Categories

اعلان

Loading…

په ۲۰۱۷ کال کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

تېره اوونۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ريباکه ټاويرس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوې غونډې ته وویل، افغانستان په نړۍ کې دويم هېواد دی، چې د جګړو له کبله يې ډېری وګړي بې‌ځایه شوي او دغه راز د بې‌ځایه شوو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.[1]

له بله پلوه، د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ د اګست تر ۱۲مې پورې کابو درې لکه تنه ناراجستر کډوال له ايران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دا چې دا مهال په هېواد کې د بې‌ځایه شوو کډوالو شمېره څومره ده؟ په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېره، وضعیت او د راجستر شوو او ناراجستره کډوالو د بېرته راستنېدلو بهیر څرنګه دی؟ او د دې ترڅنګ په اروپا کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی؟ دلته پرې شننه کوو.

په هېواد کې دننه بې‌ځايه شوي

په افغانستان کې خلک د جګړې، اقتصادي او طبیعي آفتونو له کبله په بېلابېلو پړاوونو کې، یا د هېواد دننه بې‌ځایه شوي او یا ګاونډیو هېوادونو/سیمو ته کډه شوي دي.

د شورویانو د اشغال پرمهال هم خلک اړ شول، چې یا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي او یا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه، د پلازمېنې کابل په لور ولاړ شي. دا چې هغه مهال د هېواد دننه په تېره بیا په کابل کې څومره بې‌ځایه شوې کورنۍ او خلک وو، په اړه یې دقیقې او کره شمېرې نشته؛ خو بیا هم د دوو افغان پېژندونکو «نانسي» او «لویس ډوپري» په اند د ثور له انقلاب څخه وړاندې د کابل نفوس تقریباً ۷۵۰ زره تنه و؛ خو د شورویانو له یرغل سره، د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه یو شمېر افغانان کابل ته کډه شول، ترڅو ځانونه د جګړو له تباهۍ وژغوري. دغه چلند بیا د کابل نفوس دوه برابره کړ (یعنې شاوخوا یونیم میلیون شو). د دې ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم، خلکو تر ډېره د مرکزونو په لور مخه کړه او په مجموع کې یې د هېواد دننه بې‌ځایه شويو شمېره شاوخوا دوه میلیونو تنو ته ورسوله. (وګورئ: شکل-۱)

شکل-۱: د هېواد دننه کډوالي (۱۹۸۴م-۲۰۱۶م)

ماخذ: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره

په پورتني شکل کې شنه کرښه د شورویانو پرضد د افغان جهاد پرمهال د هېواد دننه بې‌ځایه شويو کډوالو اټکلي شمېره ښيي او سره کرښه بیا د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۱۹۹۲م څخه تر ۲۰۱۶م پورې د بې‌ځایه شويو کډوالو وضعیت ښيي.

په نوییمه لسیزه کې د کورنۍ جګړې له کبله ډېری خلک په ښاري سیمو او د جګړې له ډګره لرې اوسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان پر بېلابېلو سيمو د امریکایانو له لومړنیو بریدونو سره د داخلي کډوالو شمېره ۱.۲ ملیونو تنو ته ورسېده؛ خو ورسره جوخت په هېواد کې د امنیت له ټینګېدو سره د داخلي کډوالو شمېره هم ۶۵۰ زره تنو ته راکمه شوه او تر ۲۰۰۶ کال پورې د داخلي کډوالو شمېر همداسې مخ په ټیټېدو و. هغه مهال تر ډېره په هېواد کې دننه امنیت ټینګ و؛ خو له ۲۰۰۷ کال وروسته، چې په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوې، نو د هېواد دننه بې‌ځایه شوي کډوال هم مخ په زیاتېدو شول. په ۲۰۰۷م کې په ټول افغانستان کې تقریباً ۱۵۳۷۱۸ تنه داخلي کډوال وو؛ خو د ۲۰۱۵م کال د مې مياشتې تر پایه تقریباً ۹۱۶۴۳۵ تنه داخلي کډوال وو[2]. دا شمېره په ۲۰۱۶ کال کې ډېره زیاته شوه، او د بې‌ځایه شوو کچه یوازې په دغه کال کې له نیم میلیون زیاته او د هېواد دننه د بې‌ځایه شوو مجموعي کچه له یو نیم میلیون څخه زیاته شوه.

د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ تر جون مياشتې پورې تقریباً ۱۵۹۰۰۰ تنه نور هم په هېواد کې دننه، د روانې جګړې او ناامنيو له کبله بې‌ځایه شوي او یوازې ۷۶۰۰ تنه بیا د طبيعي آفتونو له کبله کډه کولو ته اړ شوي دي. 

په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې د افغان کډوالو کچه له ۲.۵ میلیونو پورته ده، چې له دغو څخه یوازې ۱.۴ میلیونه په پاکستان کې راجستر شوي کډوال دي. په ۲۰۱۶ کال کې تقریباً ۳۸۰۰۰۰ تنه راجستر شوي افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راوګرځېدل؛ خو د ۲۰۱۶ کال په پای کې د کډوالو د بېرته راستنېدلو پروسه وځنډېده. دا د بېرته راستنېدلو پروسه د ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې بیا پيل شوه او د ۲۰۱۷ کال د اپرېل له ۳مې د مې تر ۳۱مې پورې کابو ۳۴۳۷۶ تنه راجستر شوي کډوال بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

په بل اړخ کې، په ۲۰۱۶ کال کې په مجموعي توګه له پاکستان او ایرانه تقریباً ۶۹۲۱۵۷ تنه ناراجستر افغان کډوال راستانه شول. په دغو کې له پاکستانه ۲۴۸۱۸۹ تنه او له ایرانه بیا ۴۴۳۹۶۸ تنه ناراجستر راستانه شوي کډوال وو. له پاکستانه تقریباً ۲۲۵۶۳۰ تنه په خپله خوښه راغلل او ۲۲۵۵۹ تنه په زوره راستانه شول. په بل اړخ کې په ۲۰۱۶ کال کې له ایرانه هم ۲۴۸۶۵۳ تنه په خپله خوښه راستانه شول او ۱۹۵۳۱۵ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول.

د ۲۰۱۷ کال له پيله د اګست تر ۱۲مې پورې په مجموعي توګه له پاکستانه ۸۱۲۸۶ تنه راستانه شول، چې په دغو کې ۷۸۵۸۶ تنه په خپله خوښه او ۲۷۰۰ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول. په بل اړخ کې له ایرانه هم په مجموعي توګه ۲۱۵۰۸۴ تنه افغان کډوال راغلل، چې ۷۹۱۲۲ تنه پکې په خپله خوښه او ۱۳۵۹۶۲ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره بد چلند، د ملګرو ملتونو له‌خوا له هر تن سره تقریباً ۴۰۰ امریکايي ډالر مرسته (که څه هم دا مرستې اوس بېرته راکمې شوې دي) له پاکستانه د بېرته راګرځېدلو تر شا عمده لاملونه وو. (وګورئ: جدول-۱)

جدول-۱: له ايران او پاکستانه راستانه شوي کډوال (جنوري-اګسټ ۲۰۱۷)

په اروپا کې افغان کدوال

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي، په اروپایي هېوادونو کې آلمان بیا هغه هېواد دی، چې ډېر افغانان پکې کډوال دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې دغه هېواد ته د ورغلو افغان کډوالو شمېر ۲۵۲۵۹۰ تنو ته رسېږي؛ خو د روان میلادي کال (۲۰۱۷) د جولای میاشتې تر پایه ۷۳۶۸ افغان کډوال آلمان ته رسېدلي دي. دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې د ۴۴ سلنه ګډوالو د پناه غوښتنه هم منل شوې ده.

 په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰م کال کې بیا دغه شمېر ۵۱۳۰۵ تنه و. که څه هم د ۲۰۱۶م کال په جريان کې آلمان او ځینو نورو اروپایي هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تصمیم ونیوه او له دې سره په اروپا کې هغه مېشت افغان کډوال چې ځانونه یې له سختو لارو اروپا ته رسولي وو، له ګڼو ستونزه سره مخ شول. سلګونه تنه یې په زور بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شول او یو زیات شمېر یې لا هم بې‌برخليکه په دغه هېوادونه کې شپې ورځې تېروي. د راپورونو له مخې، د روان ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې په ټوليز ډول د کډوالو د بېرته ستنولو په لړۍ کې کموالی لیدل کېږي. د ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې په پای کې د بېرته ستنولو ۱۲۵۴۵ موارد ثبت شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په همدومره موده کې ۱۳۷۴۳ مورده وه.

[1] ازادي راديو، «م.م: افغانستان د کورنیو بې‌ځایه شویو له پلوه نړۍ کې دوهم هېواد دی»، د زمري ۱۷مه ۱۳۹۶، پرلیکه بڼه:

https://pa.azadiradio.com/a/28665569.html

[2] نور جزئيات، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وېب‌پاڼه:

UNHCR, Afghanistan, Conflict-induced internal displacement monthly update, May 2015

68 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *