Categories

اعلان

Loading…

لوی اختر | احسان الله ارینزی

دا دی د کال ۱۳۹۶ هـ ش لوی یا د قرباني نیکمرغه اختر را روان دی. پخوا په افغانستان کې د امنیت په کلونو کې، اخترونه ډېر ښکلي وو او ټول خلک به ورته هوسېدل او راتګ ته به یې شیبې شمارلې.

که چیرته کال ۱۳۵۸ هـ ش په افغانستان کې د ناکراریو، ستونزو، کړاوونو، جګړو او ورانیو پیل وبولو، دا دی زموږ خلک داسې اته اویایم اختر ته سوړ هرکلی وایي چې د ګران هېواد له خاورې څخه اوس هم د چاودنو غږونه اورېدل کېږي، خلک سلاخي کېږي، هر لور د وینو او باروتو وږم پورته دی او هره ورځ ډېر تنکي او نازولي ماشومان، ښځې او نارینه د مرګ کومي ته ورځي او د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو او هېوادونو د ګټو قرباني ګرځي!

د اته اویا اخترونو په دې اوږده موده کې، زموږ ولس د خلکو دموکراتیکو ګوند د دواړو اړخونو خلق او پرچم ناتار ولید، د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د یرغل ناورین یې تجربه کړ او ورسره وجنګېدل. د مجاهدینو قساوت یې په یاد دی چې د واک، شتمنیو او مناصبو د ګټلو له پاره څنګه د پردیو په لمسون، په خپلو کې وجنګېدل او پاته افغانستان یې په کنډواله بدل کړ، طالبان یې په یاد دي چې د شلمې پېړۍ د لسمې لسیزې په وروستنیو کلونو یا د تکنالوژی د ګړندي پرمختګ په وخت کې یې په توره لونګی، تورو وریځو، کلاشنکوف او تورو اعمالو باور درلود او بیا د امریکایي ولسواکۍ شاهدان هم پاته شوي چې دا ده د جګړې په شپاړلسم کال کې (مور بم) غورځوی او وطن له بیساریو ورانیو، تباهیو، چاودنو، وژنو او کړاوونو سره مخامخ دی.

که څوک تېرو نه دېرش کلونو ته په ځیره وګوري او فکر وکړي چې اختر خو د ماشومانو، تنکیو زلمیانو، پیغلو او مشرانو د خوښی دیني ورځې دي؛ نو دا به ومنی چې په دې اخترونو کې ډېرو افغان ماشومانو نوی جامې نه دي اغوستي، پیغلو په لاسونو نکریزې نه دي پورې کړي او ځوانانو د اټنونو له پاره څڼې نه دي غوړی کړي!

اوس چې موږ د هېواد د بدمرغه ورځو، اونیو او کلونو د اته اویایم اختر په درشل ولاړ یاستو، له بده مرغه چې په دې تیاره او وېرونکی فضا کې، د امید یوه کمکۍ رڼا هم نه ښکاري او داسې څه نه لیدل کېږي چې د خلکو په زړونو کې د هیلو او ارمانونو نوی څپه راپورته کړي.

د افغانستان خلک په داسې حال کې اختر ته تیاری نیسي چې د هېواد ډېر تش په نامه او خاین مشران، تنظیمي کړۍ، مافیا، زورواکي او د پردیو اجنټان د قرباني اختر په رښتیانی فلسفه سم نه پوهېږي، غواړي چې خلک په تشو ویناوو تیر باسي او دوی د پخوا په شان په ګټو، مزو او چړچو بوخت وی!

د لوی اختر اصلي فلسفه دا ده چې حضرت ابراهیم (ع) خپل زوی حضرت اسمعیل (ع) د الله (ج) د رضا له پاره قرباني ته چمتو کړ؛ خو نن زموږ یو شمېر مشران یا هغه کسان چې د وسلو، پیسو او پردیو استخباراتو په زور او توطیو په دې وطن تپل شوي، یا په بله مانا د ډېرو سپېڅلو نومونو او مفاهیمو درواغجن مدعیان، هر څه د ځان له پاره غواړي!
د خلک خواږه اولادونو له لوږی مري؛ خو درواغجن مدعیان د ډالرو ملیاردران او میلونران جوړشوی!

خلک د سر سیوري نه لري؛ خو درواغجن مدعیان په کابل، دوبی، ترکیه، لندن او د نړۍ په نورو سیمو کې داسې بنګلې او مانۍ لري چې په ملیونونو ډالر ارځي!

خلک د وچې ډوډۍ د اخستلو پیسې نه لري؛ خو د اماراتو بانکونه د همدې غلو په پیسو پړسېدلي!
د خلک زامن هره ورځ قرباني ورکوي؛ خو د درواغجنو مدعیانو لوڼې او زامن په کانادا او امریکا او برتانیا او اماراتو کې په مزو او چړچو بوخت دي!

لنډه دا چې همدې د ګوتو په شمار فاسدینو، غاصبینو، غلو او مافیایي کړیو، د پردیو استخباراتو په مرسته زموږ ګران هېواد یرغمل نیولی او د خلکو په خولو کې یې د شاتو مزه په زهرو بدله کړې او اخترونه یې ورته په ماتمونو بدل کړي!
په دې ورځو کې د کابل د خیرخانې مینې د امام زمان د جومات، په هلمند کې د ځانمرګي برید، د کابل او هرات او د هېواد په لسګونو نورو سیمو کې د خلکو قرباني او د سرتېرو مرګ ژوبله د هغې جګړې له امله ده چې یو څو غلو د خپلو تنظیمي، سمتي، شخصي او سلیقوي ګټو له پاره توده ساتلي او د همدې جګړې په برکت ملیاردران شوي…

خو همدا سړیخواره او کاذب مدعیان دی ډاډه اوسي چې د خلکو زور د خدای زور دی. یوه ورځ به د حساب او کتاب میز ته ولاړ وی او اخترونو به بیا هغه خپله پخوانی او اصلی مانا او ښکلا موندلی وی

405 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2