Categories

په زابل کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین

د زابل ولایت د عامې روغتیا د ریاست مسوولین وايي له شپږو کلونو وروسته پدې ولایت کې د پولیو مثبته پيښه موندل شوی او اوس د دوي ریاست مسوولین او د واکسین اړونده ادارې هڅې کوي تر څو د ګوزڼ د دغې مثبتې پيښې د را منځ ته کیدو علت پید اکړي. د صحي مسوولینو په خبره چې دغه پيښه د د ې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د زیارت په سیمه کې رامنځ ته سوې ده او د یو څلور کلن ماشوم د فلج ناروغۍ ترسره شویو معایناتو مثبته نتیجه ورکړې ده د زابل د عامې روغتیا د ریاست رییس ډاکتر لعل محمد توخي له بیان راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تیرو شپږو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دوي د پولیو مثبته پيښه لري نوموړي زیاته کړه چې افغان دولت د نړیوالو روغتیایي ادارو په مرسته هڅه کوي چې په هېواد کې د فلج خطرناکه ناروغۍ له منځه یوسی خو د زابل اوسنۍ پېښه د ده کمپاین پر وړاندي ننګونه ده د عامې روغتیا رییس وایي د موندنې ښيي چې ګوزڼ وهلي هلک ته واکسین هم ورکول شوی دی خو بیا هم د اصلي علت د موندنې لپاره له کندهار څخه د روغتیا د نړیوال سازمان یو پلاوی راغلی او سیمي ته تللی د ده په وینا دوي د دغې په اړه پراخې پلټنې کوي او وروسته به یې معلومات له اړونده ادارو او رسنیو سره شریکي کړي. د عامې روغتیا رییس وویل چې دوي به د دغې پيښې په غبرګون کې په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیو د مخنیوي په موخه راتلونکې وانۍ یو بل ځانګړی د واکسین کمپاین ترسره کړي او همدارنګه د خپلو واکسیناتورانو او کارکوونکو شمیر به هم زیات کړي ډاکتر لعل محمد توخي وايي چې د زابل په بیلابیلو ولسوالیو کې د دوي د واکسین کمپاینونه بې له کومې ستونزي پر مخ روان دي او دوي هیله من دی چې په راتلونکي کې به مثبته پيښه ونه لري. د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په داسي حال کې د پولیو د مثبتې پيښې راپور ورکول کیږي چې تر دې وړاندي کله نا کله په زابل کې د روغتیايي مرکزونو او واکسین پر وړاندي د وسله والو مخالفینو له لوري ستونزي جوړي شوي او پر کارکوونکو یي بریدونه شوي دي

انوري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *