Categories

اعلان

Loading…

د ۱۳ ملیون کاله پخوانۍ بزو د سر کاسه وموندل شوه

تاند- څېړونکو د یوې بزو د بچي د سر ۱۳ ملیونه پخوانۍ کوپرۍ په کینیا کې موندلې ده.

دوی وايي چې دا بزو له اوسنیو بزوګانو سره ورته نه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ۱۳ ملیونه پخوانۍ کوپرۍ (Alesi) نومول شوې ده.

څېړونکي اټکل کوي چې دا کوپرۍ د میوسین (Miocene) د دورې ده. په میوسین دوره کې په یوروایشیا سیمه کې راز راز بروګانې اوسېدې.

د موندل شوې بزو د سر کاسه له هیڅ اوسنۍ بزو سره ورته والی نه لري. څېړونکي باور لري چې دا کاسه د بزو د بچي ده.

ساینسپوهان د فوسیلونو او هډوکو د عمر لپاره ځان ته خانګړي میتودونه او وسایل لري.

2 comments

  1. جمال Reply

    خبر جالب دی خو دا پوره نه معلومیږي چې له بزو نه هدف اوزه دی که شادي.‌که شادي وي باید بیزو ولیکل شي او یوه ځای کې خو ان برو یعنې په ر لیکل شوې ده او که هدف ترې اوزه وي چې ځینې خلک ورته بیزه وایي باید سمه ولیکل شي. مننه

  2. ببرک Reply

    مطلب بیزو یا شادی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *