpi Zlrrver پخوانی ډاکټر حمیدالله صاپی ز. Reply

    سلامونه،
    ورور ګل بلوڅ ډیره ښه لیکنه دې کړې ده.
    ارواښاد عبدالصمد خان بابا چې د پاکستان د زیژیدنې له وخت څه ېې د بلوڅو او پشتنو خپلواکي،خپل هویت،او خود ارادیت غوشتهء ،هم د خان عبدالغفار خان سره په یو پلاټفورم برابر نه شول؟ او حتی ډاکټر خان صاحب (د باچا خان مشر ورور) د دوی پر ضد د جناح سره دریدلی و؟؟.
    که خبره د ارواښاد عبدالولي خان د ملي عوامي پارټۍ او د ښاغلي محمود خان اڅکزي د (پشتونخوا ملي عوامي پارټي) وي، زه خو فکر کوم دواړه یو مرام او هدف لري او هم مشال خان “ټکر” صیب د لوی افغانستان نظریه لري ، نو ولې ټول سره لاسونه نه یو کوي؟ ؛ همدا رنګه افغانستان دولت ته لازمه ده چې ههاغه د ۱۹۴۸ م.م.م. کې پخپلې پریکړې ودریږي ، د پنجابي جاسوسیو او افغان کُشو فوجیانو په اوتو-بوتو وهء نه غولیږي او په نره د ۷۰ میلیونه پښتون+بلوڅ +افغانانو حقه حقوق راپورته کړي.
    متل دی : حیادار حیا کوله، بې-حیا ویلې زما څخه ډاریژي!
    او ” لا به یو کیږو ،ګنې ورکیژو!” مرحوم باچا خان بابا .
    په درنښت.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *