Categories

اعلان

Loading…

د امريکا نوې افغان تګلاره؛ په نوي بوتل کې زاړه شراب

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي آسيا په اړه د امريکا نوې تګلاره د اګسټ په ۲۲مه (۲۰۱۷) اعلان کړه. د امريکا دا تګلاره له ۸ مياشتې اوږده انتظار وروسته داسې مهال اعلان شوه، چې د امريکا د ځنډېدونکې تګلارې په تړاو، ډېر بحثونه راپورته او پروپوزلونه وړاندې شول. د بېلګې په توګه له افغانستانه د بشپړ وتلو، افغان جګړه خصوصي کمپنيو ته سپارلو او د پوځيانو د زياتولو طرحې وړاندې شوې.

د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې اعلان، په هېواد کې دننه او بهير موافق او مخالف غبرګونونه هم له ځان سره لرل. د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله يې تود هرکلی وکړ؛ خو پخواني ولسمشر حامد کرزي دا تګلاره وغندله او ويې ويل، چې په دې تګلاره کې د سولې پر ځای د وژنو او جګړې پر دوام او پراخېدو ټينګار شوی. د دې ترڅنګ طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ټرمپ تګلاره د افغانستان د «اشغال» دوام بللی او ګوتڅنډنه يې کړې، چې ترڅو يو امريکايي پوځي هم په افغانستان کې وي، دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

پاکستان او هند هم پر دغه تګلاره غبرګون ښودلی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې امريکا د پاکستان پر قربانيو سترګې پټوي او دوی يې نهيلي کړي دي. خو هند بيا د دغې تګلارې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې دوی هغه پرېکړه غوښته، چې ټرمپ کړې ده.

دا چې د سوېلي آسيا او افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د تګلارې عمده ټکي څه دي، له پخوانۍ تګلارې سره يې څه توپير دی، د واشنګټن دا افغان تګلاره د امريکا د دوو پخوانيو ولسمشرانو له تګلارو سره څه توپير لري، او بالآخره آيا د امريکا دغه نوې تګلاره به افغانستان ته امنيت او سوله راوستلای شي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

د واشنګټن پخوانۍ افغان تګلاره

له ۲۰۰۱ کال وروسته د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې نېغ په نېغه ښکېل دي. همدا لامل دی، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانستان د امريکا د بهرني سياست يوه مهمه برخه وه. د امريکا د همدغه سياست له کبله وه چې جورج ډبليو بُش په افغانستان کې جګړه او د دولت­جوړونې پروسه پيل کړه. له ۲۰۰۴ کال وروسته بُش په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د زياتولو پروسه پيل کړه؛ خو د دويمې دورې په پای کې يې افغانستان نور د ۲۰۰۱-۲۰۰۴ کلونو افغانستان نه و پاتې؛ بلکې جګړې او ناامنيو زور پکې اخېستی و. طالبان د يوه سياسي او نظامي ځواک په توګه ومنل شول او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پر پرانېستلو خبرې اترې پيل شوې.

د امريکا بل ولسمشر بارک اوباما تر ډېره د افغانستان او عراق د جګړو پای ته رسولو د شعار په زور د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. اوباما په ۲۰۰۹ کال کې خپله افغان تګلاره اعلان کړه، چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د زياتولو ترڅنګ د دوی د بېرته وتلو مهالوېش هم اعلان شو. دغه راز له افغان لوري سره پر اوږدمهاله ستراتېژيک او امنيتي تړونونو هم خبرې اترې پيل شوې. که څه هم اوباما ونه شو کړای چې له حامد کرزي سره امنيتي تړون لاسليک کړي؛ خو د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره، په ۲۴ ساعتونو کې دننه امريکا له افغان لوري سره امنيتي تړون لاسليک کړ.

د امريکا د دغو دوو ولسمشرانو افغان تګلارو په افغانستان کې د سرتېرو پر زياتولو ټينګار کاوه؛ خو په ورته وخت کې د اوباما په تګلاره کې بيا د امريکايي سرتېرو بېرته ايستلو او تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د امريکا

ستراتېژيک راتلونکي ته هم ځای ورکړل شو.

د افغانستان او سوېلي آسيا لپاره د ټرمپ تګلاره

که څه هم ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امريکا پر تګلاره ډېرې نيوکې کولې؛ خو سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته يې تر اتو مياشتو پورې د افغانستان په تړاو ډېرې کمې څرګندونې وکړې. په رسنيو کې هم د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې ضد او نقيض منعکس شوې.

له اتو مياشتو اوږده ځنډ او انتظار وروسته د ټرمپ افغان او سوېلي اسيا تګلاره اعلان شوه. که څه هم ټرمپ، د افغانستان او سوېلي آسيا لپاره د امريکا په تګلارو کې انقلابي بدلون رامنځته نه­شو کړای؛ مګر بيا هم که دغه نوې تګلاره له يوې خوا د امريکا د پخوانيو تګلارو دوام دی، نو له بلې خوا له تېرو تګلارو سره يو څه توپير هم لري.

د ټرمپ د وينا له متن څخه په څرګنده معلومېږي، چې د دغې سيمې لپاره د امريکا تګلاره به پر لاندې ټکو راوڅرخېږي:

لومړی؛ امريکا نور له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستلو د مهالوېش پروګرام ته د پای ټکی کېښود او په افغانستان کې يې خپل حضور له شرطونو سره وتاړه؛

دويم؛ په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور راتلونکی تت او مبهم ښودل؛

درېيم؛ د امريکا په افغان جګړه کې د سرتېرو پر زياتولو ټينګار؛

څلورم؛ د پاکستان پر ضد تونده لهجه کارول؛

پنځم؛ له طالبانو سره جګړه، خو د خبرو اترو دروازه هم پرانېستې پرېښودل؛

شپږم؛ په افغانستان کې د هند د ونډه او رول زياتول.

د ټرمپ په دريځ کې د بدلون لاملونه

د ټرمپ له پخوانيو دريځونو داسې شونتيا زياته وه، چې ټرمپ به له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو دريځ ولري او په دې اړه د نوموړي ځينو دريځونو او څرګندونو له افغان حکومت سره هم دا اندېښنه پياوړې کړې وه؛ خو دا چې ولې ټرمپ په افغانستان کې د اوږده مهال پاتې کېدو دريځ خپل کړ، تر ډېره لاندې دوو لاملونو رول پکې درلود:

د امريکايي جنرالانو او سلاکارانو ټينګار؛ ټرمپ په خپله وينا کې وويل، چې اصلا د ده لومړنی دريځ دا و، چې له افغانستانه به خپل سرتېري وباسي؛ خو څرګنده ده چې کله سړی په سپينه ماڼۍ کې د مېز ترشا کېني، پرېکړې بدلېږي. ټرمپ ته په افغانستان کې پر پاتې کېدو قناعت ورکړل شو او د نوموړي دريځ يې بدل کړ.

په سيمه کې د امريکا ګټو ته متوجه ګواښونه؛ افغانستان د روسیې او منځنۍ آسیا، ایران، پاکستان او چین ترمنځ پروت دی او جغرافیايي موقعیت يې د ډېر ارزښت وړ دی. له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه سیمه کې یو شمېر بدلونونه هم راروان دي، چې له یوې خوا پکې د روسیې او امریکا ترمنځ د سړې جګړې بحث بیا سر راپورته کړی او په عملي ډول د اوکراین، جورجیا او سوریې په قضیو کې له یو بل سره مخ دي او له بلې خوا چین هم په سیمه کې خپلې دوې مهمې پروژې د ورېښمو نوې لاره او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې پيل کړې دي. د دې ترڅنګ چین هغه هېواد دی، چې امریکا یې تر ټولو زیاته پوروړې ده او اوسمهال د چین د جنوبي سمندرګي په قضیه کې هم د چین پرضد بلاک کې ولاړه ده.

د افغانستان طبيعي زېرمو ته د ټرمپ پام رااړول؛ ځينو څېړنو په ډاګه کړې، چې افغانستان تر ځمکې لاندې کابو یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمي، کانونه، ګاز، تېل او نوره شتمني لري. ويل کېږي چې څه موده وړاندې د کېمياوي او فلزي توکو د توليد يوه ستر امريکايي شرکت له­خوا په دې اړه ټرمپ ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، ولسمشر غني هم له ټرمپ سره په يوه ټلېفوني اړيکه کې د افغانستان طبيعي زېرمو ته د نوموړي پام رااړولی و او داسې برېښي چې همدې چارې هم د نوموړي نظر بدل کړ او په دې فکر کې شو، چې دا شتمني څه ډول را ایستل کېدای شي او امریکا ترې څه ډول ګټه پورته کولی شي.

د امريکا نوې تګلاره او پر سوله او امنيت يې اغېزې

په افغانستان کې د امريکا په تګلاره کې کوم انقلابي بدلون نه ترسترګو کېږي، بلکې تر ډېره هماغه زړه تګلاره ده؛ خو د امريکا د تګلارې د پورتنيو ټکو له امله ده چې په افغانستان کې به پر روانه جګړه او د سولې پر بهير لاندې اغېزې وښندي:

لومړی؛ په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د زياتولو له کبله به، ټرمپ د افغانستان هغه جګړه ونه شي ګټلی چې ده په خپله وروستۍ وينا کې شپږ ځله د «ګټلو» ټکی ورته وکاراوه. هغه جګړه چې سلګونه زره امريکايي سرتېرو ونه شو کټلای، نو له دريو زرو نيولې تر پنځه زره پوځيانو پورې خو به يې هېڅ­مهال هم ونه شي ګټلی.

دويم؛ که څه هم د امريکا دا تګلاره او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو زياتېدل به د افغان حکومت روحیه لوړه او د حکومت په اند، د امنیتي ځواکونو مورال “لوړ” کړي؛ خو د افغانانو لپاره به د جګړې او سولې په ډګر کې ډېرې بدې اغېزې ولري.

درېيم؛ په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو مهالوېش نه ټاکل به نه يوازې دا چې د هېواد دننه جګړې ضد روحيه نوره هم پياوړې کړي، بلکې په سيمه­ييزه کچه به هم د يو شمېر هېوادونو لکه چين، روسيې، ايران، پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو اندېښنې وپاروي او ښايي له طالبانو سره به د دغو هېوادونو ديپلوماتيکې او پوځي مرستې هم زياتې شي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *