Categories

اعلان

Loading…

څنګه کار آفریني له پوهنتونونو پیل کړو؟

طرحه: آغاملوک سهار||

په هیواد کي بیکاري ورځ په ورځ په ډیریدو ده، اوس مهال نژدې اووه میلیونه افغانان بي کاره دی، نو یو اساسی حل ته اړتیا ده.

دکانکور اوسنی سیستم که څه هم شفاف دی خو د استعداد د تشخیص هیڅ وړتیا نلری، په داسي ملي سیستم کي د استعداد تشخیص باید ترټولو مهم فکټور وای خو اوسني مسولین په دي اړه هیڅ حل نلری، چې څنګه استعداد تشخیص کړي. په کانکور کي ددي فکټور نشتون ددي لامل سوي، څوک چې د طبعی علومو د لوستلو استعداد لري هغه یې اجتماعی ته لیږلی او څوک چې اجتماعی علومو ته جوړ دی هغه یې طبعی علومو ته لیږلي. په اوسنی سیستم کي محصل هله په ځان پوه سي چې زه څه ته جوړ وم چې کله یې پوهنتون په خلاصیدو وي او اوس زموږ له پوهنتونونو په هرو لسو فارغیدونکی کي ایله دوه دري په مارکیټ کي د کار کولو په معیار برابر وي.

اوس زموږ په پوهنتون کي مفکوره هیڅ ارزښت نلری، خبره د دندي او فیصدي ده، خو په نړیوالو ادارو کي په فیصدي پسي څوک نه ګرځي هغوی ته مهارتونو مهم دي، چې څه کولای سي، او ډیر وخت یوه ساده مفکوره د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره وي.

خو اوس څنګه کولای سو چې په دي شرایطو کي په پوهنتونو کي نوښتونه او مفکوري رامنځ ته او دود کړو؟ او داسي مفکوري تشخیص کړو چې د کارآفریني وړتیا له ځان سره ولری چې په راتلوونکي کي د زرګونو خلګو لپاره د کار زمینه برابره کړي؟

اسانه حل لاره:

۱: د هیواد په هر پوهنتون کي دي که هغه دولتي وي که شخصي، محصلین او اداره دي په اوونۍ یا دوه اوونۍ یا میاشت یا دوه میاشتې وروسته یوه غونډه تعین کړي. مخکي تر غونډه دي محصلین خپلی مفکورې ولیکۍ په هره برخه کي دي وي، ډیزاین دي کړي او د خپلې مفکوري یو لمړنی پروټوټایپ دي جوړ کړي، او همدي بورډ ته دي وسپاري.

۲: د غونډی په ورځ دي انتخاب سوي کسان راسي او خپله مفکوري دي په پروجکټور وړاندي کړي، وروسته دي د ناستو کسانو فیډبک واخلي، که یې مفکورې نوښت درلود او د مارکیټ برابره وه نو دي دریم پړاو ته ولاړ سي کنه دوباره دي ورباندي کار وکړي.

۳: که چیرته یې مفکوره کی نوښت وو او د مارکیټ برابره وه نو په دي لټه کي دي سي چې څنګه ورباندي خپله سرمایه ګذاري وکړي یا ورته سرمایه ګذار پیدا کړي.

که تاسو ته خپله مفکوره کي نوښت ښکاره کیدل خو پوهنتون یا بل نهاد نه درسره منله نو په خپل مفکوره پسي ولاړ سي ځکه ستاسو په مفکوره ستاسو په اندازه بل څوک ډیر نه پوهیږي، د اوسني وخت ډيرو میلیاردرانو په مفکورو ددوي پوهنتونونو باور نه درلود خو خپله یې دا ثابته کړه لکه د مارک زوکربرګ د فېسبوک موسس چې له پوهنتونه ډراپ هم سو، خو کله چې فېسبوک کامیاب سو، او اقتصادي ارزښت یې تر ۳۵۰ میلیارډه ډالره واوښت، وټس اپ او انسټګرام یې واخیست نو هغه هارورډ پوهنتون وروسته له دولسو کلونو تیره مۍ میاشت ورنه غوښته وکړه چې پوهنتون کي هم مه کینه، خو راسه سند دي واخله.

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *