Categories

اعلان

Loading…

يوه ناڅيزه شخړه | لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند

تبصره: محمد اکبر کرګر 

يوه عادي تجربه چې په ناڅيزه شخړه اوړي.

الف له ب سره په هــ کې يو مهم کار لري. د لومړيو خبرو اترو لپاره هــ ته ورځي. د تلو سفر په لسو دقيقو کې او د راتلو هم په ورته وخت کې تر سره کوي. په راستنېدو کې د کورنۍ په وړاندې پخپله داسې چټکتيا وياړي.

سبا بيا هــ ته ورځي. دا ځلې وروستۍ پريکړه کول غواړي. د الف کار به څو ساعته وخت ونيسي،  ځکه خو سهار ډېر ژر له کوره وځي. سره له دې چې  ټول احوال او وضعيت د الف د اټکلونو له مخې لږ تر لږه هماغه د تېرې ورځې په څېر دي، دا ځلې لار لس ساعته وخت نيسي، چې هــ ته رسېږي. د شپې ستړی ستومانه هلته وررسېږي، الف ته خبر ورکوي چې ب د هغه له نشتوالي نه په اندېښنه کې نيم ساعت تر مخه د الف کلي ته ولاړ او کېداى شي په لار کې تېروبېر شوي وي.

الف ته لارښوونه کوي چې منتظر واوسي. د الف چې زړه يې کار ته هوسېږي، سملاسي حرکت کوي او کور ته ځي.

دا ځلې پرته له دې چې پام وکړي واټن د سترګو په رپ کې وهي. کور ته چې رسېږي، خبرېږي چې ب ډېر ژر  رسېدلى دى. بې له ځنډه د الف له تللو نه وروسته په رښتيا سره په دروازه کې له الف سره مخامخ کېږي. د خپل کار يادونه ورته کوي؛ خو الف ځواب ورکوي چې وخت نه لري. بايد سملاسي لاړ شي.

خو د الف د دې ناپوهاوي وړ چلن برسېره ب پاتې او د الف د بيرته راستنېدو په انتظار کې ناست وي. هغه څو ځلې پوښتلى و، چې الف  تر اوسه نه دى را غلى؟ هغه تر اوسه د الف په کوټه کې په انتظار ناست دی.

الف ډېر خوشاله وي چې ب به سملاسي وويني او ټولې خبرې به ورته وکړي. په چابکۍ په زينه خېژي. د کوټې دروازې ته لا رسېدلی نه وي، چې تيندک خوري، پښه يې تاويږي. له ډېره زياته درده نېژدې راپرېوځي. بي هوشه وي، د چيغو او فرياد وس هم نه لري. همدومره کولی شي، چې په تورتم کې نرى زگېروى وکړي. د ب اواز اوري، ناشوني ده، چې ووایو، له لرې یا که له نېژدې. په ترپکو له زينې را کښته کېږي او د تل لپاره تری تم کېږي.

په «یوه ناڅيزه شخړه» کوچنۍ تبصره:

دا کيسه هم د کافکا د نورو ليکنو په څېر د کافکايي فضا څخه مالاماله ده. کافکا لکه څنگه چې له بېروني نړۍ سره په شخړه دى له هغه زيات د خپل ځان او درون سره په مجادله بوخت دى. په کيسه کې په لومړي وار يو واټن لس منټه وخت نيسي خو په بل وار عين واټن لس ساعته وخت نيسي. دلته د ذهن خبره ده، چې ذهن د وخت او ساعت په باب حکم کوي يعنې هندسي وخت اعتبار نه لري، بله دا چې کافکا په لنډو کليماتو کې يوځای لیکلي:

«په بشري گناهونو کې دوه اصلي گناه وې موجودي دي، چې نورې گناهگانې ترې سرچينه اخلي.  بې صبري او هوساينه. انسان د بې صبرۍ په اثر له جنته راوشړل شو او د هوساينې په اثر بيرته جنت ته نه شي ورتللى. کېداى شي د انسان اصلي گناه له يوې زياته نه وي. انسان د بې صبرۍ په اثر له جنت نه راوشړل شو او د بې صبرۍ په اثر بيرته جنت يا فردوس ته نه ورگرځي.»

له بلې خوا د کافکا نړۍ د هغه د خپل دننني کشمکش نه را زېـږېـږي. دا نه يوازې زموږ د دوران د ايمان او زوال د بحران ټوله او عامه نښه ده، بلکې له درده ډک ژوند او د هستوونکي د وبا وهلې مجسمې صحنه او د بشريت ډېر لرغونی تناقض يا پارادوکس جوتوي چې د انسان په ژوند کې پېښيږي. په دې اساس د کافکا د اثارو مضامين د آدم يا بشر سره يو ځاې دي. دا ځکه چي آدم ( لومړني بشر) – لومړنی انسان او لومړنی ياغي و چې د کافکا په قول د هغه ماجرا اوس تل زموږ په موجوديت کې تکراريږي، خو د کافکا نړۍ چې د بشر له برخليک سره ناپايه او اړينه جگړه ده، د ايوب(ع) له داستان سره  ډېره ورته ده.

پورتنۍ لنډه ليکنه هم د کافکا د قصر رومان محتوا ته ورته ده چې انسان هلې ځلي کوي هڅه کوي، خو په دې نه بريالی کېږي چې خپل منزل مقصود ته ورسېږي. هغه په دې محکوم دې چې په انتظار کې پاتې شي او پاتې شي. د قصر په رومان باندې يو منتقد ليکي:

هېڅ داسې تسلي نشته چې د دې نړۍ په دننه کې يې پيدا کړو، همدا راز قدرت نه يوازې د دې جهان تجربه کول دي بلکې په شاعرانه توگه د هغه هستول دي. بايد بهر سرچينه ولري. يوازې هغه ذهن کولي شي د يو سرگردانه روح کمال د يو دوښمن په قلمرو کې د يو داسې هستوونکي قدرت سره پرې فکر وکړي چې لږ تر لږه په يوه تشه کې يوه خاطره راژوندۍ کړي، چې روح په کې د اسوده ګۍ او اشنايي احساس وکړي.

هغه زياتوي چې موږ له نهيلۍ نه هم نه ډاريږو، خو د روحي ناکامۍ غم  يو لطيف او نرم زيرى له ځانه سره لري.

50 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *