Categories

اعلان

Loading…

د ډيورنډ فرضي کرښې تاريخي او حقوقي واقعيت

اونيزه تحقيقي غونډه

نېټه: 1396/06/2 چې 2017/08/24

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر

 د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د اونيزو تحقيقي غونډو په دوام اونيزه تحقيقي غونډه وکړه، چې د ډيورنډ فرضي کرښې تاريخي او حقوقي واقعيت موضوع ته ځانګړې شوې وه.

د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل شوه، د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل، دډيورنډ فرضي کرښې په تړاو يې د خپلو هڅو يادونه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، تل هڅه کوو، چې موږ د ډيورنډ فرضي کرښې او همدارنګه  ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو د سالم مديريت په ستراټيژي باندې کار ګوو، تر څو په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړو.

ورپسې اغلې مرجان غوري خپل پريزنټېشن د غونډې برخه والو سره شريک کړل،  اغلې غوري د ۱۹۱۹زيږديز کال  چې د افغانستان له خپلواکۍ سره برابر دی، خپلې خبرې پيل کړې.

د ۱۹۱۹ زيږديز کال د خبرو مهم ټکي چې افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کې خپلواک دی، همدارنګه د افغان او انګليس ترمنځ دريمه جګړه، د بريتانيا په سیاسي او اقتصادي پاليسي کې بدلون، په وزيرستان او مومندو کې  انګلیس نظامي شتون
د افغان او انګلیس د دریمې جګړې موخه
د روالپنډۍ د سولې خبرې چې د اګست میاشتې په اتمه نېټه د افغان پلاوي احمد علي خان او د انګريزانو په استازولۍ H. Grant  په غاړه وې.

د ډيورنډ فرضي کرښې  د موافقتنامې تاريخي واقيعيت

د طالبانو رژيم له سقوط څخه وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال چې د 2012زيږديز کال د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو خپل نظر وړاندې کړی و، چې ګواکې د ډيورنډ فرضي کرښه  د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړيواله رسمي پوله ده.

افغان دولت يې په اړه توند غبرګون وښود، ډيورنډ فرضي کرښه د افغانانو لپاره ځانګړی تاريخي اهميت لري، افغان دولت د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو ټولې څرګندونې چې ډيورنډ فرضي کرښې حقوقي حثیت ته صدمه رسوي، بې اعتباره بولي او په کلکه يې ردوي.

اغلې مرجان غوري د ډيورنډ فرضي کرښې په حقوقي، سیاسي او تاريخي  اړخ هم پراخې خبرې درلودې، چې د ګډونوالو له لوري وستايل شوه.

ورپسې  د ازاد بحث لړۍ شروع شوه، ګډونوالو وويل چې د مارتمر ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې مواقتنامې هيڅ داسې لاسوند شتون نه لري، چې وښيي،  دا سند لاسليک شوی دی.

ځينو نورو بیا په خپلو خبرو کې وويل د پرنګي دا خبره به هم ومنو، چې د ډيورنډ فرضي کرښې موافقتنامه لاسليک شوې ده، د انګريزانو ټولې معاهدې او تړونونه سل کاله د اعتبار وړ دي، خو اوس د ډيورنډ فرضي کرښې څخه پوره ۱۲۴ کلونه اوړي.

مازيګر ناوخته غونډه د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *