Categories

اعلان

Loading…

“بغدادي پیر” یوه لنډه تبصره/ شريف شېرانى

د ملګرو په زیاته غوښتنه مي د لیکوال ښاغلي نصیر احمد احمدي صیب ناول “بغدادي پیر” ولوستی. دغه ناول مي د پي ډي ایف له لارې پیدا کړ چې سریزه، د چاپ کال او نور د پوښتنې وړ معلومات یې نه لرل، خو متن یې واضح او ښه لیکل شوی وو. په لوستلو کښې مي هیڅ مشکل نه ورسره درلود. دغه ناول مي په درې ناستو کښې تر پایه ولوست.

په لومړۍ ناسته کښې مي تر ۴۷م مخه، په دویمه ناسته کښې تر ۹۰م او په درېیمه ناسته کښې پای ته ورسولی یعني تر ۱۹۱م مخه مي ولوستی. نو اندازه او تجربه دا وایي چې د هر کتابي لوست پېیل مشکل لري او یا لوستونکی داسې وخت لوست پېیل کړي چې مخ ته یې وخت لږ وي نو په دغه اندازه او تجربه ما هم لومړی لوست تر ۴۷م مخه وکړای شو. د منځنۍ ناستې لوست د مواد تر څنګ په موضوع په بشپړ ډول ځان پوهول وي نو تاسو اندازه لګولی شی چې ما تر ۹۰م مخه د کوم علت په اساس دغه لوست تر سره کړ. راروان د درېیمې ناستې لوست کښې بیا څرګندیږي چې یو خو ناول د کلایمکس خوا ته روان دی، تلوسه یې هم سیوا کیږي او ورسره زما د نورو کتابونو د لوستلو وخت رانزدې کیږي نو ځکه مي پوره ۱۰۱م مخه ناول په یوه ساه ولوست.

دغه ناول یو داسې اثر دی چې د تاریخ له پاڼو څخه په پوره زیاره سره د حقایقو خوند د فکشن په ظرف کښې اچول شوی (که څه هم لیکوال د هغو یادښتونو چې یې له بغدادي پیر/ډیوډ جونز څخه یې را نقل کړي، په هکله دا وضاحت نه دی کړی چې تر څومره حده رښتیا دي؟)، خو ښکاري داسې چې ډېری یادښتونه د یو رښتیني تاثیر چمبې وهلي او یا یې اصلي بڼه همدا وي. بیا هم دغه یادښتونه د هغه بریتانوي استخباراتو د یو کس دي چې د افغان پاچا غازي امان الله خان د واکمنۍ په ضد یې په پوره قوت سره کار کړی دی.

د غازي امان و واک ته له رسېدو بیا د هغه تر ګوښه کولو او بیا په ایټالیا کښې له هغه سره تر لیدلو پورې د بغدادي پیر کردار پکښې هم د یو استخباراتي کس دی او لیکوال که څه هم د یادښتونو په بڼه دغه کردار لوبولی خو په ښه ډول یې د ناول په متن کښې ځای پر ځای کړی دی، چې په رښتیا لوستونکی له خپلو څپو سره بهوي.

بل ځای، د هغه یادښت ذکر چې بغدادي پیر وایي موږ په هند کښې عام اولس دې ته و هڅولی چې دوی افغانستان ته هجرت وکړي، ډېره مهمه موضوع ده (دې ناول و دغې موضوع ته کره کتنه کړې، او اساس یې له علت سره ښودلی). دا ځکه چې موږ دلته د نصاب په کتابونو کښې لوستي دي چې دغه “تحریک هجرت” هغه وخت پېیل شو کله چې د هند ملایانو د هند هیواد د یوې فتوې له لارې “دارلحرب” وبللی او خلک یې افغانستان ته د هجرت لپاره تشویق کړل، مګر د هغه وخت افغان مامورینو دغه دسیسه وپېژندله او ناکامه یې کړه. نو که د پولې را دې خوا ته مېشت یو کس چې دلته یې په نصاب کښې د تحریک هجرت او یا ورته موضوعاتو په اړه یو څه لوستي وي او هلته په افغانستان کښې دغه تاریخي حقیقت ورته په بل ډول روښانه کړل شي، نو ډېر ژر به و پوهیږي چې استخبارات او ملایان د یو بل لپاره څومره کار کوي؟

بغدادي پیر د عام ناولونو له لیکې لږ بدل دی. دغه ناول د هغو یادښتونو په پرلپسې ډول بیان دی، چې خپله منظرکشي لري او هم یې ځان پخپله تر پایه تقویه کړی دی. دغه تلوسه چې تر پایه اوسېدلې ده، علت یې دا دی، چې یو خو موضوع نوې او دقیق ده، بله چې په پښتني لیکوالۍ کښې د “جاسوسي” ناولونو یا نورو لیکنو شمېر د صفر (شونیه) برابر دی. لیکوال دي دا نه ګڼي چې ګواکي د ده په بشپړ کمال یې لوستونکی تر پایه له ځانه سره وساتلی. ډېر ځایونه داسې هم وو، چې تکرار او دېغت یې جوړکړی وو، او یا ځای ځای ابلاغ پکښې شوی وو، خو چې زما غوندې لوستونکی کوم څوک چې تر پایه هر کتاب لوستل ضروري ګڼي ضرور تر پایه ورسره اوسي خو بیا هم موږ و دې ناول ته “شهره افاق” نشو ویلی، که څه هم د پښتو ناولونو په لیکه کښې خپل ښه مقام لري.

په ناول کښې د سوزان په هکله زه تر هغه وخته نه وم پوه چې دا هلک دی که نجلۍ تر کومې چې د ناول په اخیري لیکه کښې ښاغلی لیکوال داسې لیکي چې “نجلۍ کوټې ته ننوته”. ولې هغه په پېیل کښې د ټام، لارا، سوازان او د هغوی د فامیل په هکله چې کومې خبرې لیکلې ممکن سړی له ډېره مشکله وروستو په وپوهیږي. د یاښتونو لپاره ضروري وه چې دومره زیاته منظرکشي دي نه وي پکښې، بلکې خاطرې خوندي کول وو… دا ضروري وه چې د یادښتونو تر څنګ یې له یوې بلې وسیلې څخه هم کار اخیستی وای.

لیکوال دا نه ده څرګنده کړې چې سوزان د کومې درجې پوهه درلوده او یا هغه تر کومه ځایه د افغانستان او منطقې له حالاتو خبره وه؟ نو کاش چې هغه د بغدادي پیر یادښتونه د دیومالا په شکل کښې بیان کړي وای او یا داسې ورته پرېوتي وای، ولې چې دغه نجلۍ په نننۍ ورځ کښې د هغه افغانستان تصویر ویني چې پوره ۹۸ کاله پخوا وو، نو ضرور به یې دغه نوښت دیومالایي بللی، او احساسولی.

خو بیا هم زه ښاغلي لیکوال ته سلامي کوم چې دومره ښه ناول یې لیکلی. لومړی دا چې زه دا کومه تبصره لیکمه نو ما ته ناول نه دی پروت خو زما دغه ناول ټول په یاد کښې پاتې دی چې د یو فکشن لیکنې لپاره لومړی څیز وي. زه هغه فکشن لیکنه په ارزښت ګڼمه چې په حافظه کښې ځای جوړ کړي. بله دا چې لیکوال هغه یادښتونه چې د یو اسختباراتي کس وي په ډېر ښکلي انداز پېیلي او که څه هم په مینځ کښې هر څومره یادښتونه ورک دي خو لوستونکی بیا هم پوره احساسوي چې له ده څخه هیڅ پټ نه دي.

د ښاغلي لیکوال ناول به زما د هغې ادعا په تاید کښې وي چې دوی وایي یو ادبي اثر دي تر صنفي چوکاټونو نه وځي. خو زه هر وخت دا ادعا کوم چې ځینې موضوعات د ټاکلیو چوکاټونو په احاطه کښې نه ځایږي، ځینې موضوعات خپل طبعیت لري چې کرږل یې سم نه وي. بغدادي پیر ته باید د صنفي چوکاټونو په عینکو کښې و نه کتل شي.

زما د ادعا ټکي داسې دي، “یو هنر چې ادبي خوند لري هغه بیا که فلم وي، افسانه وي، راګ وي، یا بل شاهکار نو هرومرو دي طربیه بڼه ولري. داسې څیز دي کله هم د وعظ او نصیحت غوندې بیان نشي. دا دي واضح وي چې یو نوښت دی، یو راکښت دی او تخلیق کونکي خپله مالګه وراچولې ده. هنر باید په دومره سنجیده ډول و نه کښل شي چې نفسیاتي اغېزه ولري، بلکې درس دي ولري خو ادرس دي نه لري.”

د پښتنو لیکوالانو یوه بدبختي دا هم ده چې دوی فکشن هم داسې غواړي لکه څوک چې و جرګه ته خبرې کوي. مګر ښاغلي نصیر احمد احمدي د فکشن اصلي روحیې ته رسېدلی ښکاري او زه د هغه ناول “بغدادي پیر” په د ادبیاتو په نړیوال معیار پوره ګڼم….

پای

43 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *