Categories

د سیاسي ائتلافونو د شمیر زیاتوالی: د ولسواکۍ تمرین که د شخصي موخو پالل؟

زیرک یوسفي

۳۰/۵/۱۳۹۶

مخکې له دې چې په افغانستان کې د ګڼ شمیر ائتلافونو د رامنځته کیدلو پر لاملونو، انګیزو او بیا د دوی پر اړتیا بحث وکړو، د ائتلاف پر مفهوم به لږ تم شو ترڅو څرګنده شي چې ائتلافونه په اصل کې منفي نه بلکې مثبته ښکارنده ده او په ولسواکۍ کې ډیری مهال په مثبته توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. خو په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې دې پوښتنې ته ځواب وموندل شي چې آیا په افغانستان کې هم ائتلافونه د دموکراتیکو اصولو په پام کې نیولو سره رامنځته کیږي که نه شخصي، ډلییز، سمتي او ژبني اغراض پکې نغښتي دي؟

ائتلاف چې په انګریزي ژبه کې ورته coalition وايي په لنډمهاله توګه د مختلفو سیاسي ډلو، ګوندونو او قوتونو ترمنځ یووالی دی چې د ځانګړو موخو لپاره رامنځته کیږي. ائتلافونه په ټولیزه توګه د لاندې درې موخو لپاره جوړیږي.  لومړی: د پارلماني او ټاکنیزو موخو او د اقتدار د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي ګوندونو یووالی، دویم، له ګوندنو سربیره د یو مشخص هدف لپاره د مختلفو سیاسي ډلو یوځای کیدل او دریم د یو ګډې موخې او کړنې لپاره د څو دولتونو یوځای کیدل. ائتلافونه کیدای شي په څو ډولونو رامنځته شي. کیدای شي ائتلاف د یو لوی ګوند او څو کوچنیو ګوندنو ترمنځ وي ترڅو اکثریت خپل کړي، یا داسې هم کیدای شي چې یو څو کوچني ګوندونه یا ډلې ائتلاف وکړي ترڅو د لویو ډلو د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو څخه مخنیوی وکړي، بالاخره دا چې کیدای شي د سوله ییزو لارو دولتونو ته د ماتې ورکولو لپاره هم ځینې ائتلافونه رامنځته شي.  باید یوې مهمې موضوع ته مو پام وي چې د ائتلاف او اتحاد ترمنځ توپیر شتون لري. ائتلاف د اتحاد په پرتله ډیرلنډمهاله، ډیر محدود او غیر رسمي وي. په دې مانا چې که ائتلافونه موخو ته له رسیدو وروسته ژر له منځه ځي نو همدا یې ځانګړنه ده. بله مهمه خبره دا ده چې له سیاسي پلوه ائتلافونه په هغو هیوادونو کې ډیر رامنځته کیږي چې ګڼ توکمیزه وي او یا پکې د سیاسي ګوندونو شمیر زیات وي. که چیرې دوه لوی ګوندونه شتون ولري بیا د دوی ترمنځ ائتلاف ممکن نه دی خو بیا کیدای شي پارلماني ائتلافونه د یو قانون یا لایحې د تصویب یا د یوې مهمې پریکړې په اړه رامنځته شي.

په افغانستان کې په تیرو شپاړسو کلونو کې یو شمیر ائتلافونه جوړ شوي او دغه ائتلافونه د ولسمشر کرزي په دوره کې ډیری د ټاکنو پر مهال رامنځته شوي او له دوه برخلیکونو سره مخامخ شوي دي. یا ائتلاف د جوړیدو پر څوومه ورځ له منځه تللی او یا هم ائتلاف په حکومت کې مدغم شوی دی. له هغو مهمو ائتلافونو څخه چې د ولسمشر کرزي په دوره کې جوړ شوي دي، په لنډه توګه یادوونه کوو:

الف: د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې جوړ شوي ائتلافونه:

لومړی: د افغانستان ملي جبهه (لومړۍ ملي جبهه): د حامد کرزی د حکومت پر وړاندې لومړنۍ جبهه یا ائتلاف د ۱۳۸۶ کال د حمل د میاشتې په ۱۵ نیټه د جمیعیت اسلامي د مشر پروفیسور برهان الدین ربانۍ ترمشرۍ لاندې جوړ شو. په دې جبهه کې ډیرو هغه کسانو شتون درلود چې په تیرو لسیزو کې په یو ډول نه یو ډول په سیاسي قدرت کې شریک وو. ډیری غړي یې تاجکان او پخواني جهادي مشران وو. د جبهې د مشرانو په وینا د دې جبهې له جوړیدو څخه موخه د دولت تضعیف او له دولت سره دښمني نه بلکې، په دولت کې د اصلاحاتو راوستل و. د دغه جبهې یو مهم شعار دا هم و چې غواړي ریاستي نظام په پارلماني نظام بدل کړي. په دې جبهه کې برهان الدین ربانی، احمد ضیا مسعود، مارشال محمد قسیم فهیم، اسماعیل خان، یونس قانوني، عبدالرشید دوستم، سید منصور نادری، مصطفی ظاهر، مصطفی کاظمي، محمد اکبري، سید محمد گلاب زوی او نورالحق علومی ګډون درلود. څرنګه چې دا د کرزي د حکومت پر وړاندې لومړنۍ جبهه وه نو ښاغلي کرزي یې پر وړاندې شدید غبرګون وښود او نوموړې جبهه یې د پردیو سره یې په تړاو درلودلو تورنه کړه. دا جبهه مخکې له دې چې خپلو موخو او اهدافو ته ورسیږي له ماتې سره مخامخ شوه. لومړی یې یو مهم غړی ښاغلی مصطفی کاظمي په بغلان کې په انتحاري برید کې مړ شو، بیا ورڅخه په ۱۳۸۷ کال کې شهزاده مصطفی جلا شو او جبهه یې له تزلزل سره مخامخ کړه او بالاخره جبهه هغه مهال له تجزیې سره مخامخ شوه چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې ورڅخه عبدالرشید دوستم، محقق او مارشال فهیم جلا شول. ویل کیږي چې د دې جبهې په ماتولو کې ښاغلي کرزي ډیره جدي ونډه درلودله. د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو څخه وروسته دا جبهه عملاً له منځه ولاړه.

دویم: د تغییر او امید ائتلاف: د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو په درشل کې ډاکټر عبدالله عبدالله د کرزي پر وړاندې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ او د “تغییر او امید” تر شعار لاندې یې یو ائتلاف رامنځته کړ. د دې ائتلاف غړي هم ډیری د شمالي ټلوالې پخواني غړي وو. دغه راز د پورته ذکر شوې جبهې (ملي جبهې) ډیری غړو هم له دې ائتلاف څخه ملاتړ وکړ. کله چې د ۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې اعلام شوې نه ښاغلي کرزي او نه هم ډاکټر عبدالله اکثریت رایې وګټلې او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې خو ډاکټر عبدالله بیا د دویم پړاو لپاره د ځان له نوماند کولو څخه تیر شو. دغه ائتلاف یو انتخاباتي ائتلاف و چې وروسته له انتخاباتو څخه یې بیا خپل نوم پرملي ائتلاف بدل کړ. د تغییر او امید ائتلاف شعارونه هم د غیر متمرکز او پارلماني نظام رامنځته کول وو.

دریم: ملي جبهه (دویمه ملي جبهه): دا جبهه د احمدضیا مسعود، دوستم او محقق لخوا د ۱۳۹۰ کال د لړم د میاشتې په شلمه جوړه شوه. د دې جبهې غړو ادعاد درلودله چې دوی غواړي پخوانۍ ملي جبهه بیا راژوندی کړي. احمدضیا مسعود د دې جبهې مشر وټاکل شو. د دې جبهې په تشکیل کې د تغییر او مید ائتلاف حضور نه درلود. دې جبهې هم د ښاغلي کرزي د حکومت د اپوزیسیون په توګه په کار پیل وکړ. د دې جبهې اصلي هدف د افغانستان سیاسي نظام په فدرالي نظام بدلول و. دا حرکت د ځینې امریکايي جمهوري غوښتونکو سناتورانو لخوا هم ملاتړ کیده او د دې جبهې د مشرانو ترمنځ او د امریکايي سناتورانو ترمنځ د جرمني په برلین او افغانستان کې هم ناستې ترسره شوې وې. د کرزي حکومت بیا هم د دې جبهې پر وړاندې جدي غبرګون وښود او امریکايي سناتور ښاغلی رورابکر افغانستان ته پر سفر یې بندیز ولګاوه. دغه راز یې پر دوستم چې د دې جبهې مهم غړی و هم تورونه ولګول او د دې جبهې له غونډو څخه یې مخنیوی وکړ. دغه جبهه هم د انتخاباتو پر مهال کله چې یې بیلابیل غړي د نورو انتخاباتي ټیمونو سره یوځای شول د ماتې او تجزیې سره مخامخ شوه.  د دې جبهې د رامنځته کیدلو علت ظاهراً دا و چې ګواکې ښاغلي کرزي جنرال دوستم او محقق ته  په حکومت کې هغه ونډه چې وعده یې ورسره کړې نه ده ورکړې. دې جبهې د جوړیدو پر مهال په هماغه لومړیو کې هم ستونزې درلودلې، لومړی خو دا چې په اول ځل یې د شکست او تجزیې تجربه درلودله، استاد برهان الدین رباني ورسره دا ځل نه و ودریدلی، پښتنو سیاستوالو پکې ګډون نه درلود او حتی د لطیف پدرام ډلې چې د هغه هدف هم د افغانستان د سیاسي نظام فدرالي کول و په دې جبهه کې ګډون ونکړ. دغه راز اسلامي جمعیت هم د احمدضیا مسعود ګډون په نوموړې جبهه کې د هغه شخصي تصمیم باله. په لومړیو کې په دې جبهه کې د ملي مشارکت د ګوند مشر ښاغلي نجیب الله کابلي هم غړیتوب درلود خو په ۱۳۹۱ کال کې یې بیا د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې جهبه رسماً پریښوده او د جبهي مشران یې د هیواد د ملي ګټو پر وړاندې په کړنو تورن کړل او ویې ویل چې دغه جبهه غواړي افغانستان د نورو په لمسون تجزیه کړي.  

څلورم: د افغانستان ملي ائتلاف: څرنګه چې پورته ورڅخه یادوونه وشوه، د ۱۳۹۰ کال د مرغومي په میاشت کې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ یو نوي ائتلاف د ملي ائتلاف په نوم د موجودیت اعلام وکړ. په حقیقت کې دا هماغه د تغییر او امید ائتلاف و چې خپل نوم یې بدل کړ او نوي غړي ورته جذب شول. د ائتلاف غړو ادعا درلودله چې دا ائتلاف به د ښاغلي کرزي د حکومت پر وړاندې د لوی او قدرتمند اپوزیسیون په توګه راڅرګند شي. په دې ائتلاف کې نوي ورزیات شوي غړي، یونس قانوني، احمد ولي مسعود، سانچارکی، عبدالمطلب بیک، همایون شاه آصفی، احمد بهزاد، فرهاد اعظیمی ، سیدعلي کاظمی، سید اسحق ګیلانی، قربان علی عرفانی او داسې نور وو.  دغه راز په دې ائتلاف کې ځینې نور جهادي مشران چې د کرزي له حکومت سره یې په حکومت کې د نه ورګډولو له امله خواشیني و هم غړیتوب درلود. ظاهراً د دغه ائتلاف غوښتنه هم له ریاستي څخه پارلماني ته د نظام بدلون و. سره له دې چې دې ائتلاف ادعا درلودله چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نږدې بیا ډاکټر عبدالله د جمیعت د استازي په توګه ځان نوماند کړ او له وخته مخکې ائتلاف له منځه ولاړ او مختلفو غړو یې په یې بیلابیلو انتخاباتي ټکټونو کې ګډون وکړ.

په ټولیزه توګه که د حامد کرزي د دورې ائتلافونو او جبهو ته یو ځغلنده نظر وکړو نو موندلی شو چې دغه ټول ائتلافونه پرته د تغییر او امید له ائتلاف څخه د ټاکنو پرمهال له منځه تللي دي، دویمه دا چې ټولو دغو ائتلافونو (پرته له دویمې جبهې) د ریاستي نظام پر پارلماني نظام بدلول غوښتل، دریم، ډیری د دغه ائتلافونو غړي د شمالي ټلوالې پخواني غړي و، څلورم، اکثراً د لنډمهالو ګټو په پام کې نیولو سره ائتلافونه رامنځته شوي او مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي د شخصي ګټو لپاره له منځه تللي دي. پنځم یو ائتلاف هم د ائتلافونو د جوړیدو د اساسي سیستم پر مبنی چې لومړی مذاکرات دي، بیا د هدف او ستراتیژۍ ټاکل دی او بیا مبارزه کول او بالاخره د قدرت یا د هدف ترلاسه کول دي، نه دي رامنځته شوي. شپږم، پورته ائتلافونو په هیڅ ډول د افغانستان د ټولو قومونو او ملیتونو استازیتوب نه دی کړی. او اوم دا چې کله چې د ښاغلي کرزي حکومت غوښتلي دي، ډیر ژر یې دغه ائتلافونه او جبهي د سیاسي پلوه له ماتې او شکست سره مخامخ کړي دي.

اوس غواړو پر هغو ائتلافونو جبهو او شوراګانو یو ځعلنده نظر واچوو چې د ښاغلي اشرف غني د ولسمشرۍ په موده کې چې ورڅخه درې کاله نه تیریږي، رامنځته شوي دي. لومړی به د ائتلافونو  په اړه معلومات ورکړل شي او بیا به یې د رامنځته کیدو پر لاملونو بحث ترسره شي.

ب: د ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې جوړ شوي ائتلافونه:

د ښاغلي اشرف غني د ولمسشرۍ په دې درې کلنه دوره کې تر اوسمهاله اوه ائتلافونه یا جبهې او یا اپوزیسیوني شوراګانې رامنځته شوي دي. چې په لنډه توګه ورڅخه یادوونه کوو.

لومړی، د حراست او ثبات شورا: دا شورا د هغو لومړنیو ائتلافونو څخه ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر وړاندې د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په میاشت کې په دې موخه چې ګواکې په افغانستان کې به اصلاحات راولي او د نظام له شړیدو او له منځه تګ څخه به مخنیوی کوي ترڅو یې د هیواد په اړه خپل مسؤلیت ادا کړی وي، رامنځته شوه. د شورا په مشرتابه کې عبدرب الرسول سیاف، محمدیونس قانونی، عبدالهادی ارغندیوال، بسم الله محمدی، عبدالروف ابراهیمی، محمد اسماعیل خان عمر داوودزي او ګڼ شمیر نورو جهادي مشرانو او د حامد کرزي د وخت دولتي چارواکو ګډون درلود. د شورا غړو داسې انګیرله چې ګواکې حکومت د تزلزل او پاشل کیدو په حالت کې دی او داسې یو جوړښت باید شتون ولري چې بیا د یو بدیل په توګه هیواد له بدبختیو وژغوري. د حراست او ثبات شورا د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک پر پلي کولو، د لویې جرګې راغوښتلو او د اساسي قانون پر تعدیل، او په انتخاباتي نظام کې بدلون راوستلو ټینګار کاوه او دا یې هم څرګندوله چې باید د ملي یووالي حکومت د رامنځته کیدو هوکړه لیک چې د دوه کلونو لپاره دی باید تمدید نه شي. خو پټه دې پاتې نه وي چې د دغه مودې په پای ته رسیدو سره نوموړې شورا هیڅ اقدام هم ونکړ او کومې غوښتنې چې یې درلودلې لا هم نه دي ترسره شوي. دغه شورا اوس هم په هماغه بڼه چې جوړه شوې وه ادامه لري، تر اوسمهاله یې د مختلفو موضوعاتو په اړه اعلامیې ورکړي او ناستې یې ترسره کړي خو څرنګه چې اټاکنې نه دي رارسیدلي نو لا یې د تجزیې او له منځه تګ موضوع نه ده مطرح شوې، تیرو تجربو ته په کتلو سره ، داسې امکان شته چې دا شورا به هم د ټاکنو په درشل کې د نورو سیاسي اړخونو او یا اوسني حکومت سره د یوځای کیدلو له امله د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

دویم، د جهادي او ملي احزابو عالي شورا:  د ۱۳۹۵کال د لیندۍ  میاشتې په وروستیو کې کې دغه ائتلاف د یوې شورا په بڼه د هغو جهادي او سیاسي رهبرانو لخوا رامنځته شوه چې د ښاغلي اشرف غني د انتخاباتي ټیم (تحول او تداوم) غړي وو. په دې شورا کې  صبغت‌الله مجددي، محمد کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود، سید حسین انوري، پیر سید احمد گیلاني، قاضي محمد امین وقاد او قطب‌الدین هلال ګډون درلود. له نوموړو غړو څخه پیر سید احمد گیلانی و سید حسین انوری له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي. ظاهراً داسې فکر کیږي چې دا یو حکومتي ائتلاف و چې د نورو ائتلافونو او د اپوزیسیونونو د جوړولو د مخنیوي او ارزښت د د راکمولو لپاره د حکومت لخوا رامنځته شوی و. دې شورا د فساد او نا امنۍ له امله پر حکومت نیوکه درلودله او ویل یې چې د حکومت د منځه وړلو پلوي نه کوي خو کې چیرې حکومت د قانون څخه سرغړوونه وکړي نو پر وړاندې به یې ودریږي. دا شورا دومره منسجمه شورا نه ده. په لومړیو کې یې یو څو غونډې درلودلې او اوس له ستونزو سره مخامخ ده، لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه دوه غړي یې وفات شوي، کریم خلیلي د سولې عالي شورا رئیس ټاکل شوی او احمدضیا مسعود عملاً د دولت لخوا له سیاسي صحنې ویستل شوی دی.

دریم، د افغانستان نوي ملي جبهه: دا جبهه د افغان ملت ګوند د مشر لخوا د ۱۳۹۴ کال د مرغومي د میاشتې په ۲۴ نیټه د ملي یووالي د حکومت د اپوزیسیون په توګه رامنځته شوه. د جبهې د غړو د اعاد پر اساس په دې جبهه کې شپږ سیاسي ګوندونه شتون لري. په دې جبهه کې ځینو د پارلمان پخوانیو او اوسنیو غړو، ښاغلي صدیق پتمن، مولوي قلم الدین، مولوي رحماني جواد حسینی او ځینې پخواني والیان ګډون لري. دې ائتلاف د ملي یووالي حکومت په بشپړه توګه ناکام او د اصلاح نه وړ ګڼي او په دې خبره ټینګار کوي چې باید انتخابات له وخته مخکې ترسره شي. دوی دا هم ویل چې د ملي یووالي حکومت مشروعیت نلري او بې کفایته دی. دې ائتلاف هم تراوسه یو څو ناستې او غونډې ترسره کړي، خو مشر یې هڅه کوي تر انتخاباتو د مخه د کوم بل ائتلاف سره یوځای شي او په همدې موخه یې د افغانستان د ژغورنې له ملي ائتلاف سره کتنې هم درلودلي دي.

څلورم، د روښنايي جنبش: د روښنايي جنبش چې غړي یې د هزاره توکم نوي راټوکیدلي رهبران دي د ۱۳۹۵ کال په لومړیو کې هغه مهال رامنځته شو چې کابینې پریکړه وکړه چې له ترکمنستان څخه ۵۰۰ کیلو واټه وارداتي بریښنا د بامیانو پرځای د سالنګ له لارې راولیږدوي. نوموړي جنبش د دغه پریکړې په نیوکې سره په کابل کې لوی لاریونونه ترسره کړل او له دولت څخه یې وغوښتل چې دغه وارداتي بریښنا د بامیانو له لارې وردګو ته ولیږدوي. د دې جنبش په مشرتابه شورا کې کریم خلیلی چې بیا له جنبش څخه ووت صادق مدبر، احمد بهزاد، لطیف پدرام، ناهید فرید و عارف رحمانی؛ سید حسین انوری، سید هادی هادی ، عزیزالله شفق؛ عزیز رویش، محمد اکبری، رمضان حسین‌زاده، ذوالفقار امید، داوود ناجی، جواد سلطانی، ذکی دریابی، جعفری او آصف آشنا غړیتوب درلود. د دې جنبش دویم لوی لاریون د ۱۳۹۵ کال د زمري د میاشتې په دویمه نیټه ترسره شو چې بیا پکې دوه پرلپسې چاودنې وشوې او تر اتیا کسه پکې ووژل او تر ۴۰۰ پکې ټپیان شول. د جنبش ادعا د یوې تخنیکي ادعا څخه په یوه سیاسي ادعا بدله شوې وه او ویل یې چې ګواکې هزاره ګان د سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دی او بیا یې د چاودنې مسؤلیت هم دولت ته راجع کړ او تور یې ولګاوه چې د دوی لخوا لاریون په نښه شوی دی. د روښنايي جنبش د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریونونه وکړل او افغان حکومت یې د هزاره ګانو پر وړاندې په تبعیض تورن کړ. د ۱۳۹۶ کال د زمري په دویمې نیټې (د لومړي لاریون د کلیزې د نمانځنې په موخه) هم دغه جنبش غوښتل چې لاریونونه وکړي خو امنیتي ګواښونه د دې لامل شول چې لغو کړل شي. په جنبش کې اختلافات هم رامنځته شول، محقق او خلیلي یې هم ملاتړ ونکړ، حکومت یې له مشرانو سره خبرې هم وکړې ترڅو آرام شي. په سیاسي صحنه کې دغه ائتلاف لا هم شتون لري.  

پنځم، د تغییر لپاره د رستاخیز جنبش: کله چې د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي د میاشتې په لسمه نیټه له چاودیدونکو توکو څخه ډک یو ټانکر د ښار په منځ (د زنبق څلورلاې) کې انفجار وکړ او له ۱۵۰ څخه زیات کسان پکې ووژل او له ۵۰۰ څخه زیات پکې ټپیان شول، نو د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو چې ډیری د جمیعت اسلامي د ګوند غړي یا پلویان و، په کابل کې په لاریون لاس پورې کړ. له چاودنې څخه دوه ورځې وروسته لاریون په تاوتریخوالي واوښت او ویل کیږي چې په پایله کې یې څو لاریونوال مړه او زخمیان شول. په وژل شویو لاریونوالو کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمدعلم ایزدیار زوی سالم ایزیدیار هم و چې بیا یې د جنازې پر مهال درې چاودنې وشوې او ګڼ شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دغه پرلپسې پیښې د دې لامل شوې چې یو اعتراضي غورځنګ د تغییر لپاره د رستاخیر جنبش په نوم رامنځته شي. دغه غورځنګ د کابل ښار په څو سیمو کې د تحصن خیمې ودرولې، لارې او سرکونه یې وتړل. په لاریون کې د دوی شعار پر ارګ ورختل (ارګ او یا مرګ) و. دغه راز یې د امنیتي ارګانونو د مشرانو د استعفا غوښتنه هم کوله. سره له دې چې ادعا کیدله چې دا یو بې پرې جنبش دی خو بیا هم د اسلامي جمیعت ګوند مشر ښاغلي صلاح الدین رباني د دوی په استازیتوب له حکومت څخه د حنیف اتمر، د کورینو چارو او دفاع وزیرانو او د امنیت د رئیس د ګوښه کولو غوښتنه وکړه او دغه راز یې د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک او د پیښې د هراړخیزې څیړنې غوښتنه هم وکړه.

شپږم، د افغانستان د ژغورنې ائتلاف: جنرال عبدالرشید دوستم، حاجي محمد محقق، صلاح الدین ربانی او عطامحمد نورد ولمسشر غني پر وړاندې یو ائتلاف په ترکیه کې د ۱۳۹۶ کال د زمري د میاشتې په لومړیو کې جوړ کړ. پورته څلور کسان له حکومت څخه په مختلفو دلایلو ناراضه شوي و، دوستم د ښاغلي اشرف غني لومړی مرستیال د ایشچي د جنسي تیري په موضوع کې د عدلي او قضايي ارګانونو  تر تعقیب لاندې ترکیې ته په اصطلاح تبعید شوی، حاجي محمد محقق له خپلې بې صلاحیتۍ او صلاح الدین ربانی له دې امله چې په بهرنیو چارو کې پوره واک نلري او بالاخره عطامحمد نور چې له شپږو میاشتو څخه د زیاتې مودې لپاره د اشرف غني له ټیم سره د مذاکراتو په پایله کې هیڅ ترلاسه نکړل، له حکومت څخه ناراضه او ددغه ائتلاف په جوړولو یې لاس پورې کړ. ظاهراً د دغه ائتلاف موخې دا دي چې ستونزمنو سیاسي- امنیتي شرایطو ته په پام سره ولسمشر غیر قانوني کړنې ترسره کوي، ملي یووالي په خطر کې غورځیدلی، د خلکو، سیاسي جریانونو او دولت ترمنځ واټن رامنځته شوی او هیواد د ګډوډۍ او سیاسي ستونزو په لرو روان دی، نو د دغه حالت د کنټرول لپاره غواړي سیاسي مبارزه ترسره کړي. دغه ائتلاف اشرف غني په غیرقانوني اعمالو، قانون ماتوونې او سلیقوي چلند او دغه راز په قومپالنې تورنوي او ادعا لري چې ګواکې وزیران او رئیسان یې سلب صلاحیت کړي دي. د ائتلاف غړي ادعا لري چې دوی پرته له کوم بهرني ملاتړ څخه دغه ائتلاف جوړ کړی او هدف یې د حکومت اصلاح کول دي نه د حکومت پرځول. دوی وايي چې حکومت د استبداد، دیکتاتورۍ او انحصار پر لوري قدم ایښودلی دی. دغه ائتلاف تراوسه دوه غونډې ترسره کړي یوه په مزار او بله په جوزجان کې. دولت هم د نوموړي ائتلاف ټولې ادعاګانې بې بنسټه بللي او د دوی پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي او یو ځل خو یې اجازه ورنکړه چې د ښاغلي دوستم الوتکه په مزار کې ناسته وکړي او نوموړی بیرته ترکیې ته واستول شو، پر عطامحمد نور هم د ولایتي شورا ښاغلي آصف مهمند د ځورونې او ربړونې تورونه لګول شوي چې پایلې به یې وروسته راڅرګندې شي.

اوم، د افغانستان د خلکو محور: دغه ائتلاف د ۱۳۹۶ کال د زمري د میاشتې په ۲۵ نیټه د یو سیاسي حرکت په نامه رامنځته شو. د دې حرکت مهم غړي رحمت الله نبیل، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، شکیبا هاشمي، داود علي نجفي، جعفر مهدوی، امیرمحمد آخوندزاده، تمیم نورستانی، میرزا محمد یارمند او د کرزي د وخت نور مهم دولتي چارواکي او د پارلمان غړي دی. مشري یې د رحمت الله نبیل په غاړه ده. د محور د رامنځته کیدو په ورځ د محور غړو د دې حرکت د رامنځته کولو لامل په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخه کې د حکومت ناکامي، اختلاف او تفرقې ته لمن وهل او د سولې او جنګ په برخه کې ناکامي یاده کړ. د دې حرکت اصلي شعار، قانون او سیاسي مشروعیت ته بیرته ستنیدنه ده. دوی وايي چې محور به د یو اپوزیسیون په توګه د سولې، آزادۍ قانونمندۍ او د سیاسي اصلاحاتو لپاره  که اقتدار ترلاسه کړي د حکومت دننه او که ترلاسه یې نکړي نو د حکومت څخه بهر به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي. دې ائتلاف آن د رستاخیز د جنبش او د روښنايي جنبش له غوښتنو ملاتړ وکړ او حکومت یې تورن کړ چې په قصدي توګه یې د دغه غورځنګونو د امنیت له ټینګښت څخه ډډه کړې ده.

هیره دې نه وي چې په ۱۳۹۳ کال کې عبداللطیف پدرام چې د ملي کنګرې په نامه ګوند لري هم ځان د حکومت د آپوزیسیون د رهبر په توګه اعلام کړی و.  خو لا تراوسه نوموړی له کوم بل ائتلاف، جبهې او شورا سره نه دی یوځای شوی. په دې وروستیو کې یې هڅه وکړه چې د رستاخیز له جنبش سره یوځای شي او د هغوی له شتون څخه د ځان لپاره ګټه واخلي، خو په دې هڅه کې بریالی نه شو. سربیره پر دې ځینې نورې شوراګانې لکه په ختیځو ولایتونو کې د پارلمان وکیلان  او په وګړنیزه توګه  د پارلمان په چوکاټ کې د حکومت پر ضد غږونه اوچت شوي دي. دغه راز کیدای شي تر انتخاباتو نوي ائتلافونه هم رامنځته شي، ځینې پورته ائتلافونه کیدای شي له منځه ولاړ شي او یا په نورو کې مدغم شي.  په ټولیزه توګه د ښاغلي اشرف غني د حکومت پر وړاندې د ګڼ شمیر ائتلافونو رامنځته کیدلو لاملونه د پایلې په توګه لاندې ذکر کیږي:     

د پورته ائتلافونو د جوړیدو له لاملونو څخه چې د ائتلاف د جوړولو مشروع دلیل هم دی کیدای شي د ټولټاکنو رارسیدل وي،  په دموکراتیکو هیوادونو کې د اساسي قانون له مخې هرڅوک حق لري چې مشروع مبارزه ترسره کړي او ځان قدرت ته ورسوي. نو د ټولو پورته ائتلافونو د رامنځته کیدلو دلیل کیدای شي خپله قدرت ته رسیدل او یا له نورو ائتلافونو سره یوځای کیدل او په قدرت کې ونډه ترلاسه کول وي.  د ائتلافونو د زیاتیدو بل علت کیدای شي د پخوانیو چارواکو ترمنځ بیا قدرت ته د رسیدو ارمان وي، ځکه ډیری هغه کسان چې په پورته ائتلافونو کې راټول شوي مخکې یې په قدرت کې شریک وو، خو د ملي یووالي د حکومت په دوران کې ورڅخه محروم شوي دي. بل لامل د اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم او د ډاکټر عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم  دغړو نارضایتي ده،  ځکه دوی چې په داوړو ټیمونو کې د کومو موخو لپاره (په قدرت کې شریکیدل) مبارزه کړې وه، هغه موخې یې نه دي ترلاسه کړي، نو ځکه خو د دواړو ټیمونو غړي د یو عکس العمل د څرګندولو په توګه  په پورته ائتلافونو کې د اپوزیسیون په توګه راڅرګند شوي چې د ملي یووالي له حکومت څخه د خپل تاوان او ملاتړ کسات واخلي. د سیمې او نړۍ د هیوادونو لاسوهنې هم د ائتلافونو د رامنځته کولو دلیل کیدای شي ترڅو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره خپل د نظر وړ اشخاص په مختلفو ډلو کې یوځای او ګوندونه او جبهې ورڅخه جوړې کړي. د ځینو ائتلافونو په رامنځته کولو کې نه شو کولای د روسیې، پاکستان او ایران ونډه نادیده ونیسو. پر دولت د انحصار او قدرت د تمرکز تورونه لګول، د وزیرانو بې صلاحیتي او سلیقوي چلند کیدای شي د نارضایتۍ بل لامل وي چې په نتیجه کې یې پر دولت د فشار د راوړلو لپاره ائتلاف جوړولو ته مخه کیږي. د شخصي ګټو په خطر کې غورځیدل او د  دودیزو سیاسي او تنظیمي مشرانو مشروع یا نامشروع پانګو ته ګواښ پیښیدل چې غواړي په دولتي پوستونو کې پاتې شي او ټولې مالي معاملې له ځانه سره ولري او د ځوانو رهبرانو له راټوکیدلو څخه مخنیوی وکړي د ائتلافونو د رامنځته کیدول بل لامل جوړ شوی دی. د انساني غریضې له مخې کیدای شي پخواني دولتي مقامات د کینې او حسد له امله د نوي حکومت پرمختګونه یا بریالیتوبونه  و نه زغملای شي، نو له همدې امله په منفي فکرونو پسې ګرځي او له هغو جریانونو سره ځانونه یوځای کوي چې له حکومت څخه ناراضه وي. سربیره پر دې د ښاغلي اشرف غني د حکومت په لومړیو کې ځینې نویو چارواکو داسې دیکتاتورانه کړنې ترسره کړې چې فکر یې کاوه د کودتاه له لارې حکومت ته رسیدلي وي، دغه ډول کړنو د ځینو کسانو په زړونو کې د نارضایتۍ او کینې حس رامنځته کړ او اوس په هر ډول غواړي د حکومت د تخریب لپاره فعالیت وکړي او په ائتلافونو کې یوځای کیدل یو له دغو کړنو څخه دي. دغه راز اوسنی حکومت د کرزي د حکومت په پرتله سیاسي او جهادي رهبرانو ته د مرستې په پلمه باج نه ورکوي او هغوی ته چې به مخکې د حق السکوت په نامه څه ورکول کیدل نه ورکول کیږي نو له همدې امله اوس خپل مخالفت ته زور ورکوي. د ځینو کړیو لخوا د اشرف غني پر حکومت د قوم پالنې، تمرکز او د بهرنیو اوامرو ته غوږ ایښودلو تورونو د ملي وحدت حکومت پر وړاندې ذهنونه منفي کړي او په آسانۍ سره یې پر وړاندې په ائتلافونو کې ودریږي. د مختلفو قومونو ترمنځ د نویو راټوکیدلو او پخوانیو رهبرانو سیالیو او شخړو دې ته لاره هواره کړې ترڅو دوی مختلف ائتلافونه او یو د پل پر وړاندې په صفونو کې ودریږي، کوچني مسایل بهانه کړي او نوي ائتلافونه د خپل فزیکي حضور د ښودلو لپاره جوړ کړي.  د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی او د ځینو پروسیجرونو او کړنو قانوني کیدل د فساد د مخنیوي لامل شوي او د سیاسیونو ناوړه ګټه اخیستنه ورسره کمه شوې چې دا هم د ناراضۍ لامل شوي. د ښاغلي اشرف غني فوق العاده تخنیکي چلند او د غربي مدیریت ډول چې په دودیزه توګه پکې د افغاني کلتور سره سم له مشرانو، علماو او رهبرانو سره چلند نه کیږي د دوی د خواشینۍ لامل شوي دي. د  جرمونو عدلي او قضايي تعقیب هم د مخالفو ائتلافونو د جوړیدو لامل شوی دي.

2 comments

  1. بریال Reply

    د ښاغلي یوسفی په رسا قلم سره ډېره مهمه موضوع ده او په تفصیل سره لیکل شویده، چې هم تاریخي ارزښت لري ، هم سیاسي او ټولنیز مسایل په هر اړخیز ډول سره پکې بیان شویدي.
    هیله ده زمونږ ځوان سیاستوال، د پوهنځیو استادان ، د تاریخ لیکونکي ، ځوان مدنی فعالین یی یو ځل ولولي او ګټه ترې واخلي.

    1. زيرک يوسفي Reply

      مننه بريال صيب، په دې ائتلافونو کې نورې هم ډيرې خبرې شته خو د ليکنې د ډير اوږديدو له امله مو پر همدې اکتفا وکړه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *