Categories

اعلان

Loading…

د کوچیانو په اړه د مالوماتو ذخیره کولو اړتیا|| زبیر افغان

له تاریخ پوهانو مي اورېدلي دي چي له لویه سره پښتانه ټول کوچیان دي. خو د کوچيتوب کلتور ورو- ورو پکي پيکه سوی او غوڅ اکثریت يې نن ځایي ژوند کوي. نن هغه کوچيان هم د ځایي ژوند لورته را مات دي چي تر اوسه يې کوچيتوب، مالداري او له یوه ځایه بل ته د کډوالۍ ژوند غوره بللی وو.

د طالبانو په وخت کي مي په ياد دي چي کله وچکالي سوه نو د کوچیانو مالداري سخت زیانونه وليدل، له دې امله د کوچیانو ګڼو کورنيو ځاييتوب ته مخه کړه. ځکه د دوئ ځمکې نه سته یوازي په همدې مالداري يې ګوزاره وي او همدا يې پانګه ده. کله چي وچکالي د هغوئ پانګې ته زیان ورساوه، نو له مجبوریته يې ځايي ژوند غوره کړ او دا لړۍ لا ښه په تېزي روانه ده.

زما په اند په راتلونکو ۴۰ یا ۵۰ کلونو کي به د کوچيتوب کلتور بیخي له ورکې سره مخ سي. که فرضا داسي پېښ سي، نو د کوچيتوب دوره به د پښتنو له کلتور څخه یو مخیزه ورکه او یادونه به يې یوازي افسانوي رول خپل کړي.

ما له ځان سره څو واري دا فکر کړی چي کاش زه له اقتصادي ستونزو سره مخ نه وای، نو به کمپيوټر په شا په میاشتو- میاشتو د کوچینانو په کږديو ګرزېدلای او د هغوئ د ژوند د هر اړخه په اړه به مي مالومات خوندي کړي وای. زه فکر کوم د کوچیاني ژوند د مختلفو اړخونو په اړه زموږ پښتنو لیکوالانو ډېر کم څه لیکلي.

په داسي حال کي چي کوچیان اصلي پښتانه دي. ژبه يې سوچه پښتو ده. په عادي خبرو کي هغه کره پښتو لغات، جملې، اصطلاوي او محاورې کاروي چي زموږ د ښارو لیکوالان يې تر ډېري مطالعې وروسته له ځان سره زیرمه کوي او بیا يې په لیکنو کي استعمالوي.

د ښار ژبه د نورو ژبو تر اغېز لاندي راغلې او له ښاریانو د خپلې ژبې ډېری لغات، جملې، ترکیبونه، محاورې او اصطلاوي پردي سوي دي. زموږ ښاري کلتور ته له ژبې پرته نور هم ډېر څه راغلي. زموږ د ښار ښځې چادري، لوی تور پړوني او د ټول بدن د یو مخیزې پټونې بغرې کاروي چي په کوچي کلتور کي يې نمونه هم نه ښکاري. کوچیان د سر پټونې لپاره یوازي پړونی کاروي چي نور نه مخ په پټوي، نه لاس او نه تر پښو اوږد وي.

زموږ د ښار ښځې زیاتره په کور کي دننه وي، کله ناکله بازار ته راوزي. اما د کوچیانو ښځې نیمه ورځ بهر په مالونو، اوبه راوړلو، بوټي ټولولو او نورو پسي تېروي.

زموږ ښځې بیخي کمې دفتري کارونه لري او نوري په کور کي لیږ فزیکي کارونه کوي. خو د کوچیانو ښځې د نارینه وو سره مساوي فزیکي کارونه کوي. بلکي ډېری وخت نارینه یوازي رمه څروي او نور د کور ټول کارونه ښځې کوي. ما د کوچیانو نارینه لیدلي چي کله خیمې ټولوي نو دوئ ناست وي او ښځې يې کار کوي.

نو که د کوچیانو په اړه راتلونکو ته مالومات ور کوو، د پښتنو د کلتور دا اړخ را څخه ورک نه سي او په تاریخ کي يې خوندي کېدل غواړو، د کوچیانو په اړه د ښو ضخیمو کتابونو لیکلو ته اړتیا ده.

د ټولنپوهنې محصلين بايد په دې اړه خپل مونوګراف او تيزس ولیکي. محصلین بايد د کوچیانو د ګډ ژوند، خوشالي، غم، واده، اخترونو، عباداتو، عقايدو، بدیو، له ښځو سره د چلند، له نورو کوچیانو سره د ګډ ژوند، مالداري، مرکو او جرګو، ديني او دنیوي مالوماتو، رواجونو، د کوچیانو د ژبې، لغات کارونې، اصطلاګانو، محاورو، میلمستیا پالنې، د خپلوي ساتنې، اشنايي و انډيوالي کولو، اړیک پالنې، له قریبانو، دوستانو، یتیمانو، بې وزلانو، مسافرو سره د کومک، کرکې و مينې، دینداري و فسقتوب، بدو او ښو کړنو، له خپله ژونده د خوښي و ناخوښيتوب، د ټينګ عزم او بې اراديتوب، د زحمتکشۍ او لټۍ، کالو و جامو، میراث او حق ور کونې، د ښځو د ولور، په بدي کي د ور کولو، مخۍ، له یوه سړي سره د څو ښځو د ودونو، له مېړه د ښځې د طلاق، له میريځي اولادونو سره د سلوک، د جنجالونو د حل و فصل لپاره د دوئ د رواج، د ورځني ژوند د مصارفو د پوره کولو ذریعه، له ځايوالو سره د کار و بار، اړیکو، دوستیو، تګ راتګ، خاطرو، کرکې او مینې، تر خپل منځ د تلو راتلو، له یو بل سره د همکارۍ، خواخوږۍ مرستې، مالي و ځاني تعاون، له یوه ځای څخه بل ته د تلو، د کال په څلورو فصلونو کي د ژوند د څرنګه والي، دا چي له کوم فصل څخه خوښ دي، کوم فصل يې مالداري ته ګټور دی، د مالداري د ساتنې، ترې د خوښي، ساتنې، ډولونو، طریقو، دا چي نارینه يې په پالنه کي ډېر رول لري که ښځې، د تراژيدي مهال يې رواجونه، له کوچيوالي ولي ځاييتوب ته مخه کوي؟ دې او د دوئ له ژوند سره تړلو نورو اړخونو په اړه مالومات را غونډ کړي.

 زه په باور سره وايم که د ټولنپوهنې محلصین دې کار ته خپل مونوګراف او تیزس ځانکړی کړي نو حیرانونکي مالومات به را غونډ او د پښتنو د کلتور دا اړخ به يې خوندي کړی وي. موږ خپلو راتلونکو نسلونو ته د کوچيتوب په اړه کره، دقیق او هر اړخیز مالومات ور کړي وي او د کوچیانو د ژوند پر هرې برخې به کافي و شافي مالومات را سره وي.

که د دې تاریخ پوهانو خبره سمه وي چي پښتانه له اره کوچیان دي، نو د کوچیانو په اړه د کتابونو لیکلو ته سخته اړتیا ده. ځکه دا زموږ اصلي کلتور دی. د هغوئ ژبه مو اصلي ژبه ده. په هغوئ کي پاته شفاهي مالومات زموږ د پخوانود مالوماتو سرچينې وې. د هغوئ دين، مذهب، ديني باورونه، دين ته منسوب رواجونه او کړنې ښايي په تاریخي لحاظ ډېري لرغونې او دلته د اوسيدونکو پخوانيو قومونو له باورونو، دينونو او مذاهبو سره ګډه ریښه ولري.

دا مهال ناامنۍ، جنګونو او وچکالۍ د کوچیانو ژوند سخت ور تریخ کړی. ړندونو ماینونو يې په وار وار د انسانانو او مالداري ژوند ترې اخیستی او دا هم د کوچیانو ځایيتوب ته په تمایل کي مهم رول لري. نو که حالات لیږ نور هم داسي دوام وکړي ښايي د کوچیانو سترې قبیلې (تپې) هم په یو مخییز ډول ځایوالي سي چي د کوچي ژوند په اړه به  د لومړي لاس مالوماتو را غونډونې اسانتیا زما په ګومان له لاسه ور کړو.

همدا اوس سخته اړتیا ده چي د کوچیانو د ژوند په اړه کتابونه ولیکل سي. زموږ لیکوالان او محصلین دي دې لور ته خپل پام واړوي او د پښتنو د کلتور دا اړخ دي له ورکېدا وژغوري.

زبیر افغان

۲۰۱۷/ اګست/۶

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *