Categories

د قافيې پر باستيل يو ټکنی گوزار! (ازاد + سپين) گډوله شعر

  پوهاند دوکتورم.ا. زيار

اکسفورډ، ۱۲ اگست ۱۷

د دې لپاره چې  د پښتو د بېقافيه (اوبې رديفه) شعرونو په لړ کې مو دغه بېقافيه ((گډ وله)) شعر ښه ترا پېژندلی اوسي، وار له مخه د بېقافيه پښتو شعر بېلابېل ډولونه او ځېلونه  مينه والو ته لنډ لنډ  ور پرگوته کوو چې له څه باندې نيمې پېړۍ راهيسې له  يوه پرلپوري غورځنگ سره  راميدان ته شوي او ډلبندي شوي دي (پښتو بدلمېچ۹ څپر کی: ۳۱۶- ۳۷۶): نيم ازاد، بشپړ از اد، سپين او  په دې لړ کې، ناپېيلي (منثور) شعرو نه او بيا له څرنگيز اوڅومره ييز پلوه  د هر ډول يا ځېل (ژانر) کوشني او کوشنوټي ډولو نه او ځېلونه . چې په دې لړ کې د ناپېليو مخينه بيا، د ادبي ټوټو (پارچو) او نورو هنري نثرونو په رانغښتو سره تر يوې پېړۍ هم وراوښتای شي.

هرگوره، په  دې ترڅ کې مو داهم  پر زباد رسولې چې په پښتوکې بېقا فيو او بې رديفو، ډولونو، د پارسي، عربي  يااردو پرخلاف، د انگرېزي يا بلې اروپايي هغه پرځای تر ۹۹-۹ سلنې پورې  پر خپل (و) گړني او بيا ليکني  څپيز- خجيز (سېلابوتو نيک) شعري سېستم ټيکاو لرلی دی. په  دې توگه  په تېرو۴- ۵ لسيز وکې کې لروبر گڼ شمېر ويناوال رامنځته شوي چې د استاد پژواک  له مونډي شعر (← کليمه داره روپۍ) رانيولې، داستاد ژواک تر ناپېيلي (منثور) شعره  يې، د بې قافيه موزونواو نا موزونو شعري فورمونو اوکالبونو درې څلور ډولونه رادود کړي، بې له دې چې  يې سره واغږي راواغږي.

په پښتو کې د بېفافيه شعر بېلابېل آر او څېرمه ډولونه

لومړی: نيم ازاد کالبونه او مونډي شعرونه

(۱) ازاد او نيم ازاد شعري کالبونه چې د دې لمريزې  پېړۍ له لومړيو راهيسې يو شمېر شا عرانو د دوديزو قافيوالو ځېلونو په لړکې د ((ترکيب بند)) او ((ترجيع بند))  نه په الهام اخېستنه  په خپلو خپلو خورمنځونو (سليقو) او نوښتونو سره ، له بېلا بېلو لنډو او اوږ دو، بيتونو، مسرو او بندونو او بيا له لږو ډېرو قافيو سره رادود کړي، لکه:  استاد حبيبي، استاد بېنوا، عبدالرحيم مجذوب ، اجمل خټک، لايق، پوهاند مجر وح، پوهاند زيار، ننگيال، رحمت شاه سايل،حسينه گل تنها، دروېش درانی…چې هغې خوا  ته يې ((نظمونه)) بولي.

 (۲) مونډي شعرونه

 يا هغه بېقافيه (اوبې رديفه) شعرونه له يوبرابر خجنوڅپو سره، لکه د استاد پژواک  د ((کليمه داره روپۍ۱۳۱۸۱۳۳۷) د ټولگې ټولې فولکلوري کيسې، په لره، په نورو ټکو، په شمالي او سوېلي پښتونخوا کې  بيا د بشپړ ازاد له څو گوتشمېر وينا والو، لکه ارواښاد استاد ايوب صابر او څه ناڅه يې له  نژدې پليوني رومان ساغر او بل يو نيم پرته، نورو ډېرو د نيم ازاد يامونډي (بېقافيه، موزون له يو برابرو مسرو سره ) دا    ازمايلي دي،  لکه اياز داودزی،مايل، رفيقي (!)…  .

درېگۍ د مونډي شعر يو لنډ ډول دی، چې له يوبرابر درو هموزنومسرو څخه رغول کېږي، د درېواړو مسرو اوږدوالی د دوديز  غزل له۷ تر۱۶  څپيزومسرو رسي  اوله دود يز مثلث (در ېيزو)  سره د توپير لپاره پرې پوهنوال يارمحمد يزال ]درېگۍ (هايکو) ۱۳۹۲ [ دغه نوم اېښی دی؛ او د (سپين شعر) په څېر يو انځور او يو پيغام رانغاړي. ۷ څپيزه بېلگه يې:

چې پسرلي وخندل- ما له خوښۍ وژړل- هسې مې ژوند وزېږېد (زيار)؛

 ۱۱څپيزه:

ماوې کوژده خوکوې، کار څه کوې؟ – شاځوان  په ځواب  کې وويل په زغرده:

چې منجاور د شمشېره ولي يم (يزال)

هسې خو لسيزې وړاندې ما، پيونداو… يو لړ بېلگې ازمايلې دي، خو په روستيو۵-۶ کلوکې ورته  د ټپيزو تر څنگ ورته د جاپاني هايکو د يوه اداپت کړي بلونج په توگه  تر پو هنوال يزال هم کال نيم وړاندې، ارواښاد نوموتي غزلبول زړه سواند، يومخيزپام ور اړو لی وو او تر يوې خپلواکې ټولگې يې رسو لې دي، تر دې چې د لومړي پښتون- افغان په تو گه  د جاپان د اړوندې  ټولنې له  خوا  (توکيو) ته  وروبلل شو او د هايکو د ۲۰۱۱ ز. کال  په  سيالۍ کې  يې د جايزې وياړ ترلاسه کړ.

 دويم: بشپړ ازاد شعرونه

 دې شعري ځېل (ژانر)، لکه وار له مخه  چې وويل شو،  د پارسي، عربي يا اردو پر خلاف، د انگرېزي يا بلې اروپايي هغه پرځای ، د خپل (و)گړني او بيا ليکني  څپيز- خجيز  شعري سېستم  پر بنسټ رادود شوی دی. په  دې توگه  په تېرو۴- ۵ لسيزوکې کې لروبرگڼ شمېر شاعرانو د استاد پژواک  له مونډي شعر(کليمه داره روپۍ) رانيو لې، داستاد ژواک تر ناپېيلي (منثور) شعره، د  ناقافيوالو يا نيم قافيوالو موزونواو ناموزونو شعري فورمونواو کالبونو درې څلور ډولونه  رادود کړي، بې له دې يې چې سره واغږي راوا غږي.

هرگوره، په دغه لړکې ما تر هرڅه وړاندې د نورو څو پليونو په ملتيا د سم سهي ازاد بېقافيه او بې رديفه موزون) شعرغورځنگ راپيل کړ او د پېنځو لسيزو په مهالپېرکې مو (بره خوا) ډېر له ځان سره را ملگري کړل، لکه: رفيع، ننگيال، پيوند،کاوون، يون، حسن ابرون، صفيه، مواج، مستان، ارمان، فردا، علم گل سهر، هميم جلا لزی، ستانه مير زهير، شپون، خزان، هادي، هادي ملا، لطيف بهاند، آصف بهاند، صديق  بدر، احمد تکل، حفيظ گردش، بېکسيار،  ذبيح حسن… ؛ استاد رفيع (زرينې څانگې) بيا عظيم ساپی د ازاد پښتو شعر لومړی نوښتگر بللی دی.

ما له څه مهال راهيسې د پارسي تربرورانو پر پليونۍ نه، بلکې د مثبتې  سيالۍ له مخې د ((ازادغزل)) يو بېلگه دوې ازمايلې دي. داسې چې هر بند له درو يا څلورو مسرو څخه رغول کېږي، لومړۍ يې بېقافيه (مونډۍ)  راځي او يوه  روستنۍهغه يې داسې قافيه لري چې د نورو بندونو له هغو سره همغږي ولري. دادی، دلته يې  له درو مسره ييزو بندونو يوه بېلگه وړاندې کوم چې تېرکال  (۲۰۱۶) سردارعلي ټکر له تاند وو بپاڼې اخېستې او  په خپل زړه راکښوني غږ کې يې سندريزه کړې ده:

د سر سيوری

ما دې له گرمۍ د سرو بارخوانو، نه

څه ښه سر پر سيوري د بڼو کړ ستا…

سيوری دې زما له سره کم مه شه!

 لولم مينه وړي تېر يادونه دې

شپه او ورځ د سترگو په ککيو کې

ورک دې کله پل له دغه چم مه شه!

 نه دي لمر سپوږمۍ دې د ښايست ساري

نه د جنت حوري د سيالۍ جوگه

سيالې ښاپېرۍ دې د ارم مه شه!

د استاد بهاؤالدين مجروح  يو لړ((نااشنا سندرې))- د قافيوالو يا ازادو کالبونو هغو تر څنگ_ د  ټولمنلي ازاد شعري ځېل ، هغه هم له ارواپوهيز سبک  سره د لومړني نوښت په توگه  لوړې ارزول کېږي.  هرگوره، له شاگردانو يې ((پوهندوی ارواښاد اسد اسما يي)) د ((ځانځاني ښامار)) پر پليونۍ په پاريس کې د خپل څو ورځني بند يوه اوږده کيسه  کښلې وه چې مايې ورسمه کړې بڼه له يوې لسيزې راهيسې و په  سولگرکې خو ندي ساتلې ده؛ همداسې په دوه کيسه ليکو الوکې يې،اکبرکرگر يوه سپين وزمه  او  د زرين انځور يوه  ازاده پېيلې  بېلگه هم همداسې درواخله. غفور لېوال  بيا نن سبا د اوږ دو او نيم تا ر يخي- اسطوره  يي  سرودونو، منظومو او بوللو (حماسو) له پلوه په (نيم) ازاد شعر کې تر ټولو مخ  پر بره روان دی.

درېيم: سپين (بېقافيه او بېوزنه) شعرونه

يا چې پارسي  انډول يې (شعر سپيد)  دی. د ازاد هغه په څېر تر ډېره  له خپل پښتني فولکلوره آره اخلي، لکه د نکلونو نارې، د کوشنيانو سندرې، يو لړ متلونه، ټوکې… . دا ډول  شعر پر لنډواو اوږد ځېلونو وېشل کېږي،  او  پليوني يې له گوتشمېره تېری نه کوي، لکه زيار، ننگيال، پيوند، مستان، دروېش… سپين  يو انځور او يو پيغام رانغا ړي او  په دې توگه  ترگوشتمېر لنډواوږدو ټوټو تېری نه کوي؛ که نه  پر (ناپېيلي) هغه اړه پيداکوي.

 ارواښاد ننگيال په ازادکې دومره پر مخ تللی وو چې ما مټې د شپېتمو لمريزو کلونو په پای  کې سپين ته په ډېره هڅونه او پرلپسې ټينگار رامات کړای شو او بيا يې تر ځو انمرگۍ نور پرېښوونکی نه وو.  تر دې چې د شمېر له پلوه  يې تر رېکارډه رسولی او تر اوسه يې څوک د سيالۍ جوگه نه شول . هرگوره، داوږدوا لي له پلوه زما۱۶مخيزه  بېلگه (نوې پېړۍ او نوې زرۍ  ۱جنوري ۲۰۰۰ ) تراوسه بېسارې ده .

همداراز له دوه درو کلو راهيسې فدا نظري بيا، بې له کومې پاموړې  شاعرانه مخينې يوانځوريز لنډ سپين شعر ته يوو ار يزه  ملا تړلې، چې په دغه لنډ مهالپېر کې يې تر درو  ټولگو چاپ ته سپار لې دي:  لو مړۍ ټو لگه  يې د شاملو او واصف باختري، نرو دا، هوگو، تواردوفسکي  له څو ژباړ ليو شعرونو پرته نورې خپلې پنځونې رانغاړي او  بله يې د دواړو نومَوړو پارسي شا عرانو له گڼو ژباړلو بېلگو سره ، او درېيمه يې  د ۱۶۵ عربي او غربي  انقلابي  شا عرا نو يو ژباړلي غورچاڼ دی.

څلورم: ناپېيلی يامنثور (اوږد بېقافيه او بېوزنه) شعر

شعر د سپين هغه غوندې  بېوزنه  دی، په همدومره توپير چې سپين  يو خيالي انځور او يو پيغام رانغاړي او  په  پښتو کې ترگوشتمېر لنډواوږدو ټوټو يا مسرو تېری نه کوي، خو ناپېيلی دا له هنري پرداز سره سره  (لږ تر لږه  د يوه تکل يا لنډې کيسې هو مره) بېلگې لري .  هن، لکه وار له مخه ورته نغوته وشوه، څنگه  دا چې بېقافيه ځېل ادبي ټوټې او بېلابېل  ادبي نثرونه  راخلي، نو هم د  يو پېړييزې مخينې او هم له څومره ييز پلوه له دغو نورو بېقافيه ډولونو ځېلونو سره پوره توپيرمومي.

همداراز يو شمېر لنډې کيسې، يا يې لږ تر لږه  د لنډو او اوږدو هغو پيلامې هم په دې ډله کې را تلای شي، د بشپړو کيسو بېلگې،لکه د موسی شفيق (عبقريان)، د پسرلي (سره غالۍ)  او د کاروان يوه  نيمه هغه؛ د استاد بېنوا او روغ لېوني ادبي ليکونه يا د استاد  عبدالهادي داوي  د ۱۳۰۰ل. کال راپورتاژ ( پوهنوال  پښتون اقا شېرزاد: ادبي ځېلونه ۷۴).  د کره او خوږې پښتو ليکوال استاد شهرت ننگيال  بيا هره ليکنه ، ياده (خاطره) ،طنز، راپورتاژ، يونليک… هم همداسې درواخله.

په پښتو کې  (ازاد+ سپين ) گډوله شعر

ولې او کله  راپيداشو؟

تر کومه چې ماته پته ده، د داسې گډوله پښتوشعر پيلامه  له څه باندې  نيمې پېړۍ را هيسې غني خان رانښلولې ده. د ۱۳۴۴ل. د زمري مياشت وه  چې  د دارالاامان خواته د پاچاخان د ليدو لپاره ولاړم او لومړی ځل مې پرهغه فلسفي شاعر واوښتم چې په سيور  رلنه دېره کې له استاد الفت سره  په خبرو اترو لگياوو. همداچې خبره پر شعرو شاعرۍ را غله، کتابچه يې راواخېسته  او ويې ويل:  غواړم وار له مخه درته  د ازاد نظم يودوه بېلگې ولولم چې تازه مې ازمايلی دی. د لومړۍ بېلگې له اورولو سره  يې استاد الفت  موسکی شو او ورزياته يې کړه چې دغلته   شاعر خپل اندو واند (فکروخيال)  ښه ترا پر کاراچولای شي او له دې سره شعري نوښت  مخ پر بره درومي.

نو زه هم  له هماغې ورځې د دغه ازمايښت  په تکل کې شوم، خو د غني خان (free verse) پرځای مې د استاد مجذوب مروت د ((پېغلې)) نيم ازاد شعر ځانته مخبېلگه کړ.، نو ورو ورو راته داپته ولگېده چې د غني خان هغه ازمايلی ځېل  د انگرېزي هغه  ړندې پېښې دي. تول وتال او موسقيت نه لري او دا سردار علي ټکر وو چې د يو شمېر قافيو الو شعرونو او نظمو نو تر څنگ يې  دغه شعري ځېل هم په ډېرو کٌړاوونو (مشقو نو) ور سندريز کړ او په دې ډول يې نور هم  په لروبر کې د يوه ستر شاعر په توگه  وځلاوه او گرانښت او منښت يې لا پسې ور زيات کړ.

ولې مو په دې نامه نومولی دی؟

لکه  څنگه چې پر نړيوال او بيا زموږ د سيمې پر کچ  دا ټولمنلی دود دی چې هنري، اد بي او بيا شعري ځېلونه (ژانرونه)  تر هرڅه وړاندې د تخنيکي جولې پر بنسټ  پر بېلا بېلو نومونو نومول کېږي او ډلبندي کېږي،او هله د-اېزمونو، مکتبونو،سبکونو، بهير ونو(جريانونو)، په نورو ټکو،د بېلابېلو ژب- ښکلاييزواو ژب-انديزواړخونو له مخې. په دې  لړ کې پښتو شعر  هم وار له مخه پر قافيوالو ا و نا قافيوالو  ځېلونو يا ډولو وېشنه مومي، او بيا د دې يا هغه ډول د چوکاټ دننه کوم  کوشني او کوشنوټي ځېلونه.

 په دې توگه  گورو چې نه لره خوا د انگرېزي (free verse) په سيده پليونۍ د غني خان   او  بره خوا  په ناسيده پېښو نوي  رادود شوي بېقافيه  شعرونه، ( لږ تر لږه  د پښتو او پار  سي پر کچ ) په  آرو درو منل شويو  آرو او څېرمه ځېلونو (ازاد، سپين ، منثور ) کې راځي،  په نورو ټکو، له هېڅ کوم آر يا څېرمه ځېل سره اړخ  نه لگوي؛ خو داچې  په ترڅ  ترڅ کې يې ځينې ټوټې يا مسرې په ازادو (بېقافيه موزونو) او ځينې يې په سپينو (بېقا فيه بېوزنو)، او ياهم بېلابېلو وزنونو اړه  پيدا کوي،  نو موږ ته  يې د دود يزو ادبي فنو نو د نومَونو (سکته، ضعف ا لتأليف، ويارمن يا معيوب ) پرځای. ((گډوله شعر)) نومَو نه غوره واېسېده،  هغه هم په دې لاندې دکونو دليلونو:

۱– څنگه چې د اروپايي او بيا انگرېزي شعر په پېښو جوړېږي، نو له پښتو ( و)گړني شعر سره همغږي نه لري، په نور ټکو، په ټولمنلې پاسنۍ  تخنيکي ډلبندۍ کې نه را ځي.

۲– سندريز ه وړتيا نه لري. ځکه، نه يوازې له پښتو ټنگ ټکور سره لا څه چې  له لويه سره  له ختيز  اته- لس سُره  موسيقۍ سره  اړخ نه شي لگولای. دا نو، لکه پاس ورته نغوته وشوه، ټکر تراوسه ړومبۍ  پښتون کمپوزر و سندرغاړی  دی چې د غني له خوا د انگر ېزي شعر پر پليونۍ  ويلی ((گډوله)) شعرونه ، کټ مټ، لکه نور مات گوډ قا فيوال هغه يې، له هندوارياني ((سا- رې- گه- مه- په ده- مي- سا))  سازوواز سره په خپل نوښت  ور برابر کړي دي.

۳– پښوييز (گرامري) سرغړاوی، په دې مانا چې د بېقافيه او بېوزنه ټوټو يا مسرو په ترڅ ترڅ کې د يوې نيمې ازادې  مسرې يا بيت دننه د ((شعري اړتيا په پلمه ناوډوني  پېښېد ای شي، لکه  واخلې د تکل په (رڼا ۱۴) نومي شعر کې دا وړاندې روستوالی:

رڼا پټه ده  په وريځ کې(آراوډون:  رڼاپه وريځ کې پټه ده) يا (په وريځ کې رڼاپټه ده)

همداراز يې په ( سکوت او چغې۲۴۱) گډوله کې پارسي وزمه اضافي تړنگ، لکه:

سکوت مې په خوله کې

(ځای د خوب) لټوي

او چغې اوس په چغو هم

نه راويښېږي.

۴– د مينه والوکړۍ  يې ډېره لنډه تنگه پاتې کېږي، هسې خو بې له هغه  ۹، ۹۹ پښتانه  تر هنري شعره ، ساده  نظم او ولسيړ نيم ولسي شعر خوښوي، ځکه پرې نه پوهېږي او چې لا بيا تول وتال هم و نه لري.

د هواري غوره او پتمنه لاره داده چې که ويناوال  ټول شعر پر يو راز وزن او تول وتال برابر کړي ښه تر ښه، که نه، هغه ازاده نيمه ټوټه يا مسره  دې هم سمه گرامري کاندې او په دې ډول هره گډوله هغه، سپين شعر ته راواړوي .  ځکه ازاد شعر او سپين شعر منل شوي ځېلونه دي او له پښتو (و) گړنيو ځېلونو سره  اړخ لگوي.

۵–  پايله يې داجې په ټوله کې گډوله  شعر د نورو دودو بېقافيه ځېلونو هومره پښتو شعر د قافيې له باستيل (زندان) څخه  رايستای نه شي او له دې  لامله يې  پر دغه با ستيل باندې  زغرد نه،  بلکې يو ټکنی گوزار بللای شو!

لره خوا تر غني خان نيمه پېړۍ راروسته  په بره خواکې د گډوله شعر ناگاهانه پېښې په لاندې توگه څېړو:

زما په يادښت هادي عطايي (ملا)  لومړی  ځوان شاعر وو چې د ادبياتو پوهنځي په زدکړيز پېرکې يې تر لږ و ډېرې قافيوالې شاعرۍ راروسته ما د څه ناڅه اوږده نيم ازاد يا مونډي شعر (←) يوه بېلگه د ۱۳۵۱ ل. کال  د وږمې مهالنۍ په لومړۍ گڼه کې ور خپره کړې وه. خو څو کاله روسته يې له لښکرگاه څخه پرلپسې غني وزمه (←)څو بېلگې راواستولې چې تر يوې هغې پرته مې نورې راسره  کتننپلاوي لاسليک نه کړې.  په امريکا کې يې له مېشتيا سره لږو ډېر بشپړازاد ځېل  ته راواوښت او دادی، نن سبا يې ورته  په کوَټه  کې  د((عبدالهادي ملا)) په نامه  په ټول شور و زور ملا تړلې او څو ټو لگې يې  له چاپه راکښلې دي.

په دې لړ کې  ښاغلي حسن ابرون ورته  بيا زما په  لږکۍ هڅونه او لارښوونه  ازاد ځېل راخپل کړی او لږ تر لږه يې درې ټولگې چاپ ته سترگې  پرلاره دي. همداسې، لطف الر حمن خاموش، سيد منتظرشاه هاشمي، مفتاح الدين ساپی درواخله. په لندن مېشتو شاعرانو کې   غلام محمدکامه وال  لومړی ويناوال دی چې تر اوږدې قافيوالې او په تېره غزليزې  مخينې سره يې د گډوله شعر لاره پرمخ اخېستې او پرلپسې يې  دوې   ټو لگې له چاپه راکښلې.

 (راڅڅېدلې چوپتيا)

دا د اوږدې مخينې قافيوال او بيا غزلبول شاعر نظيف  تکل   د شعري ټولگې نوم دی چې زموږ د  دغې  کره کتنې پلمه  يا انگېزه  شوې ده. ده  په خپله  دغه تازه چاپ کړې   څلورمه شعري ټولگه  چې د قافيوالو شعرونو(غزلو، څلوريزو)  تر څنگ  يې پکې  نژ دې  نيمايې بېقافيه هغه  رانغښتې دي، د تېرجولای پر پېنځلسمه  د لندن ادبي بنډار ته د مخکتنې  لپا ره  وړا ندې کړه (← کرگر: تاند ووپاڼه). که څه هم له تخنيکي- جوليز  پلوه  يې يو نيم (( گډوله)) شعر ته گوته ونيول شوه. خو د هنري-انځور يز نوښت له  پلوه د نورو بېقافيه (ازادو او سپينو)  په لړکې لوړ وارزول شو. هسې خو څرگنده ده چې از اد (موزون) فورم يو څه زيات  زيار و ازمېښت غواړي.

زما له ليده، تر تېرو درو خپرو ټولگو يې د دې نوې ټولگې  د ژب- ښکلاييزې او ژب- اند يزې پرمختيا او لوړتيا دک و دليل، تر هرڅه له مخه دادی چې دلته يې د پښېليزو (قافيوالو) او ناپښېليزو (ناقافيوالو) شعرونو شمېرانډول نژدې يو برابر دی. ځکه  نن سبا له دې هېڅ کره کتونکی نټه نه شي کولای چې  دويم  ډول ، په تېره ازاد او سپين دا ورځ تر ورځې مخ پر بره درومي  او په دې  چم پښتوشعر  د قافيې  له باستيله مخ  پر راوتو دی.!

زموږ  هڅاند شاعر (تکل) په ((راڅڅېدلې چوبتيا)) کې ټولټال ۲۸۸شعرونه رانغښتي، له دې انډول سره:  ۱۴۵ غزل او څلوريزې، دوه ټپيزې، ۴۲ازاد، سپين او د دې دوا ړو ځېلونو يو لږکی شمېر((گډوله)) او يو ناپېيلی (منثور) شعر. داسې برېښي  چې تکل  له ۲۰۱۳کال  راهيسې دغو بېقافيه شعرونو ته مخه کړې  او که همداسې يې پنځونه پر مخ يوسي، دابه  نوره هم را زباده کړي چې څومره پاخه منگ ته ور نژدې کېږي، دغسې يې شاعري ورسره هم اوږه پراوږه پخېږي او خوږېږي.

دا دی دلته يې څو بېلگې، تر هرڅه له مخه د هنري نوښت او په ترڅ ترڅ کې له  تخنيکي اړخه تر ارزونې لاندې نيسو، لکه  دالاندې:

               رڼا(۱۴ مخ)

وريځ په چمن کې پرته

چمن په وريځ کې ويده

مرغۍ د راروانې رڼا په هيله

د زوړ دېوال له سوړو

يوه يوه راالوځي

زه د اسمان ډډې ته گورم

رڼا پټه ده په وريځ  کې

د دغه شعر اوگونې مسرې له څلورم خج سره راپيل شوې، خو يوازې لومړي دوې يې  ازاده  بڼه  لري. داسې چې دهمدغو دوو مسرو دوه  غبرگوانځورونو (استعارې او پرسو نېفېکېشن)  ټول شعر  ته ښکلا او نوښت وربښلی دی.

د (گناه ۳۰) شعر يې هم همداسې ۷ مسري لري او لومړۍ لنډه او دويمه اوږده هغه يې هم له څلورم خج سره ازاده بڼه راخپله کړې، خو د مخنۍ بېلگې په توپير يې نورې مسرې هم هماغه انځورونه رانغاړي.

بل ورته گډوله  (ځوانمرگی ۲۵) بېلگه يې تر بل هرانځوره، له يوه نگېرگډون (حس آ ميزی، پرادوکسی) سره  ښه ترا  ښکلې او پسوللې راغلی: ( … زه يې غږ په پټو سترگو اورم)؛ خو په دې شرط چې (په پټو سترگو) تړښت يې کړول (قيد) نه، بلکې آلي (انسترو مېنتال)  وي، يانې (د غوږو پرځای يې په سترگو اورم)!

د (شرنگ ۲۰۲) په نامه يې دابله بېلگه د (نظم+ نثر)  گډوله برېښي او هغه داچې لومړۍ څلور ټوټې يې له بېلابېلو وزنو سره پښېليزې (قافيوالې)  هم دي، لکه:

يو راز مې د ژوند د زلميتوب يې

د مستې ځوانۍ او لېونتوب يې

 ته مې تعبير د يو رنگين خوب يې

شرنگ د ناليدلي پېغلتوب يې… .

همداسې يې بله ورته (دوه بيتونه پلارته ۲۸۷) بېلگه هم درواخله:

له اوږده ځنډ روسته د هغه په ليدو

پير غوندې سړي ته لاسونه دواړه ورکوم

 ږيره يې ښکلوم بيا ورته غاړه ورکوم

درد يې په درد اخلم، بلا يې له ځانه لرې

غم يې ورک شه خوښي د دونيا دواړه ورکوم.

چېرې کمپېښې بېلگه يې هم د برابرۍ له مخې  ازاده راځي،لکه (مينه۱- ۳۱) چې له نحوي پلوه يوه غونډله ده، خو له دود وخورمنځ سره سمه يې پر  درو وړو ټوټو يا مسرو وېشلې او له يوې ښکلي  استعارې او  کنايې اوبيا سېمبوليک پيغام سره:

يوازې کارغه

د ونې له بربنډو

اندامونو سره مينه کوی.

په ورته نامه (مينه ۲) بېلگه يې چې  له  ژب – ښکلاييز او عاطفي  انځورگرۍ سره  يې له ډېرې مينې پر دوتنه، تر خپل شاعرانه انځور لاندې هم چاپ کړې ده. خو چې  له ((گډو له)) توره هم بچه شي، په کار ده، لومړۍ دوې ټوټې يې د لومړۍ غونډلې  يا بيت، او څلور نورې يې د دويمې غونډلې يا بيت په توگه ، همداسې لارغه (مکث) تر منځ وويل شي:

مينې !

استاد دې کړم (غونډله)

اوس د يار د سترگو

د غصې کتاب

په پټو سترگو

لولم (غونډله).

 که خبره يوازې پر تخنيکي  جولو راوڅرخوو، يوه به يې داوي چې يوشمېر گډوله بېلگې يې ديو دوه مسرو له لږکي سمون سره پر ازاد او يا سپين شعر بدلېدای شي، لومړۍ بېلگې يې، لکه (جمعه۱۴۶):

ډېرې جمعې مې

له لاسه وتې

او ډېر کارونه جمعې ته پاتې

 خو اوس هم

نه پوهېږم

چې راروانه جمه به څه وکړم؟

د دې بېلگې ړومبی شپږ مسرې  له څلورم خج سره  ازادې راغلې خو روستۍ  دوې يې  ورسره  له دې اوډون سره همغږې کېدای شي اوپه دې چم  ځنې بشپړ ازاد شعر جوړېږي:

…  چې به څه وکړم راروانه جمعه؟

همداسې يې (يوه شپه ۱۴۷)   گډوله بېلگه درواخله چې که په مخپای مسره کې يې  له (سترگو)  سره (سرو) ستاينوم راشي، بشپړ ازاد شعر  ته رااوړي:

ياد دې شي

 چې مامې سيوری

 د وجود پردېوال

نه ليده

 ساه مې ستا په ساه کې-

ساراکښله

 او شپه ورو ورو- ستا د (سرو) سترگو د اينو

 شاته ډوبېدله.

له ښکلو انځورونو سره يې د  بشپړسپين شعر بېلگې:

– (خنډ ۱۳۴):

مرغۍ او ونې به يې

سيل ته و نه وځي

سږ به پسرلی هم

ناوخته راورسي

د وخت د مزله

بوټانو کې غنې شوې.

– (خوب۱۳۹ ): بېگا په خوب کې راغلې

زه مې له خوبه راوتلی وم

سهار مې د کوټې

ټولې لارې بندې کړلې

ماويل بېگانی خوب مې

په کوټه کې ساتم.

  (سلام ۳۷۱)  سپين شعر يې له (پورنوپويتري)  سېمبوليکو بېلگو څخه بلل کېږي:

زه مې سلام

د سيند

د روانو اوبو

شرنگي ته لېږم

چې د لونډو کبانو

د زنا خبرې پخپله

مينځي.

د نوښتگر شاعر نظيف  تکل د لاشاعرانه بريو او برياوو په هيله.

پوهاند دوکتور زيار

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *