Categories

اعلان

Loading…

مهربانه ونه | ليکوال: اکبر راحل

هر سهار دنګه ونه د مرغیو په نغمو له خوب ویښېدله، خپلې څانګې یې څنډلې، چڼچڼو به هم د طبعیت له زانګولې خوند اخیست، تل به یې د شبنم څاڅکو ته وزرونه پرانستل.

د هوا له تیزې څپې سره به هر ځل ځالې وزنګیدې او د مرغیو نغمو به د هوا سکوت مات کړ، کله کله به باد دا کار قصدآ وکړ او د طبیعت نزاکت به یې پر ځای کړ.

دې ونې پخپله غیږه کې سلګونو مرغیو ته بي اجازې هر کلی کړی و، لسګونه کورونه یې په ځان کې اباد کړي او نورو بي کورو ته مسکۍ ولاړه وه.

ونې نه غوښتل چې د خپلې ښیګڼې په مقابل کې له چا څه وغواړي، له هیچا یې شکایت ونه کړ او هیڅکله یې کومه ځاله له ځانه ونه څنډله.

دې ځان سره پریکړه کړې وه چې د طبیعت قانون به مني او هیڅ الوتونکی به نه ناهیلی کوي.

کلونه تیر شول، ونه ورځ په ورځ خپلې څانګې درنولې، او د طبیعت خوندور بوج ته یې تازه ښاخونه اچول.

مرغۍ يې د مينې پوروړې وې، دوی به هم  هره ورځ دا مهربانه ونه په خوږه نغمه له خوبه پاڅوله او د ورځې به یې په خوندورو سندرو نازوله.

دې کار ونې ته د ژوند اصلي مفهوم او ارزښت ور وښود، نو هیله ورسره  پیدا شوه چې سلګونه کاله ژوند وکړي او زرګونو الوتونکو ته یې خیر ورسیږي.

د سوځوونکو غرمو پر مهال به یې ډډې ته ډېر حیوانات دمه کیدل او له سیوري به یې خوند اخيست ، د لیوانو، پړانګانو، زمرو او نورو داړوونکو حیواناتو غږونه به کله کله مرغۍ وډارې کړې، خو د هوا د څپو په مرسته به ونې خپلې څانګې دومره وخوځولې چې دوی به یې وډار کړل او غلي به پریوتل.

یوه ورځ یې له لرې یو حیوان ولید چې تر اوسه نه و لیدلی، په زړه کې یې ویره پیدا شوه، حیوان ورو ورو ور نږدې کیده ، له ډاره د ونې پاڼې په ریږدیدو شوې،  باد ته یې غږ کړ چې څانګې یې وخوځوي، شغ شو باد والوت، د ونې ښاخونه وخوځیدل، خو پر حیوان یې اغیز ونه کړ او بي پروا را روان و، مخامخ ونې ته ودرید، ځان سره یې څه وویل ور نږدې شو، شاوخوا ترې وګرځید، ونه بي سېکه ولاړه وه، له ښاخونو یې ساه ختلې وه، دا لمړی ځل و چې ونه تر سهاره ویښه پاتې شوه، ټوله شپه يې ژړل او تر سهاره د مرغانو فکر ارام ته پرې نه ښوده.  

سهار همغه بنیادم بیا راغی، ماسپښین یې پنځه خره د تبرونو له لاستو بار کلي ته روان کړي و.

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *