Categories

اعلان

Loading…

زما خوشحالي/محمدخالص ادیب

پس له ډېره وخته خوشحاله وم، نه پوهېږم ولې؟! ځکه؛ زه او خوشحالي کلونه کېدل، له یو بل نه لرې و، لارې مو سره بېلې وې، هېڅ مو سره نه پېژندل.

کور ته راغلم، غوښتل مې جامې بدلې کړم، د المارۍ یوه پله مې خلاصه کړه، د هغو عطرو بوی مې حس کړ، چې زما د مېرمنې زیات خوښېدل، هر وخت به یې زما په جامو راته وهلي وو، بېرته مې فکر خراب شو، ځای پر ځای کښېناستم، چرتونو په خپله مخه ښه کړم.

“زه او میرمن مې وو، هماغه پخوانی ژوند، ټوکې او ټکالې وې، ددې خوږې خبرې مې په غوږنو کې انګازې کولې، لا غرق ولاړم، هغه صحنې را په یاد شوې، کومې؛ چې زه او دا به دې رخصتیو په وختونو کې د سیند په غاړه یو بل ته اوبه ورشیندې، لا نور هم چرتونو په خپله مخه پسې یوړوم، هغه صحنه مې یاد ته راغلې، چې په لومړیو وختونه کې به دا په نه خبره رانه مروره وه، ما به مې په غیږ کې را ړنګه کړه، لکه تنکي ماشوم ته، په وړه ژبه به غږېدم، کوښښ به مې دا کولو، چې دا پخلا کړم”

 په همدې فکرونو کې ډوب وم، چې دې دروازې کړنګ شو، و مې کتل، له ما څخه خلاص پاتې شوې وه، باد په زوره بنده کړه،  په حویلۍ کې د ونو  پاڼو  ته ځېر شوم، کله  به چې تېز باد و لګېدلو، یو ډول موسیقي به یې رامنځته کوله، له دغې شېبې  مې د ځان غلطه ولو په خاطر زیات خوند اخیست.

 پورته شوم، سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، دسمال مې له جیب څخه راویستلو، اوښکې مې وچې کړې، د کړکۍ له خوا نه المارۍ خواته روان شوم،  هېندارې ته مخامخ ودرېدم، په سترګو مې نظر ولګېدو، تکې سرې شوې وې، زما سترګې له ځانه هم سرې وې خو کله به چې زیات خفه شوم بیا په دومره سروخي په کې زیاتېده چې سپین به پاک په کې ورک و.

بیرته الماري خواته ور روان شوم، کالي مې تر را واخیستل، دا جامې ما نږدې دري کاله نه وي اغوستې، زړه مې هم ورباندې نه کېدو، چې خلاصې یې کړم، میرمن مې قات کړې وې، له ځانه سره مې وویل:

  • “ورکه، نن به ددې کالیو په اغوستلو سره داسې احساس وکړم، لکه د جېمرې په خوښه مې چې اغوستي وي”

قات شوې جامې مې را واخیستلې، داسې فکر مې وکړ، چې اوس به دا کالي را کې تنګ شوي وي، خو؛  کله مې، چې په تن کړ،  ان داسې را په کې ښکارېدل لکه د بل چا جامې، زه زیات ډنګر شوی وم، د کالیو په جېب کې مې لاس تېر کړ، چې په کاغذ مې ګوتې ولګېدې، را وه مې یستلو په زړه کې مې راتېر شول:

–     “ دا کاغذ زما جېب کې څه کوي؟!”

په لاس کې مې واړولو، ډېر منظم قات قات شوی و، په ذهن کې مې سل ډوله خبرې تاو را تاو کېدې، په بندو شونډو مې وویل:

– “کوم چا جادو نه وي را باندې کړی!”

خو په زړه او نازړه مې د کاغذ په خلاصولو پیل وکړ، ګوتې مې داسې لړزېدلې، وه مې کتل، چې  په کې لیکل شوي و:

  • “ګرانه دواړه په داسې هېواد کې ژوند کوو چې په هر قدم او هره لحظه کې له مرګ سره مخامخ یو، خو پام کوه چې زما په نشتون کې به زما دې زړه له ټوټو غیرت او اوښکې سره ډېره ښه رویه کوې، ته خو پوهېږې!  چې دې دوي  خوشحالي زما خوشحالي ده، ستا جېمره”

په سترګو مې توره شپه شوه، دېوال ته مې څنګ ووهلو، د څو کالو مخکې هغه  ترخې شېبې را یاد شوې چې زموږ پر موتر چادونه وشوه.

۱۳۹۶د جواز- ۳۰ مه – مزارشریف – ستاره سحر رادیو تلویزیون

 

68 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *