Categories

اعلان

Loading…

د ماشو ضد تلویزیون جوړ شو

تاند- د ایل جي کمپنۍ د ایل اي ډي (LED) نوي تلویزیونونه د ماشو ضد خاصیت لري. که دا ډول تلویزیون په یوه خونه کې وي، ماشي نه ورځي خو شرط دا دی چې تلویزیون روښانه وي.

که تلویزیون ګول شي، بیا ماشې پرې ری نه وهي. ځکه چې د دغه تلویزیون د ساونډ یا ږغ سیستم داسي جوړ شوی چې ماشي تېښتې ته اړباسي.

د دغه ډول تلویزیونونو د ۳۱ اینچو بیه څلور سوه امریکايي ډالره ښودل شوې خو د هرې بلې تکنالوژۍ په شان به وروسته – وروسته ارزانه شي.

ایل جي کمپنۍ له دې تکنالوژۍ څخه د کالو مینځلو په ماشین او ایرکنډېشن کې هم کار اخیستی دی.

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *