Categories

اعلان

Loading…

اصحاب الکهف او د ډیورند د لیکې ولسونه || ولي الله ملکزی

د دریمې میلادي پیړۍ د ۲۴۹ – ۲۵۱ کلونو په اوږدو کې، د دقیانوس په نوم یو قیصر واکمن وو چۍ د نن ورځې ترکیه، اردن، فلسطین، سوریه او لبنان یی د زمبر لاندې او د مسیحیانو وژل او ربړول یی د سلطنت له عمده شعارونو څخه ګڼل کیدل. ځینی تاریخپوهان پدی باور دي چې هغه د روماني امپراطورۍ د واکمنې کورنۍ تر ټولو کټاس بت پرسته او سرتمبه سړی وو چې نه یی د مخالف نظر د اوریدو حوصله لرله او نه یی پخپل قلمرو کې د کوم شمله ور انسان د لیدو زغم درلود. نو له همدی کبله، کله چې یوې ډلې ځوانانو چې اکثره یی د هغه د درباریانو او اردلیانو ځامن وو، د مسیحیت عقیده خپله او بتانو ته له سجدې کولو څخه ډډه وکړه، نو پرته له ځنډه یی د هغوئ د نیولو او اعدام حکم صادر کړ. ولې دغو اوو تنو با ایمانه ځلموټو له خپل سپي سره مل، د قصرونو او پالنګونو ژوند د تل لپاره پریښود او د ظالم زور ته د سرټیټولو په ځای یی د یوغره په غار کې پناه اخیستل غوره کړل.

قرانکریم د توحید، رسالت او د حلالو/ حرامو د احکامو ترڅنګ، پخوانیو امتونو،‌ تهذیبونو او تاریخي پیښو ته هم په ګڼ شمیر سورتونو کې نیغ په نیغه او کله هم په ضمني ډول اشارې کړیدي. په همدې لړۍ کې د غار د یارانو (اصحاب الکهف) کیسه په قرانکریم کې د پنځلسمې سیپارې په پای او د شپارلسمې په پیل کې د یوې مهمې پیښې په توګه یاده شوی کومه چې د تاریخي ارزښت ترڅنګ د دې رښتیني کتاب د ادبي اعجاز یوه څرګنده بیلګه هم ده.

د اصحاب کهف د اوو تنو ځلموټو زړورتیا او ښه احساس ته د درناوي او د نورو ځوانانو د هڅونې په عنوان، د الله تعالی د کتاب ۱۸ سورت چې په مکه مکرمه کې نازل شوی د هغوئ په نوم، نومولي او پوره اتلس آیتونه یی د هغوئ سوچه عقیدې، له تاوتریخوالي پاکې مبارزې او کلک عزم ته ځانګړي کړیدي. (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا . إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا … آیا ته ګومان او فکر کوې چې د غار او لوحې خاواندان ځمونږ له ‌‌‌‌ډیرو حیرانوونکو نښانو څخه وو؟ کله چې یو څو تنو زلمیانو غار ته پناه یووړه او ویی ویل: ای زمونږ ربه ! مونږ ته ستا له لوري رحمت را په برخه او زمونږ کار سم او چاره مو برابر کړه).

قرانکریم د دی سورت د نوم او آیاتونو په رڼا کې نه یواځی ددغو ځوانانو ستاینه او لمانځنه کوي بلکې د هغوئ سپې هم له هغوئ سره جوخت یادوي او د هغه د وفا،‌ ملګرتیا او دفاع په مفاهیمو باندی ټینګار کوي. لکه چې فرمایي: (وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ … او سپي یی دواړه څنګلې د سمڅې په خوله کې غزولې وې، ترڅو د هغوئ پیره او ساتنه وکړي) د یو قرآني اعجاز په توګه، د یادو اتلسو ایاتونو د حرفونو شمیر هم دری سوه نهو ټکو ته رسیږي کوم چې ددغو ځوانانو د خوب او په غار کې د پاتی کیدو له کلونو او عمر سره برابر دي.

د خپلې عقیدې پخاطر قرباني او ظالم ته د نه تسلیمیدو دغه نازولی روایت او تلپاتې میراث، له اصحاب کهفو څخه د ډیورند د لیکې د دواړو غاړو استوګنو ته په میراث پاتې دی. که د تاریخ ټول بابونه، فصلونه او حاشیې پاڼه په پاڼه د ذره بین لاندی ونیسو، نو به وګورو چې د هر غلیم، بلواګر او یرغلګر په وړاندی د مقاومت کومه مبارزه او مقابله چې ددی لیکې ولسونو کړی، د هغې بیلګې به په عربو، عجمو، فرس، ترک او تتارو کې ډیرې کمې ولیدل شي.

له پیرنګیانو سره لمړۍ جګړه چې په ۱۸۳۹م کال کې د ډیورند کرښی ته نژدې د هلمند په سویلي برخه کې پیل او بیا په ۱۸۴۲ کال کې په کابل کې د پیرنګیانو په سترې ماتې سره پای ته ورسیده، د غازیانو او جنګیالیو غوڅ اکثریت یی د همدې لیکې د ځوانانو له مټ او متن څخه جوړ وو.

۳۵ کاله وروسته چې له پیرنګیانو سره دویمه جګړه د ۱۸۷۸ کال د مۍ  په میاشت کې پیل او تر نومبره یی دوام وکړ، بیاهم د ډیورند د اوسنۍ لیکې په شمال او جنوب کې ترسره شوه او تر ټولو ډیر تلفات یی د قندهار، خیبر او کرمې ایجنسۍ خلکو ولیدل. د سردار ایوب خان، وزیر محمد اکبرخان، میرمسجدي خان او امین الله لوګري شهامتونه، د پیغلې ملالۍ د ننګ او غیرت ټپې، د میوند هسک او دنګ څلی او د برټش موزیم ډکې تاخچې د دغه خونړي پیر(دوران) ژوندۍ تابلوګانې دي.

دریمه او وروستۍ افغان – انګلیس جګړه چې د ۱۹۱۹ کال د مۍ په څلورمې پیل او د غازي امان الله خان په مشرۍ د هیواد په خپلواکۍ پای ته ورسیده، بیا هم د ډیورند لاین په دواړه غاړو کې پیښه شویده. د ارنوۍ جګړه د لوی خان میرزمان خان په مشرۍ، د چترال مورچې د جنرال عبدالوکیل نورستانی په قومندې، د ننګرهار سنګرونه د جنرال صالح محمد خان په قیادت،‌ د پکتیا محاذ د نادرشاه خان په رهبرۍ او د قندهار جبهه د غلام نبي خان ناصري په زعامت شروع او خپل سرمنزل ته ورسیدې. دغه د خپلواکۍ او شهامت جنګونه له کابل پرته، نور ټول یی له چتراله تر بولانه پیښې شوې چې په ډیرو برخو کې یی د یوې کورنۍ، یو جومات او یوې هدیرې خلک سره ویشلي او د جنګیالیو او قربانیانو قاطع اکثریت یی د همدې سیمې خلک وو.

د روسانو پخلاف اوږد او خونړۍ جنګ، یو روا، مشروع او تاریخ جوړوونکې جهاد وو چې د افغانستان د هر ولایت، هرې ولسوالۍ، هرې درې او هر کلې خلک یی د شاباسي مستحق او برخه وال وو. ولی دا به د تاریخ د مسخ کولو یوه رسوا او ناکامه هڅه وي که څوک دغه ویاړونه یواځې د خپل ځان، یوې ډلې او یا کوم ځانګړي‌ ګوند پوری وتړي او یا یی د اتلوالۍ مډال پخپله سینه وټومبي. ولې په نسبي ډول، د بربادۍ او ویجاړۍ ډیره برخه یی بیاهم د همدې لیکې د ولسونو په نصیب وه. که یواځې د قندهار او لوګر په دوو ولسوالیو کې د ویجاړو روسي ټانکونو هدیرې را یادې کړو نو شاید دغه شمیره به په مجموعي توګه د هیواد په لس دولسو ولایتونو کې هم ونه لیدل شي.

له بله پلوه، د خاد پخواني رئیس او ولسمشر، نجیب الله احمدزي د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې څه باندی یونیم زر د سکاډ او لونا د لري واټن وژونکي توغندي توغولي دي چې ۹۵٪ یی له کونړه تر نیمروزه د ډیورنډ د برې غاړې د ۱۳ ولایتونو په کلو، بانډې او بازارونو کې لګیدلي او د همدغې سیمې د هوډمنو ځوانانو ککرۍ یی غوبل کړیدي، خو نوموړي اوس د ډیرو له نظره د سولې د شهید په نوم یادیږي.

اصحاب الکهف که د ترکیې په اناتولیا کې تیر شوي او که د اردن د پایتخت، عمان په ۱۳ کیلومترۍ کې، ولی حقیقت دا دی چې هغوئ یوه الهي معجزه وه، نه رسولان وو او نه انبیاء، بلکې مومن، هوډمن او سوله خوښي ځوانان وو. د همدې ټینګې عقیدې له مخې، الله تعالې پخپل سپیڅلي کتاب کې د دوئ یادونه او ستاینه کوي او نژدی ۱/۶ ملیارده مسلمانان که سنیان دي که شیعیان، که لږ دینداره دي که ډیر، خو تلاوت او ذکر یی د هرچا د ایمان شرط دی.

همدا رنګه مسیحیان یی د ( اوو ویدو) په نوم ځانګړی تقدس کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغوئ په نوم کلیساوې او دعبادت خونې جوړوي او د مسلمانانو سره یوځای، د هغوئ ایمان، برم او مقام ته د احترام سرښکته کوي.

که څه هم د نورو هیوادوالو په څیر، په ډیورند لاین میشت ولسونه له خپلواکۍ او عزت النفس څخه دفاع د خپل ایمان ازلي برخه ګڼي او بیا بیا یی د وینو په سور رنګ، لیکل شوې هره نسخه ازمایلې، آن تردی چې  ټوپک ته یی د قانون درجه ورکړیده. خو د یو تریخ اعتراف په توګه، باید په غریو نیولي آواز سره دا ومنو چې د ټوپک په ځای مو د قلم تجربه کمزورې او د جګړې په ځای مو د سولې غږ تت دی.

مونږ همیشه پخپلو خبرو، لیکنو او بنډارونو کې د تیر تاریخ په برم او رزم نازیږو. د پنځه زره کلن تاریخ په سلیقوي یادونو خپل غم غلطوو. خو هیڅکله دیته نه ځیر کیږو چې بریالي ولسونه خپل تاریخ، پخپلو لاسونو جوړوي او د لټۍ او ناغیړۍ په خم کې رنګ قومونه، د آینده لپاره د څه کولو په ځای، د نیکونو په ویاړونو مازې د خولې خوند جوړوي.

هغه ناوی چې پخپله ښایسته نه وي

څوک به یی څه کاندي ښایست د مور او نیا

25 total views, 3 views today

1 comment

  1. ببرک Reply

    دیر شه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *