Categories

اعلان

Loading…

سمیع الحق وايي، د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه کړي

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند او د «دفاع پاکستان شورا» مشر مولانا سمیع الحق وايي، د ده کسان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې ونه باسي.

سمیع الحق په زغرده وویل چې د ده د ګوند او د ده تر مشرۍ لاندې په دفاع پاکستان شورا کې د شاملو ډلو غړي په افغانستان کې جنګېږي.

ویل کېږي چې «دفاع پاکستان کونسل» د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري په افغانستان او هند کې د پاکستان د پوځي ګټو د دفاع او په پاکستان کې دننه پر ملکي حکومتونو د فشار راوړلو لپاره جوړه شوې ده.

د پاکستان د دفاع شورا له ۴۰ مذهبي ډلو او ګوندونو جوړه ده چې اکثره یې د امریکا په تور لېست کې شامل دي.

د دغو ډلو ځینې د پاکستان د حکومت له لوري هم د خورا زیات افراط له کبله ممنوع اعلان شوي دي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر وویل چې تروریستان د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري او پاکستان باید د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي، د پاکستان پوځ او حکومت وویل چې په خاوره کې یې تروریستان پناهځایونه نه لري.

خو مولانا سمیع الحق د پاکستان له پوځه وغوښتل چې په پاکستان کې د حقاني شبکې پر ضد د امریکا په خوله اقدام ونه کړي.

مولانا سمیع الحق له فضل الرحمان خلیل (د یوې سختدریځې جهادي ډلې مشر) او د پاکستان د پخواني دیکتاتور ضیا الحق له زوی اعجاز الحق سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل دا ممکنه نه ده چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

ده همداراز وویل، امریکا په سیمه کې د امنیت په لټه کې نه ده او دی له خلکو غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پر ضد جهاد وکړي.

سمیع الحق وویل د ده تر مشرۍ لاندې ډلې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره په جګړه کې برخه لري.

525 total views, 1 views today

4 comments

  1. ببرک Reply

    که اوس هم امریکا نه پوهیږي اواقدام نه کوی او پاکستان زمری څخه ګیدړ نه جوړوی نو نور له امریکه سره جهاد په کار دی

  2. نادر سعيديار Reply

    سميع الحق د پاکستاني اسلام غم نيولي دي او زمونږ ملايان يي هم په پنجو کي نيولي دي .دا د حقانيه مدرسو مشر دي او په مدرسو کي يي فوذي تعليمات تر سره کيږي اودا ورته ښودل کيږي چه په پاکستان کي که څوک پر لمانځه هم نه پوهيږي پروا نه کوي خو د افغانستان په مسجدړنو کي هم جهاد روا دي

  3. Fahimjan Reply

    دا حرموني ولى له حقاني شبكي نه داسي دفاع كوي؟ أو پاكستاني حرموني استخبارات وايي چى ددوى په خاوره كى د أفغانستان دشمنان أو ترورستان نشته. خداى خو مو وشرموه. خداي مو له افغانستانه هم بدتر حالت په تاسو راولي أو الله پاك دى تاسو له خيره وشرموي

  4. Alakozay Reply

    ددی سړی والله که سړی نوم اخیستی شی څکه ډیر سپیڅلی نوم یی پری ایښی دی خو زه دومره وایم چی ددی
    سړی اصل او نسل بررسی کړی دا نګریز دی او ددی کورنی د انګرایزانو پاتی شونی ده او الله تعالی دا بیځایه عالم دوزخ ته واستوی ټول د پښتنو بچیان همدی حرامی داوړو خواوو ته مړه کړل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2