Categories

اعلان

Loading…

د ملتونو خپلواکي څنګه تلپاتې او بشپړیږي؟ | محمد عارف رسولي

تر ټولو د مخه د هیواد د خپلواکۍ ۹۸ یمه کلیزه ټولو ازادي خوښونکو افغانانو ته په هر ځای کې چې دي مبارکي وایم.  د الله تعالی دربار ته دعا کوم چې د هیواد د خپلواکۍ د معرکې او د نورو ټولو شهیدانو شهادت او د غازیانو غزا او جهاد قبول او جنت الفردوس یې په نصیب کړي. آمین

دلته د استقلال د بیرته اخیستو د پروسې د لارښود او رهبر ارواښاد اعلیحضرت غازي امان الله خان ځانګړې یادونه کوم، الله تعالی د ده روح ښاده، د انسان په صفت چې کوم کمښتونه یې لرل، ورته عفوه او مغفرت ور په برخه کړي، او د هیواد د پرختګ ارمانونه یې د پوره کړي.

غازي امان الله خان د آزادۍ چیغه په داسې په داسې پورته کړه چې لمړۍ نړیواله جګړه ( ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) انګریزانو او ملګرو ملکونو ګټلې وه، خپل ټول نخبه جنرالان، امکانات او زیرمې سیمې ته رالېږلي وو، د یوه غریب ملت په لاس یې د ماتې هیڅ تصور هم نه کاوه.

تر آزادۍ وروسته افغانستان د سیمې او نړۍ د پاملرنې مرکز او کابل د هند او مرکزي اسیا د ازادي غوښتونکو د پناه، لارښوونې او الهام ځای شو. نو ځکه انګریزانو نه شوای زغملای او دسیسې یې ورته جوړې کړې.

الله تعالی د موږ ته لارښوونه او توفیق په نصیب کړي چې خپله آزادي، بشپړه، خوندي او تلپاتې کړو.

د ډېرو بیوزلو ملتونو په څیر زموږ د خپلواکۍ زیات اړخونه هم نیمګړي دي. دا کمښت باید ومنو. خو راځئ د بې لارې کوونکو بحثونو لکه: اوس ازاد یو که نه، خپلواکي و نمانځو او یا نه او نورو تیر شو.

دا ځکه بې ځایه او بې لارې کوونکی بحثونه دی چې د یوې ډېرې سترې مهمې ملي داعیې یا د افغان ملت د خپلواکۍ زیات پیچلي او مهم اړخونه او حقیقتونه له پامه غورځوي او په ډېره ساده بڼه ورته ګوري.

د دې مقالې د بحث موضوع ده:  د ملتونو خپلواکي څنګه بشپړه او تلپاتې کیږي.

د روښانتیا لپاره یو څو پوښتنې مطرح کوم:

  1. څو ځله مو تر زیاتو سرښندنو وروسته استعمارګر غليم شړلی، خو سم، تلپاتې او قوي نظام مو یا نه دی جوړ کړئ، او یا مو بیرته ړنګ کړی دی.
    1. ښه به وي ترد دې وروسته د نظام جوړولو هنر زده کړو.   
  1. ولې ماتې خوړلی استعماري قدرت له وره وتلی خو له کړکۍ بیرته له بل نیرنګ سره راغلی دی؟
  1. ولې د پردو له احتياجه نه خلاصیږو، او ولې مو خپلواکي نيمګړې او ګواښل کیږي؟
  1. ولې موږ ځانته د ملک د دفاع، د اقتصادی ودې او نورو ساحو کې ستر ملي ارمانونه نه ټاکو، او په کلک ملي او دیني هوډ یې نه تعقیبوو.

خو که له انصافه تیر نه شو، د افغانستان په معاصر او لنډ تاریخ کې اعلیحضرت امان الله خان او شهید سردار محمد داود خان هغه ملي مشران وو، چې هم یې د هیواد له خپلواکۍ سره مینه لرله، ستر ملي ارمانونه یې په سر کې لرل، نور یې هم ورته رابلل، خو په خواشینۍ سره د ښو ټیمونو د نه لرلو په خاطر د دوی ارمانونه، لرلیدونه او پلانونه یې زیاتو افغانانو ته ونه رسیدل، ټول ملت یې مالک نه شو او نیمه خوا پاته شول.

زموږ په ملي دیالوګ او سیاسي کلتور کې بله ستره تشه داده چې په ملي کچه او په ګډه په دې زیات فکر نه کوو چې، څنګه د نورو له احتیاجه ځان خلاص کړو، څنګه د یوه ملت په توګه په خپلو پښو ودریږو، څنګه ازاد ملت شو او څنګه تلپاتې بشپړه خپلواکي ولرو؟

د دوو تیرو پیړیو په بهیر کې زموږ خپلواکۍ ته یو نظر

تاریخ لوستل هلته ګټه لري له تیرو پيښو زده کړه وکړو او د اوس لپاره یې وکاروو. که ښه ځیر شو کتلای شو چې پروني استعماري چلونه، نیرنګونه او د ملتونو ستونزې له ننیو سره څومره زیات ورته والی لري. که مو له تیرو سمه زده کړه وکړه، هیله ده په نن کې به د خپلواکۍ په ټینګښت او تلپاتې کېدو کې مرسته وکړي.

  1. خپلمنځي شخړې، کمزوری نظام، د قدرت تشه، بهرنۍ لاسوهنې

په طبیعت او فزیکي نړۍ کې کله چې تشه پیدا شي ډکېدل غواړي. په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسئلو کې همدا قانون چلیږی. کله هم چې د کوم ملک نظام کمزوری، بې ثباته او د مشروع اقتدار او حاکمیت تشه رامنځته شي، که د هغه ملک خلک خفه وی که خوشاله، بهرنیان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره دا تشه ډکوي او په ملک کې یې لاسوهنه کوي.

کله چې د هوتکيانو او ابدالیانو واکمنۍ کمزورې شوې، په افغانستان کې د یوه ریښتیني زعامت او مقتدر دولت تشه د اوږده وخت لپاره رامنځته شوه، ښکیلاکګرو قوتونو، انګریز او روس هر یوه هڅې کولې چې دا تشه ډکه، په سیمه کې خپل نفوذ ټینګ، خاوره مو لاندې، واک مو تر لاسه او له خپلو هضم شوو مستعمرو هند او مرکزي اسیا سره مو وتړي.

اوس هم همدا خبره ده. که مو دولتي او ملي حاکمیت همداسې کمزوری، ثبات او سوله نه وي او له اقتصادي پلوه په ځان تکیه و نه لرو، هر استعماري قوت او سیمه ییز لاسپوڅي به یې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره زموږ په خاوره کې نیابتي جنګ ته دوام ورکوي.

  • د استعمارګرانو بنسټیزې موخې او ستراتیژۍ څه وې؟

د هند په لویه وچه کې د انګریزانو سترې اقتصادي او جیوستراتيژیکي ګټې وې او غوښتل د روسانو له تهدید څخه یې خوندي کړي. روسانو هم ورته ویره لرله، ډارېدل چې انګریزان به د سویل لخوا د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ورشي او د دوي ګټې به و ګواښي.  

انګریزانو د سترو لوبو (   ۱۸۱۳-۱۹۰۷) په بهیر کې د خپلې فارورد پالیسۍ له مخې غوښتل چې د هند سرحدونه د روسانو د پرمختګ په وړاندې خوندي کړي، که اړتیا وي ملکونه ونیسي او یا یې د حایل په توګه وکاروي.

انګریزانو غوښتل د روسانو مخه په افغانستان کې ډب کړي، د هندوکش او سلیمان غرونه د دسترو دیوالونو؛ کابل، غزنی او جلال آباد د  نه ماتېدونکو سنګرونو په توګه د روسانو د هند په لور د احتمالي یرغل په وړاندې وکاروي.

په حقیقت کې د نیابتي جګړو تر ټولو پخوانۍ او مشهور ډول همدا و. يه نیابتي جګړو کې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه د د خپلو ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د بل ملت په خاوره کې، د هغو د زامنو د وینو او د دوي د طن د ورانیدو په بیه له خپلو حریفانو سره مقابله کوي. دا ځکه هوښیار ملکونه جنګ له خپل هیواد او د خپلو اقتصادي ګټو له ساحو لیرې ساتي او هغه د جنګ ډګر نه ګرزوي ځکه جنګ د ملکونو اقتصاد او نظام ورانوي.

انګریزانو د خپلې دې پالیسۍ په بنیاد پریکړه کړې وه چې: “هر څه چې کیږي له روسانو سره باید په افغانستان کې جنګ وکړی او ورته اجازه ورنه کړه شي چې هند ته راشي”، موخذ:

Butcher & Bolt: Two Hundred Years of Foreign Engagement in Afghanistan, David Loyn  (معنی یې داده چې وران یې کړه او پرېېږده). دا کتاب دوید لایډ لیکلي او ښاغلي جعفر هاند په پښتو ژباړلی دی. پښتو نوم یې: دوه پیړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله.

انګریزانو غوښتل چې زړور جنګیالي افغانان د نیپالیانو او هندیانو په څير د ملیشو په توګه په نورو ملکونو او که اړتیا وي په هند کې و جنګوي.

که تاسو د هند د استقلال مشهور څلی چې “انډیا ګټ” ورته وایي وګورئ هلته لیکل شوي چې د هندوستان ۱۳۰۰۰ ملیشه کسان د افغان او انګریز په دریم جنګ (زموږ د استقلال د بیرته اخیستلو په جنګ کې) مړه شوي دي. په هغو وخت کې د هند لویې وچې زیاتو کسانو د دوي سره د ملیشو په توګه او په نورو دندو کې کار کاوه.

  1. د دې کار لپاره یې ستراتیژي څه وه؟

افغانستان د حایل په توګه د ساتلو غوښتنه دا وه چې ټول نیرنګونه وکاروي تر څو موږ له ټولنیزو او سیاسي بدلونونو بیرته پاته کړي. دوی د بیل یې کړه ییل یې کړه (Divide and Role) او د “جاهل اکثریت او خاین اقلیت” درلودل او نور استعماري چالونه په مهارت وکارول، موږ یې ویشلي، وروسته پاته، پخپل منځي جګړو کې ډوب، دوی ته احتیاج او بیوزله ساتلو. په ظاهره موږ خپلواک وو، خو په هر څه کې نورو ته احتیاج وو. کله به یوه او کله بل له لوی افغانستانه یوه برخه بیلوله، خو موږ به د خپلمنځي شخړو لپاره  له همدغو غلیمانو وسلې، امکانات او یا پناه غوښتله. دا ځکه چې موږ په ځان غوښتنو کې راګیر وو او د بهرنیو اصلي دښمنانو لپاره مو نه یوازې کوم تدبیر نه لاره بلکه د خپل ورور په ضد مو ورسره دوستی کوله.

  • زموږ خپلواکي د ظاهر شاه او داود خان په وختونو کې

دا دوره په نسبي توګه د افغانستان د ثبات دوره وه خو بیا هم په اقتصادي، نظامي، تخنیکي او نورو ساحو کې د نورو ملکونو  خوراکي توکو، اقتصادي او نظامي مرستو،  د وسله والو قوتونو روزلو او نورو چارو کې نورو ملکونو ته اړ وو. په بل عبارت د افغانستان خپلواکي په اقتصادي، نظامی، کلتوري او نورو مسئلو کې نیمګړې او تل تر تهدید لاندې وه.

د داود خان ریاست جمهورۍ په وخت هم کله چې بریژنف په مسکو کې د مذاکراتو په میز په غیر دیپلوماتیکه لهجه له هغه وغوښتل چې په افغانستان او په تیره د هیواد په شمال کې باید کوم غربي کارپوه کار و نه کړي، زموږ په خپلواکۍ او حاکمیت څرګند تیری، زموږ له احتیاجه بده ګټه اخیستنه وه. خو که موږ روسانو ته په اقتصادي او نظامي چارو کې اړ نه وای هیڅکله به یې دا جرئت نه وای کړی او نه به مو بیا بیا خپلواکي ګواښل کیده.

  • بشپړه او تلپاتې ازادي

لکه چې په جسمونو کې اوږدوالی (طول)، عرض، پنډوالی (ضخامت) او لوړوالی له یو بله نه بیلیږي. همدارنګه، خپلواکي، مشروع دولتي حاکمیت، اقتصاد، او فرهنګ له یو بل سره تړلي او په ملتونو کې یو د بل تکمیلوونکي ابعاد (اړخونه) دي. لاندې په هر اړخ لنډې خبرې کوو:

ملي او دولتي حاکمیت او خپلواکي. هلته به خوندي وي چې قانون په ټولو یو شان پلی شي. بیا به په ملک کې ټولنیز عدالت خوندي، د پردیو د لاسوهنو مخه به ډب او خپلواکي به مو خوندی شي.  

ملي اقتصاد او خپلواکي. اقتصادي پرمختګ ته به هلته ورسېږو چې سیاسي او اقتصادي بنسټونه مو پرانېستي او ټینګ شي. ځکه افغانانو ته به د خپلو نوښتونو او هڅو ګټې تضمین شي او دا د اقتصادي ودې او بشري پراختیا تر تولو ښه وسیله ده.

د اقتصادي پرمختګونو او په ځان د بسیا کېدو لپاره د نورو تر څنګ لاندې ښکارندې هم کلیدي رول لري:

  1. د ښو وړتیاوو او مهارتونو لرونکي خلک، لرو یې که ورباندې سمه پانګونه وشي.
  2. له طبیعي زیرمو سمه ګټه اخیستنه، یوازې زیرمې لرل کافي نه دي. کله خو زیاتې زیرمې په ملکونو کې د فساد او مافیايي کړیو د قوت سبب ګرزي. دې ته د زیرمو لعنت وایي. (Resource Curse)
  3. تجارتي مارکیټونو ته لاسرسي، که افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا نښلوونکی شي دا او زیاتې نورې اسانتیاوې به منځته راشي.
  4. د کیفیت او دوام لرونکو تولیداتو لرل، اوس هم زموږ ځینې لاسي صنایع ښه کیفیت لری، که نوره پانګونه ورباندې وشي، ښه مارکیټ به ومومي او زیات ثروت به په لاس راشي.
  5. هغو سکتورونو ته چې خلک ورسره تجارت وکړي، او
  6. د مالي خدمتونو د غوره سیستمونو. نن سبا په نړۍ کې د مالوماتي تکنالوجۍ او بانکي خدمتونو په مشارکت حیرانوونکې پرمختیاوې شوې دي. په ډېره اسانۍ سره په ټول هیواد کې د مبایل له لارې مالي خدمات وړاندې کیږي. ښځې په لېرې پرته کلیو کې په آنلاین یا د انټرنټ له لارې د خپلو ناروغیو تشخیص راسته راوړلای شي.  

دا پورته او نورملتونو ته توان ورکوي چې خپل اقتصادي پرمختګ غښتلی او تلپاتې کړي. دوی بیا کولای شي په متوازن انکشاف باندې لا نوره پانګونه وکړي او پرمخ لاړ شي.

خو دا باید و منو چې خدمتونه، اقتصادي وده او نور یو په بل پورې تړاو لري. که د یوه ملک په کلو کې ښځې او نارینه نالوستي وي، نو څنګه به له پورته خدمتونو ګټه واخلي؟

ملي کلتور او خپلواکي

که د کوم ملت  په کلتور کې خرافات، کینه، بیځایه تربګنۍ او سیالي، له علم او پوهې سره عناد، یو بل منل، زغم او نور شتون ونه لري پرمختګ یې ستونزمن کار دی. دا ملت که ځان اصلاح نه کړي ورځ تر بلې  به یې په غاړه د نورو د غلامۍ کړۍ  راتنګیږي او بیا به د نجات لاره نه لري.

  • د ملتونو سره اړیکې او خپلواکي

په راکړه ورکړه کې د ملتونو د ګټو انډول د دوي د پرمختګ په کچه وي، څومره چې یو ملک پرمختللی وي، ګټې یې خوندي وي او څومره چې وروسته پاته وي په تاوان کې وي. څومره چې په اقتصادي، ترانزیتي، کلتوري، دیني او نورو چارو کې تړاو یو طرفه وي، برلاسی ملک بې نیازه وي، او یا بېوزله ملک له خپلو امکاناتو سمه ګټه نه شي اخیستلای په همغه کچه به یې ریښتینې خپلواکي تر سوال لاندې وي. ښه مثالونه یې افغانستان او دوه ګاونډي هیوادونه دي. زموږ او د هغو د تجارت کسر ته پام وکړی، زموږ یو طرفه تړاو په دوی باندې، ان فتواوې دوی راته صادروي.

خو په پرمختللو سیمو کې د ملکونو اقتصادي، تجارتي او سیاسي ګټې له یو بل سره تړلې وي، د یوې سترې ګڼ ملیتیزې کمپنۍ ځینې برخې په یوه او نورې یې په نورو ملکونو کې وي، د یوه ملک بې ثباتي او تاوان بل ملک ته هم زیان لري.

  1. په ځان بسیا کیدل (خودکفایي) او خپلواکي

د ازادۍ لپاره اړ نه ياست چې ځمکه او اسمان وپېری، يوازې ځان مه خرڅوی (نلسن منډیلا). بې حده شیطاني او نفسي خواهشات، د مال او مقام حرص او لیونتوب ټول انسانان اړ باسي چې د خپل هوا او هوس غلام شي. کله چې دا مرض په ټولنه کې عام شي، خلک په مجلل ژوند، بیځایه لګښتونو، سیالیو، خرافاتو او جاهلي کړنو کې عادت شي، نو چې لاسرسی ورته نه لري، ځان به خرڅوي، او ازاد نه شي پاته کېدای.

له داسې ټولنې او ملت سره د راتلونکي فکر او مسؤلیت نه وي، ځانځاني وي او ګډې ګټې څوک نه پیژني. داسې قومونه، ټولنې او ملتونه د ډېر وخت لپاره خپلواک نه شي پاته کیدای.

پایلې او سپارښتنې

د سرښندنو تر څنګ ملتونه اړ دي چې د خپلې خپلواکۍ د تکمیلوونکو ښکارندو لکه: سوله، ثبات، اقتصاد، سیاست، کلتور، ادب، ښوونیز نظام، ټولنیز عدالت، بشري ودې، د قانون پوره حاکمیت، انساني کرامت ته احترام، یووالی، زغم او ګډ ارمانونو ته هم پام وکړي، اصلاح یې کړي او وده ورکړي. دا به مرسته وکړي چې خپلواکي یې بشپړه او تلپاتې وي.

که هر څومره د ځانځانۍ مرض خور وي، ریښتیني مسلمان او وطندوست انسان ته اړتیا ده چې له ځانه یي پیل کړي. خدايي او هیوادنی مسؤلیت ادا، له ځانځانۍ راووزي، نورو خلکو ته لاس ورکړي تر څو د ګران هیواد خپلواکي بشپړه او تلپاتې کړي.  

357 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2