Categories

اعلان

Loading…

د ټوپک او پاټک ژبه/ عصمت قانع

زه نه پوهېږم، چې د نننیو ډیموکراتیکو او مدني ارزښتونو ژبه او دنیا به څنګه وینا وي، خو د جګړې د ژبې داغونه مې لیدلي دي. د ټوپک د خولې ښکنځلې مې ډېرې اورېدلې دي. د پاټک د ځنځیري بدمستانو سپکو سپورو ډېر داغلی یم.

د جهاد قیام، شهادت، مقاومت اُمت او داسې نورو اصطلاحاتو  په غالمغال کې مې د خپل سپین ږیري پلار لنګوټه ول ول ړنګه بنګه لیدلې ده.

د بې آبیو، بې عزتیو، بې پتیو سپو راته غپلي دي، څېرې پایڅې یې ریښکۍ ریښکۍ په لیونیو داړو کې پردو امبارو ته راڅخه وړې دي.

د مور پر جنازه یې د قرصک رقص راته کړی دی، د پلار پر هدیره یې ډیشکو ډانس راته کړی دی او د وطن د هویت پر تابلو یې د ګوګوش، آریانا سعید، خرما شیرینوا لوڅ عکسونه راته سریښ کړي دي.

زه د ټوپک او پاټک ژبې داغلی یم، زه د ډزو ژبې رټلی یم، زه د کلاشینکوف ژبې ازار کړی یم، زه د جنګ له ژبې سر ټکوم، زه د جهاد په نوم د شرارت له وینا منډه وهم او بالاخره زه د شر او فساد له ژبې تښتم او غواړم پر ځای یې د خپلو خلکو د عواطفو، احساساتو، درنښتونو او اخلاقي ارزښتونو په ژبه د فاجعې او غمیزې منطق د پلار نیکه له ټغر څخه ولاړ کړم.

د فلسفو، لغاتو او پردو لفظونو ژبې تر اوسه پورې لا زه د ژوند د حقایقو په معنی ګانو نه یم پوه کړی. دلته د وحدت، حریت او مدافعت ژبه د همدغو خلکو د عاطفې له الف او ب څخه جوړه شوې ده او همدغه الف او ب ده، چې د تاریخ پر هېندارو زما د ملي تصویرونو ګونګي حواس په وینا اړوي او وینا یې له هر ډول ابهام او نا معلوم مطلب څخه مبرا ده.

افغانان ژوند پرسته خلک دي. دوی د ژوند خوښیو، بریاوو، کامیابیو او کامرانیو ته په ګونګه ژبه هرکلی نه وایي، جشنونه، اتڼونه، غېږې او پهلوانۍ ورته کوي، مستۍ او بګتۍ ورته وایي، یاله قربان او لنډۍ ورته وایي، سندرې او بدلې ورته بولۍ، نغمې او ترانې ورته پنځوي، خو په لارو کوڅو کې نه. هر څه خپل ځای او خپل مقام لري.

په کتمندو کې د افغانستان د فوټبال له بریا سره جوخت کابل یو ځل بیا د جګړې د اخلاقو قرباني شو. ددې پرځای چې بریا ونمانځل شي، بریا وکږل شوه، بری وغندل شو.

د کابل په کوڅو کې د کلاشینکوفونو له خولو څخه د اور ژبې راووتې او د جګړې د کلچر وینا یې وکړه. د کابل پر واټونو باندې د قرصک رقاصانو د جنازو مخه ونیوله او د جنازو په وړاندې یې بدمست رقصونه وکړل.

پر واټونو باندې لنډه غري په ګړندیو موټرونو کې سپاره وو او سرونه یې تر هېندارو را اېستلي وو، ښځمنو ته یې هغه حرکتونه کول، چې دلته یې په لیکلو شرمېږم، له هره موټره اوبه شېندل کېدې.

له هرې روانې ګړندۍ عرادې څخه د لارویانو د تهدید ګواښل عملي جامه اغوستې وه، ټوله شپه ډزې روانې وې، ټوله شپه د خاموشۍ پرده ریتاړې ریتاړې وه. خدا زده څومره انسانان به سړو مرمیو، ړندو کارتوسو او بې درکه سکروټو ژوبل کړي وي؟

دا هرڅه د هغې ژبې کمالات دي، چې زموږ د ولس په حلق کې یې ځای نشته، دا ژبه د ټوپک او پاټک ژبه ده، د لنډه غر او لوپر ژبه ده، د کوڅه ډب او اندرغړب ژبه ده او دا هغه ژبه ده چې د افغانستان سنګین او درانه مخ ته فحش او ښکنځا پرې ویل کېږي.

پرون زما ډېر درانه کشر مجیدالله جان قرار دغه ژبه ستایلې وه. نه پوهېږم د قرار غوندې دروند او سنګین ځوان چې ما همېشه ډېر ستر حساب پرې کړی دی څرنګه له درنښت او ارزښت سره په ټکر کې را پنځېدونکي حرکتونه ستایي او توصیف یې کوي؟

قرار ګله! له عصمت قانع یې واوره، له هغه عصمت قانع چې پوره پېنځه دېرش کاله د همدغو سپکو سپورو پر تېغنه لکه نېنه داغل شوی دی او لټ پر لټ اوښتی دی.

ته وا د تاجکو د نجات فرښته باید د اساسي قانون د حکم له مخې وستایل شي، خو زه درته وایم، چې د تاجک د تباهۍ عوامل باید وڅېړل شي.

احمد شاه مسعود له طالب سره په نیابتي جګړه کې تاجکان د ځان سپر وګرځول او د هغوی باغونه یې په طالبانو ورېبل، د هغوی بندونه یې پرې وران کړل، د هغوی کورونه یې پرې کنډواله کړل، خو کله چې د ګیري شرون ډالري بکسونه پنجشیر ته را ورسېدل نو یوه تاجک هم په کې یو سینټ وانخیست. میم زرما ټوله یې زما، هر څه پنجشیر واخیستل.

او کله چې د قدرت او اقتدار د چوکیو وېش رامېنځته شو، نو په ټول افغانستان کې داسې څوک پیدا نه شو، چې د وزارت د چوکۍ مستحق شي. د بُن په کنفرانس کې څلور کلیدي وزارتونه د مسعود ډلې ته ومنل شول. د دفاع وزارت د فهیم شو، داخله وزارت د قانوني شو، خارجه وزارت د عبدالله شو، ملي امنیت د امرالله شو او په ټول افغانستان کې داسې تاجک پیدا نه شو، چې وزارت وکړای شي.

زما یو شمالي وال انډیوال چې په پښتو یې عامیانه شاعري کوله سندره جوړه کړې وه، چې:

چوکۍ ټولې د پنجشیر دي

تاجکان درڅخه هېر دي

غازي میر بچه خان زموږ یو قهرمان وو، ویل کېږي، چې تاجک وو، پرون هم د پښتنو، بلوڅو، ازبکو، هزاره وو او ترکمنو قهرمان وو، نن هم دی او سبا به هم وي.

کچېرته د تخار، بدخشان، پروان او هرات تاجکان احمدشاه مسعود واقعاً خپل ملي قهرمان مني، نو زه به هم پر دغه وثیقه باندې خپلې لس د لاسو او لس د پښو ګوتې ولګوم.

که یې هغه نه مني، نو ته ولې د یوه وړوکي فرکسیون قهرمان ته د ملي بڼې د ورکولو په ناکامه هڅه لګیا یې؟

قراره ګله! ماته  د فهیم او امرالله د ټوپک ژبه د وطن د عاطفې په ژبه مه راژباړه قربان دې شم.

له محور ورځپاڼې په منننې.

223 total views, 9 views today

17 comments

  1. امیر انصاری Reply

    من تاجیک هستم و از پنجشیر نیستم و با اینکه مسعود را قهرمان ملی افغانستان بګویند مخالفت نه دارم

  2. مولوي منهاج الدین Reply

    مننه قانع صیب چې د پښتنو د قاتلینو ستایونکي مو ټکولی، قلم دې تاند اوسه او خدای دې یو سلو شل کاله نور عمر هم درکړي. خدای دې وکړي چې د ټلوالې په ډالرو غولیدلي لیکوالان ستا په لیکنې سره د خجالت احساس وکړي او د ټلوالې د جعلي اتلانو د ستایلو څخه لاس په سر شي

  3. کاوون بریالی Reply

    اخ قربان دې شم قانع صېب، له قلم دې وګرځم، له رښتیني ملي دریځ دې لوګی شم. یو ته یې چې ملي سړی یې او ملي فکر لرې، قرار دوی خو خپله لمن په سر راواړوله او ټولو ته یې ځان وښود، چې څومره وزن لري. قرار که دوه سوه کاله ژوند وکړي او دوه سوه کاله شپه ورځ د پاکستان او طالب ضد مبارزې ته وقف کړي، بیا یې هم په ده تک سور قران کړې، چې څوک دې پرې باور وکړي، هغه د یوې لوېدلې او منفورې ډلې ویاند وخوت، له هغه اوس د خلکو زړونه مات شول، بس تاسو دې راته ژوندي یاست

  4. لړم پرنګی Reply

    د يار پر زړه باندې غباره سړی څه ووايي؟!
    چې دروغجنه شي هنداره سړی څه ووايي؟!

  5. همت Reply

    قانع ګله ستا قلم ته مو زر سلامه او تاته مو زر احترامه
    ستاقلم هغه څه ليكي چې اړيتا ورته لرو، خو باور وكړه چې پر دې موضوعاګنو ډيرو قلمونه تش كړي، مګر ستا جادوګرې ګوتې خدايزده څه ډول فلم تاووي چې له ټولو څانته رنګ، او خوند لري
    پورته چې د كومه موضوع كښلې، په تيره اووني كې ډير ورباندې ستړي شول، خو قناعت يې نه شو سره وركولى ، مګر ستا ليكنه چې مې ولوسته باور وركړه چې په دې باور شوم كه هر چا ولوسته د خوند او قناعت ژبه به ورته ټقوي
    جارشم لالا
    درباندې وياړو

  6. Mullah Habib Reply

    Good; sometime it is important to listen to our wise people like Mr. Qaneh…Excellent points…

  7. م .افغان Reply

    ښاغلی قانع صیب ته سلامونه

    ډیره مننه ښه موضوع دی لیکلی ده، باید ځمونږ نور ورونه هم خپلو خبرو، پریکړو او لیکونو ته ښه ځیر شی اوهغه خبری او لیکنی وکړی چه په رښتیا ملی بڼه ولری. بله داچه د ځینو مجریمینو موضوعات اوپخوانی جرمونه باید دمطبوعاتو اولیکوالانو لخوا ښکاره اوتازه شی چه وړوکی نسلونه هم د دغو خلکو په دغوناوړه اوغیر انسانی اوغیراسلامی جنایتونو اوکارونو خبر شی، مثلآ
    کله چه یونس قانونی دکورنیو چارو وزیر وه په دغه وخت کی هغه خپل یوخصوصی زندان درلود چه هدف یی داوه چه فقط اوفقط پښتانه پکی شکنجه اوقتل کړی، چه خوشبختانه وروسته د دغه زندان څخه یوپښتون بندی په تیښته بریالی کیژی اودزندان ټول حالات رسوا کیژی، مګر وروسته قانونی ویل چه دغه زندان دامریکایانو دی، مګرامریکایانو به ویل چه ددغه زندان څخه موژ هیڅ خبر نه یاستو، حال داچه په دغه زندان کی په سلهاوو پښتانه په تعصبی اوقصدی ډول شکنجه اووروسته قتل شوی وه. مګر تراوسه ددغه زندان موضوع پټه پاتی شویده اوهیڅ تحقیق اوپلټنه دیونس قانونی څخه ونشوه.
    همداسی کارونه پخوا مسعود خان هم کول

    والسلام

    م . افغان

  8. قرار Reply

    زه خپله هغه لیکنه یو ځلې بیا دلته سریښوم. دا د دې لپاره چې که خلک لیکنه ونه لولي، او د قانع صاحب لیکنه ولولي، فکر به کوي چې قرار د کابل جګړې ستایلي. کاش زما په ټوله لیکنه کې یواځې دا د هوایي ډزو لفظ نه وای. نور خیر خیریت و. لیکنه داسې ده:

    پرون زموږ هېوادولو، یو تر بله، په یوه بله ژبه خبرې وکړې.

    پر هغې ژبه نه، چې زموږ خلک یو تر بله شخړې پرې کوي او پرې سره بېلېږي.

    ښایي په پښتو، دري، انګرېزي، ازبکي ژبي د افغانانو د زړه خبرې نه شوای کېدای، ښایي همدا علت وي چې زموږ خلک د زړه د خبرو لپاره د خندا ژبه، د رقص ژبه، د لویو لویو کوکارو ژبه، د اورونو لګولو او هوایي ډزو په ژبه کوي.

    زموږ نالوستي خلک په همدې ژبه سره پوهېدل او تر منځ یې ترجمان ته اړتیا نه وه.

    لکه زموږ لوستی قشر چې فلسفې ویلای شي، خو عملي کولای یې نه شي، زموږ نالوستي ولسونه فلسفې نه شي ویلای، خو فلسفې عملي کولای یې شي.

    هغوی د مینې کولو لپاره، لکه زموږ د لوستو، کتابي دلایل نه لټوي او د ځوانمردۍ د جواز لپاره په قرآن او احادیثو کې دلایل نه ګوري.

    د فوټبال د ګټې د خوښۍ په لاریون کې مې په دې اړه عجیبې صحنې ولیدې.

    یوه خندا په خوله کس، خپل د زاړه موټر سیټ د انګورو له وښکیو ډک کړی و او هر موټر به چې ور نیږدې شو، سیټ ته به یې یو وښکی انګور ور غورځول او په لوړ غږ به یې وخندل. ښه سپېره، ناوینځل شوي انګور ول، خو داسې په خوند مې وخوړل، لکه د مرګ دارو چې مي وي.

    تقریبا پنځه شپږ کلومټره وړاندې، له یوه بل زاړه موټر سره څنګ په څنګ شوم، یو هلک یې په کړکۍ کې ناست، پښې یې په موټر او تنه یې را وتلې وه. په لاس کې یې د جوسو بوتل او پلاسټیکي ګیلاس و. هر چا ته به یې ډک او وړاندې کړ. ما هم لاس ور وغځاوه. چې رښتیا درته ووایم، تږی نه وم، خو زړه مې تږی و. دويم ځل یې ست را ته وکړ، وېلې، دیګه پرتم؟ ما هم په عامیانه ژبه ورته وویل، چې تشکر بادار! په زړه کې مې ویل، کاشکې په فارسي یا پښتو کې ویل کېدای شوای چې ستا یوه ګوټ شربتو څومره خوند وکړ، خو مجبور یم، زه هم لکه تا، ستا په مخ کې ونڅېږم، چې ته پوه شې.

    په نوره نړۍ کې یې نالوستي له لوستو زده کوي. دلته دې یې لوستي له نالوستو زده کړي.

    علت یې دا دی چې زموږ د نالوستو خلکو استاد د دوی کلتور او فرهنګ دی او زموږ د لوستو خلکو استاد، یا د حسن البناء کتاب، یا د ایراني فلسفې کتاب، یا د علامه اقبال دیوان او یا د رابن هوډ داستانونه دي.

    لوی استادان، لوی شاګردان روزي. واړه استادان واړه شاګردان روزي.

    د هغوی استادان څو زره کلن دي او د دې خلکو استادان د تاریخ د عمر په پرتله، یو کلن ماشومان دي.

    زموږ لوستي بس دې ته پرېږده، چې د موټر په سیټ کې دې له څنګه کښېني، خپل ځان او زړه دې در څخه را ونغاړي. پوزې ته دې دستمال ونیسي، چې د ښار ګنده هوا یې ناروغ نه کړي.

    دوی دې ته پرېږده، چې فاصلې جوړې کړي، ادبي ښکنځلې وکړي. دوی دې ته پرېږده، چې د نورو صفتونه وکړي.

    زما د دفتر موټروان پښتون دی. زه چې د هغه او د هغه د ټرانسپورټ ریاست په ډرېورانو کې د هغه د تاجکو ملګرو بې تکلفۍ او صمیمیت وینم، په رب قسم غبطه مې راشي. یو بل ته په نومونو خطاب کوي. یو بل ته صېب نه وایي، نه استاد وایي. نه ښاغلی وایي.

    کله چې یې یو پر بل کار بند شي، داسې یو پر بل امر کوي، لکه امر کوونکی به چې دوه سوه دولتي رتبې ور څخه لوړ وي. هغه یې هم دغسې مني، لکه همدومره چې ورڅخه ټیټ وي. بله ورځ یې وینم، هغه همدغسې ورسره کوي.

    دوی رواجي دي. دوی رښتیا افغانان دي. بې تکلفه دي. د مینې کولو او یو بل نه سپکولو لپاره دلایل نه غواړي.

    بالعکس، که دې په فیس بوک کې یو چا ته د چا د نه سپکاوي وویل، نو په اساسي قانون کې د دې کار جواز او الزام غواړي.

    دوی فکر کوي چې هرڅه په کتاب کې لیکل شوي وي. زموږ د کتابونو په اړه داسې نه ده. زموږ په کتابونو کې یوازې هغه خبرې لیکل شوې، چې په الفاظو کې راځي، خو نه تر دې دمه خندا په الفاظو کې راغلی، نه ترحم، نه ژړا او نه ځوانمردي.

    دا یو ارزښت هم په کتاب کې نه دی راغلی. په هنري آثارو کې یې هم یوازې پېښې شوې، یوازې یادوونه یې شوې ده، یوازې په پښتو او دري کې یې نومونه اخیستل شوي دي.

    متأسفانه، هغه ژبه چې زړونه پرې خبري کوي، زموږ په کتابونو کې نه ده لیکل شوې. هغه ژبه الفباء نه لري، صوت نه لري، په ښوونځیو کې نه زده کېږي. کاشکې زموږ د ملت د خندا، محبت او همدلۍ ژبه د اکثریت ژبه شي چې پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، او پشه یي ژبې مو ټولې په اقلیتي ژبو واوړي.

    کاشکې کاشکې!

  9. نعمان Reply

    د قرار صاحب په دلایلو کې ژور منطق وینم. قرار صاحب د پښتنو پر ضد د طالبي وحشت پرضد کلکه مبارزه کړې، سپکې سپورې یې اورېذلي ، نباید د خپلو دوستانو له لوري په یوه معمولي خبره محکوم شي. زه یې یې د خدمتونو قدر کوم. پکار ده چې ټول په څه پوه پښتانه لیکوال او نظرخاوندان خپله ټوله توجه د هغو کسانو غندنې او ځپلو ته واړوي چې پښتون مکتب ته نه پرېږدي، درس ویلو ته نه پرېږدي، ترقیاتي کارونو ته لکه د پل ، سړک، کلینیک او نورو جوړولو ته نه پرېږدي او هڅه کوي چې پښتون په تیاره او جهالت کې پاې شي.
    هیله لرم چې دا کیسه نوره همدلته پای ته ورسیږي ،د قرار او قانع په شان زموږ نور لیکوال له یو بل نه د کیلو پرځای د پښتون اصلي دښمنانو ته پام واړوي.
    مننه او درنښت

  10. خېټور Reply

    هغه ورځ ما قرار ته تسلي ورکړې وه چې زړه باید مات نه کړي خو هماغه وخت مې لیکلي وه چې د خبرې له سر نه پوه نه یم او دویمه برخه یې چې د ده خفګان دی ورسره ځان شریکوم، خو اوس مې چې د قانع په څېر کس په لیکنه کې ولوستل چې قرار څوک ستایلی دی، د افغانانو قاتل یې ستایلی دی، د پښتنو، هزاره وو، ازبکو او ټولو افغانانو د بربادۍ او تباهۍ عامل مسعود لعنتی یې ستایلی دی، نو زه خپلې زړې خبرې بېرته اخلم. د مسعود له لاسه د کابل ۶۰ زره انسانان ووژل شول، د مسعود له لاسه د ژبې او سمت اختلافات راپیدا شول، د مسعود له لاسه د پنجشیر او بدخشان کانونه لوټ شول. په تاکید سره وایم چې د مسعود په نسبت وحشي طالب چې که څه هم هره ورځ قتلونه کوي، مکتبونه ورانوي او انسانان وژني خو تر لسو کالونو نور ظلم وروسته هم د هغه نیم غوږي سپي خیانت ته نشي رسېدلی.
    په پای کې له ټولو نه غوښتنه کوم چې لاندې صفحه په فیس بک کې خوښه کړي
    https://www.facebook.com/pages/%D9%85%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF-%D8%AE%D8%A7%D8%A6%D9%86/590187767700834

  11. Mulllah Habib Reply

    Salam to all,
    One point can trigger everything, so the best way is to accept that one is wrong in a certain minor or major way than denying it… In one’s best interest is to accept than to be stubborn!

  12. tokhi Reply

    زه فکر کوم چي دقانع صاحب دوستانه نيوکه په دي هدف نه ده ليکل شوي چي موږ خپلي عقدې پر مجيد قرار باندي
    تشي کړو ، مجيد قرار ډير دافتخار وړ ليکوال دی او دنعمان ورور خبره تائېده وم راسی چي دغه بحث ته خاتمه ور
    کړو او خپل په مخکښو ليکوالو پسې به بد او رد نه وايو

  13. غورځنګ Reply

    قانع صیب، د الفاظو او قلم په کمال کی دی هیڅ شک نشته، او نه دی هم په منطق او دلائیلو کی. ځو نن دی کوښښ کړی چی دوه موضوګانی سره ونښلوی خو منطقی ربط دی نه دی ورکړی. د موضوع تسلسل درنه خطا شوی. یوه موضوع د فوټبال په خوشحالیو د ډزو موضوع ده او بله هم د قرار او د ملګرو یی په فیس بوک کی د جګړی موضوع ده. دواړه بیلی بیلی موضوع ګانی دی. ډزی کولو ته هیڅ څوک هم جواز او منطق نه شی پیدا کولی، خو دا به هم نه هیروه چی دا هغه ملت دی چی یو نیم نسل یی په جګړه کی را پیدا شوی او په جکړه کی را ستر شوی. د دوی پیدایښت په ډزو سره لمانځل شوی، سنتی یی په ډزو سره لمانځل شوی، د ماشومتوب لوبی یی د ماشومانو له تمانچو او ټوپکو سره کړی، اخترونو کی ورته پلار، تره، او نیکه د ماشومانو تومانچی اخستی، ښوونځی ته یی ځان سره چاقوګان وړی، د تره زوی یی په چاقوګانو وهلی، په پوله پټی یی ډزی کړی، د سیال لور ته یی رویبار نه دی ورلیږلی بلکی ډزی یی پری کړی چی خپله یی کړی، ورا یی په ډزو تللی او راغلی، زوی یی هم په ډزو پیدا شوی او بالاخره یی مرګ هم په ډز سره شوی. قانع ګله! ته ډیر ستره سټه یی، ستا باید ده هغه چا نه ډیر فرق وشی چی د ژبی او توکم په دلالی یی روپی پیدا کړی په دوبی کی یی کور پری اخستی، او اوس کوښښ کوی چی دا ملت پارچه پارچه کړی. قانع دا ټول ستا ملت ده، ته ددی ملت اصلی صاحب یی، ګوره د د ژبی او توکم د تجارانو پیښی به نه کوی چی د وښو لاندی اوبه تیری کړی. ددی خاوری او ملت د سرداری پټکی ستا په سر ده، دا به را خپلوی، هسی د لږکیو پیښی به نه کوی، او د خبرو لکی به کږی وږی وړی. د مسعود او ستا د کشر قرار بحث بیل ده، په هغه کی نه درسره غږیږم، خو دا نه درسره منم چی د فوټبال بریا ستره ونه ګڼڼی. دا به راسره ومنی قانع ګله چی ددی فوټبال بریا او د بریا نه روسته د افغانانو چشن په کابل، قندهار، هرات، مزار کی دی د راولپنډی په کنټومنت کی د ډیرو خوبونه تښتولی دی. قانع ګله سږ کال دوه پیښو ټولی دنیا ته وښودله چی افغان یو نه بیلیدونکی عجیب مخلوق دی، یو د شهید قاسم سرښندنی چی ټول ملت یی کوڅو ته را ویسته او بل هم د فوټبال بری. په ټیټه به نه ورته ګوری آو نه به دا کوی چی فوټبال د غیر پښتون او کرکیټ د پښتون لوبه ده. که ددی وطن صاحب او چښتن ځان ګڼی نو سینه به دی پراخه ساتی، کنه بیا ستا او دا د نورو چی لکه چنګښی غوندی په وړو وړو ویالو کی بقه بازی کوی او څوک له لندن نه د بی بی سی نه خوله را کږه وږه کړی، او څوک هم په کابل کی ناست د خپلی میډیا له امپراطوری نه په دی ملت کی نور هم میلیتونه جوړوی. قانع ګله نه تیلویزون لری، نه هم راډیو، او نه هم کومی نړیوالی راډیو ته کار کوی چی د پیښور نه به ورته معرفی شوی یی، ددی وطن اصلی بچی یی نو سینه دی پراخه کړه. ځان به په دی وړو وړو خوسا ویلو کی نه ککړوی. ځان نه د دریابونو لامبوزن جوړ کړه. په پښتنه مینه او په بشپړ احترام

  14. عزیزی Reply

    قانع صیب! ته د پښتنو یو ډیر دروند لیکوالی یی چی تل دی ددوی پر دردونو لیکنی کړی دی او ښی دی هم کړی دی. ښایی ځه هم تاسو غوندی د مجید قرار سره ډیر موافق نه یم او همدی دلیل ما ځان د هغه له فیسبوکه راوکاږهږ ولی چی د حق څخه تیر نه شو دلته مجید قرار پر حق دی. د ده خپله خبره ده چی کاشکی یی هوایی ډزی نه وای لیکلای. تاسو او ټول ښه پوهیږی چی ډزی د افغانانو نوری نه خوښیږی. ښایی همدا د لیکنی یوازینی ضعف ټکی و. د فوټبال اتلولی د هر افغان اتلولی ده او د دی نه پرته چی د کوم قوم اړوند یو د دی بریا درناوی وکړو. له خدای پټه نه ده له تاسو یی هم نه پټوم ځه هم سړک ته راوتلی وم، ومی خندل، ومی ژړل، ومی نڅل او…دا چی اوس تاسو هر هغه څوک چی پر واټ وتلی و لچک بولی نو دا د ستاسو خپل مسله ده چی شاید نور درسره موافق نه یی.
    زموږ ځینی پښتانه ګیلی کوی او د فوټبال او کریکت بریاوی او ددوی هرکلی سره مقایسه کوی. کیدای شی کریکټ تر فوټبال ډیری بریاوی ترلاسه کړی وی خو دا چی ولی دومره ستر غبرګون سره نه مخ کیږی د زما په اند یی دلیل دا دی چی کریکټ په افغانستان کی یوه عامه پسنده لوبه نه ده، آن ځینی یی پاکستانی لوبه بولی ((چی د زما په نظر باید لوبی سیاسی نه شی) او له بلی خوا کریکټ دومره ساده او په عین حال کی هیجان ورکونکی لوبه نه ده لکه د فوټبال هغه چی ده. او همدا د کریکټ او فوټبال اساسی افتراق ټکی دی. هیله من یم چی تاسو پر سیاسی مفسدینو رسوا کولو لیکنی وکړی او د سپورټ قضاوت پریږدی ورزشی مفسرینو ته!
    مننه

  15. حامد پنجشیري Reply

    من از پنجشیر، بازارک هستم، ولي هیچ وقت مسعود خاین را به حیث قهرمان قبول نه مې کنم، مسعود او همر اهنیش به صد ها تن از قریه مارا به این بهان شهید کردن که ما در حزب اسلام بودیم نه در جمعیت .. هر کس کې این خاین را قهرمان جلوه میته او خودیش خاین کلانتری است … تشکر

  16. ورور Reply

    ګرانو ورونو زه کله کله داسې په چورتونو کې ډوب شم چې خداې ګو ډیر غټ تاوان مې کړی وي خو داسې نده زه تل دی خپلو ګرانو او ناپوه افغانانو ورونو او خوېندو ته حېران شم چې ولې څه پرې شي؟د پښتون تاجک اوزبک هزاره په نوم يي دا وطن په برخو برخو وویشه.

  17. نجیب Reply

    هم قرار او هم قانع صاحب دواړه ښه لیکوالان دي. قانع صاحب لیکني ډېرې خوندوري وي.
    قلم د ومه دره.
    په حقیقت دې سترګې پټې مه شه
    د خپلو خلکو په چوپړ کې اوسه
    بس همدې ته ژوند وايې

Leave a Reply to مولوي منهاج الدین Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *