Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کي د پوهنتونونو اکثره استادان ولي دوهمه وظیفه لري؟

لیکونکی: پوهنیار احسان الله حیات ||

ازمیر ښار –  ترکیه

په عمومي توګه په نړۍ کي د پوهنتونونو رسمي یا دایمي استادان چي Full-Time Professor/Lecturer وي،‌ صرف یوه دنده لري چي هغه په پوهنتون کي تدریسي، اکاډمیکي، تحقیقي او پر هغه سربیره ځیني اداري چارې دي او معمولا د ورځې اته ساعته وخت نیسي. خو په افغانستان کي د ټولي نړۍ د اکاډمیک سیستم خلاف د استادانو ډیره برخه حتی په اوونۍ کي اته ساعته هم په پوهنتون کي نه وي حاضر. هغه استاد چي هم د مسئولیت احساس لري او هم د ډیپارټمنټ، پوهنځي او پوهنتون د ادارې له خوا په ښو یادیږي، هغه یې لا صرف خپل ور سپارل سویو تدریسي ساعتونو ته حاضریږي او نور نو ټوله اوونۍ د پوهنتون څخه بهر په خپل بله دنده یا دندو باندي مصروفه وي. د افغانستان د کار د قانون د دیرشمې مادې په اساس، په اوسط ډول سره د کار عادي وخت په اوونۍ کي تر ۴۰ ساعتونو زیات نه دی. خو د قانون د یودیرشمي مادې په دریم بند کي د استادانو د کار د وخت د کمښت په اړه د مربوطه ادارو د تقنیني سندونو مطابق یو څه نرمښت لیدل کیږي. سربیره پر دې چي د ملکي لوړو زده کړو د قانون شپږ دیرشمه ماده  د علمي کادر د غړو دندي او واکونه د تدریس، تحقیق، علمي کنفرانسونو ترتیب، په کمیټو کي فعاله ونډه او ګډون کولو، د علمي آثارو لیکلو، او د پوهنتون د نورو اکاډمیکو او اداري چارو څخه نیولې بیا د محصلینو د تمرینونو، عملي کارونو، مونوګرافونو، د دیپلوم د پروژو د لارښونو، درسي موادو او لکچر نوټونو برابرولو او حتی د ټوله اکاډمیکو چارو د کیفیت تر لوړولو او د استاد تر ښه سلوک او چلند پوري په پوره توګه بیانوي، او  د لوړو زده کړو د مؤسسو د علمي کادر د غړو د اکاډمیکو فعالیتونو په لایحه کي هم د استادانو مکلفیتونه د هغوی د رتبو په تفکیک سره په واضحه توګه بیان سویدي، خو نه د قانون او نه هم د لایحې عملي بڼه د ولایتونو په پوهنتونونو کي څه چي په مرکزي پوهنتونونو کي هم نه لیدل کیږي. دا حال د دولتي پوهنتونونو دی‌،‌ خصوصي پوهنتونونه خو پریږده چي کیفیت یې ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي دی او د رسمي استادانو شمیر یې ډیر کم دی او اکثریت استادان یې د ساعتونو په حساب کرایه کړي وي. دا موضوع د لوړو زده کړو پر کیفیت باندي مستقیم تأثیر لري او هیڅ امکان نه لري چي یو استاد دي د دوو یا درو وظیفو په درلودلو سره په ښه مؤثریت او لوړ کیفیت باندی محصلینو ته درس ورکړي او د هغوی سره د ټولګی څخه بهر دي په کورنیو کارونو، پروژو، مونوګرافونو، لابراتواري او عملي کارونو کي مرسته وکړي او یا دي هم هغوی ته لازمي لارښووني وکړي. څیړنیز مسایل خو هلته پریږده ځکه استاد چي خپل تدریسي ساعتونو ته په منظم ډول نسي حاضریدلای، نو څیړني خو لا نور او اضافه وخت ته اړتیا لري. دا باید هیر نه کړو چي د پوهنتونونو استادان هم کیدای سي ځانته ځيني منطقي دلیلونه ولري چي ولي پر رسمي وظیفه سربیره بله وظیفه هم تر سره کوي.

که څه هم د تدریس ساعتونه په افغانستان کي د یو استاد لپاره په اوونۍ کي معمولاً د ۳ څخه نیولې بیا تر ۱۲ یا ۱۵ ساعته پوري رسیږي (تدریسي مکلفیت د یوه ډیپارټمنټ څخه بل ته او همدارنګه د یوه پوهنتون څخه بل ته نظر د استادانو، محصلینو او درسي ټولګیو شمیرې ته ډیر فرق لري چي زه یې نسم کولای هغه دقیق ساعتونه او یا هم د هغوی اوسط دلته ولیکم)، خو ټوله پوهنتونونه خپل د اکاډمیکو او اداري چارو د پرمختګ لپاره باید کار وکړي، بیلابیلي کمیټې او شوراوي سته، لابراتوارونه او ځیني ابتدایي څیړنیز مرکزونه سته چي چاري یې باید همدغه استادان سمبال کړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چي استادان باید په دوامداره توګه څیړني وکړي او دا کار تر هر څه زیات وخت ته اړتیا لري ځکه د همدغه څیړنو د نتیجو خپرول په علمي او نړیوالو ژورنالونو کي داسي ساده او آسانه خبره نه ده. همدا څیړني او علمي مقالې دي چي په نړۍ کي د پوهنتنونونو استادان په پیژندل کیږي او کله چي وغواړو د یو استاد د څیړنو او مقالو په اړه معلومات تر لاسه کړو، د ګوګل سکالر (Google Scholar) او یا هم ریسرچ ګیټ (Research Gate)  (ریسرچ ګیټ د نړۍ د ساینس پوهانو او څیړونکو لپاره یوه ټولنیزه شبکه یا نیټورک دی او تر ۱۳ میلیونه زیات کاروونکي لري) د لیارو څخه استفاده وکړو. د Times Higher Education ویب پاڼه وایې چي د امریکا د پوهني د ادارې هغه څیړنه چي په ۱۹۹۹ کال کي یې کړې وه، د Full-Time Faculty یا د بشپړ (رسمي) وخت پوهنځی په اوونۍ کي تر ۵۵ ساعته پوري کار کړی وو. ویب پاڼه زیاتوي چي ۱۵ کاله وروسته د یو بلي سروې په اساس چي په Boise State University کي تر سره سول، یو پوهنځی په اوسط ډول سره ۶۱ ساعته کار کړی وو چي د هغوی څخه یې ۱۰ ساعته کار د اوونۍ په رخصتیو کي وو. په ۲۰۱۲ کال کي په انګلستان کي یوه بله سروې چي په هغه کي د پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو، د یادي سروې تر دریمي برخي زیاتو ګډونوالو په اوونۍ کي تر ۵۰ ساعته ډیر کار کړیدی. په ترکیه کي د پوهنتونونو استادان عموماً د سهار اته بجې پوهنتون ته راځی او مازدیګر پنځه بجې بیرته کورته ځي. مګر هغه استادان چي څیړنیزي پروژې، د پوهنتون ضروري کارونه او یا هم ور سپارل سوي وظیفې ولري او باید خپل پر ټاکلي وخت باندي تکمیل سي، کیدای سي تر دې هم زیات وخت پوهنتون کي پاته سي او یا هم په کورونو کي د نوموړو کارونو سرته رسولو ته جلا وخت ورکړي. همدارنګه یو استاد باید لږ تر لږه ۱۲ ساعته په اوونۍ  کي تدریس ورکړي، په نورو اکاډمیکو، څیړنیزو او اداري چارو کي هم ونډه واخلي. په هندوستان کي د پوهنتون د پوره او رسمي وخت یا Full-Time استاد باید په اوونۍ کي تر ۴۰ ساعته کم کار و نه کړي او په فزیکي توګه باید لږ تر لږه ۵ ساعته هره ورځ په پوهنتون کي حاضر وي. همدارنګه Assistant Professor باید ۱۶ ساعته او Associate Professor او Professor استادان باید ۱۴ ساعته په اوونۍ کي درس ورکړي. دا هم باید له یاده و نه باسو چي داسي پوهنتونونو کي استادانو ته د اوسیدلو مناسب ځای او نور سهولتونه موجود وي، اما زموږ په ډیرو پوهنتونونو کي استاد حتی د ناستي مناسب ځای هم نه لري تر څو د ورځی اته ساعته په پوهنتون کي پاته سي او که پاته هم سي، کیدای سي د کار کولو مناسب شرایط او محیط ورته مهیا نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت په دې باندي تر هر چا ښه خبر دی چي د پوهنتونونو د استادانو اکثریت یې پر رسمي یا دایمي وظیفه سربیره حد اقل بله قراردادي وظیفه هم لري او دا کار ورځ تر بلي نور هم ډیریږي چي د دې موضوع پړه یوازي د استادانو په غاړه نه بلکه لومړۍ د لوړو زده کړو د وزارت او وروسته د ټوله دولتي سیستم پر غاړه ده چي وروسته به یې واضح کړم. که څه هم د وزارت په پنځه کلن ستراتیژیک پلان (۱۳۹۹-۱۳۹۵) کي د علمي کادر د غړو لپاره د ځینو مادي او معنوي تشویقونو په اړه یادونه سویده خو په پوره توګه واضح نه ده او نه هم امید سته چي استادانو ته دي دومره امتیازات ورکړل سي چي د بلي وظیفې په فکر کي و نه اوسي. د نوموړي پلان په اساس به په راتلونکو پنځه کلونو کي ۳۷۵ تنه ماستر او ۹۲۰ تنه لسانس استادانو ته تحصیلی بورسونه مهیا کړل سي چي د هغوی د جملې څخه به یې ۶۰٪ د هیواد څخه بهر او پاته ۴۰٪ به د هیواد دننه تحصیل وکړي. نوموړي پلان په پام کي لري د محصل/استاد نسبت د اوسني حالت یعني ۱:۳۵ څخه و ۱:۳۰ ته په راتلونکي کي را کښته کړل سي تر څو د استادانو شمیر نور هم زیات کړل سي او د تحصیل په کیفیت کي ښه والی راسي چي دا موضوع بیا هم یو څه هیله بخښونکې ده، خو که د ټوله پوهنتونونو استادان د دوکتورا سندونه هم واخلي او د پوهنتون څخه بهر وظیفه ولري، فکر نه کوم چي د تحصیل په کیفیت کي دي داسي ښه والۍ راسي لکه په نوره نړۍ کي چي دی. دا ستونزه لومړی د مرکز څخه را پیل ده ځکه په مرکزي پوهنتونونو کي اکثره استادان د رسمي وظیفې سربیره په شخصي پوهنتونونو، شرکتونو، کمپنیو، شفاخانو، کورسونو، غیر دولتي مؤسسو او نورو ادارو کي په رسمي وخت کي کار کوي (غیر رسمي وخت یې دلته په نظر کي نه نیسم). دا خو لا څه چي په وزارتونو کي هم د قرارداديانو په توګه کار کوي چي معاش یې د استادی د معاش څخه څو چنده زیات دی. که چیري د لوړو زده کړو وزارت صرف هغه حقیقي ارقام د مرکز د پوهنتونونو په اړه خپاره کړي چي څو فیصده استادان پر دایمي وظیفه سربیره دوهمه او یا دریمه قراردادي وظیفه هم لري، هغه به ډیر لوړ او د نه منلو وي.

پوښتنه اوس دا ده چي تر اوسه ولي د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانیدلی تر څو رسمي استادان په مکمل رسمي وخت کي په پوهنتونونو کي را حاضر کړي او د دې موضوع سبب څه کیدای سي؟ د دې پوښتني لپاره کیدای سي ډیر جوابونه او سببونه وجود ولري، خو زما په اند هغه مهم او عمده جوابونه، سببونه او دلیلونه یې زه په لاندي توګه یو په یو بیانوم:

لومړۍ: پر خصوصي سکتور سربیره، د پوهنتونونو استادان کولای سي په ټوله دولتي ملکي سکتورونو کي د قراردادي او یا هم باالمقطع کارکوونکي په حیث کار وکړي. خو بیا هم په دولتي سکتور کي د معاش موضوع د یوې ادارې څخه بلي ته او د یوه استاد څخه بل ته فرق کوي، مثلاً یو استاد شاید صرف یو دولتي معاش واخلي که هغه د پوهنتون وي او یا د هغه ادارې چي دوهمه وظیفه پکښي اجرا کوي، مګر بل استاد بیا کیدای سي دواړه ځایه معاش واخلي چي یو ځای (پوهنتون کي) رسمي دی او بل ځای (وزارتونو کي) قراردادي دی. یعني نه خصوصي سکتور او نه هم دولتي سکتور د یو رسمي استاد د استخدام سره کومه ستونزه لري، نو طبعاً هغه هم دوهم کار ته زړه ښه کوي.

دوهم: استادانو ته په نورو ځایونو کي د پوهنتون د معاش څخه اضافه او حتی څو چنده اضافه ورکول کیږي، خصوصاً د ماستری او دوکتورا سند لرونکو استادانو ته. همدارنګه پوهنتونونه هم د استاد د دوهمي وظیفې سره مشکل نه لري تر څو هغه صرف خپل درسي ساعتونو ته حاضر سي، او که مشکل هم ولري، په مقابل کي یې کوم خاص څه نسي کولای.

دریم: هغه دولتي مامورین چي NTA Salary Scale لري، د CBR د پروګرام او یا هم نورو پروګرامونو د لاري چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کي دي، د هغوی  معاشونه د پوهنتونونو د استادانو تر معاشونو ډیر زیات دي. که څه هم NTA معاشونه قراردادي مامورین اخلي او دایمي وظیفې نه دي (د تشکیل مربوط نه دي)، او همدارنګه د CBR د پروګرام معاشونه د اوس دپاره موقتي په نظر کي نیول سویدي، خو دا ډول مامورین یې زیاتره د تحصیلي سوېې له نظره د استادانو سره یو شان تحصیلي سویې او یا هم تر هغوی ټیټي تحصیلي سوېې لري (کاري تجربه بیله موضوع ده چي هغه ځانته بحث دی). نو همدا وجه ده چي اکثره استادان خپل په اوسني معاش باندي راضي نه دي او تل د دوهمي وظیفې په لټه کي دي. همدا اوس هغه ماستر او ډاکتر استادان چي د بهر څخه تازه راغلي دي، د دې پر ځای چي خپل په مربوطه پوهنتونونو کي تدریسي او نورو اکاډمیکو او اداري چارو ته ادامه ورکړي، لومړۍ په دې لټه کي دي چي چيري به د استادی د وظیفې سربیره بله د لوړ معاش وظیفه پیداکړي. که څه هم د احساس، وطن ته د خدمت، وطن دوستۍ او نور د ملي ګټو موضوعات باید نوموړي استادان په نظر کي ونیسي، خو دغه استاد هم خپل د ژوند لومړني ضرورتونه لري او تر ټولو مهم دا چي یو بام دوې هواوي هم نه زغمل کیږي او استاد هم دې ته مجبوره کیږي چي د نورو په شان د یوه معاش پر ځای دوه او درې معاشونه تر لاسه کړي تر څو د هغه خپل هم سویه او هم مسلکه شخص سره یې معاش یو شان سي.

څلورم: په پوهنتونونو کي ځیني اداري بستونو ته تر اوسه د سوپرسکیل په نامه معاش د کلونو راهیسي ورکول کیږي چي دا ډول معاشونه د استادانو د اوسط معاش څخه لوړ دي. د دغه سوپرسکیل معاش اخیستونکو اشخاصو څخه یې ځیني یو ساعت هم د ورځي خپل کار ته نه حاضریږي او نه هم مجازات کیږي، چي دا کار د عادي معاش لرونکي استادان دې ته مجبوره کوي تر څو تل په دې لټه کي وي چي بله وظیفه هم پیداکړي.

پنځم: د پوهنتونونو د استادانو لپاره د دوهمي وظیفې پیدا کول یو نوع رقابت ګرځیدلی دی ځکه دا موضوع ورځ تر بلي نوره هم زیاتیږي او خصوصاً هغه استادان چي لوړي تحصیلي سویې لري په هیڅ صورت په پوهنتون کي نه کښیني. په دې اړه دولت بیا په خاصه توګه د لوړو زده کړو وزارت په دې ګرم دي چي د استادانو مادي امتیازات یې نسبت نورو هغه دولتي مامورینو امتیازاتو ته ډیر کم په نظر کي نیولي دي کوم چي د NTA, CBR، سوپر سکیل او یا هم نور داسي لوړ معاشونه اخلي.

شپږم: تر اوسه پوري د استادانو سره داسي جدي برخورد نه دی سوی تر څو یو استاد دي د پوهنتون څخه په دې وجه باندي منفک سوی وي چي ولي په رسمي وخت کي پر استادی سربیره دوهمه وظیفه لري (دا کار د وزارت په څنګ پوهنتون کي هم نه دی لیدل سوی)، نو د نورو پوهنتونونو استادان خو بیخي په بیغمه زړه نورو وظیفو ته ځي. کیدای سي دې موضوع ته وزارت ښه او قانع کوونکی جواب ولري خو زه یې لوی لامل دا بولم چي وزارت ښه پوهیږي چي د استادانو موجوده معاش کم دی او که استاد خپل د وظیفې څخه منفک هم سي، بل ځای تر موجوده معاش کیدای سي اضافه پیدا کړي او نور نو بیا دوی مجبوره دي چي پوهنتونونه وتړي ځکه په دغه معاش باندي لوړ رتبه او د لوړو تحصیلي سویو استادان نه دي راضي. د معاش د کم والی موضوع تر ډیره حده د ماستر او ډاکتر استادانو لپاره مطرح ده، د لسانس استادانو دپاره کیدای سي موجوده معاش مناسب وي او یا لسانس استادان په راضي وي، خو داسي هم نه ده چي لسانس استادان نوري وظیفې نه لري.

اووم: د ملکي لوړو زده کړو د قانون د توشیح کیدلو سرم سم په ۱۳۹۴ کال کي د قانون ځیني مادې پر استادانو د لوړو زده کړو وزارت لخوا سمدستي تطبیق سولې خو ډیري یې یا نسي تطبیقولای او یا هم په اوسنیو شرایطو کي د تطبیق وړ نه دي. استادانو ته د مادي امتیاز په اړه مهمه ماده یې د قانون پنځه دیرشمه ماده ده چي واېې ((د لوړو زده کړو د مؤسسې د علمي کادر د غړو معاش په جلا مقرره کي تنظیمیږي)) . خو تر اوسه د استادانو د نوي معاش په اړه کوم خاص خبر نسته که څه هم ویل کیږي چي د لوړو زده کړو وزارت پر نوموړې مقرره باندي کار کوي. د معاشونو د مقررې د ترتیب د ځنډ موضوع هم کیدای سي د استادانو پر چلند باندي تأثیر وکړي او غواړي تر څو دوهمه وظیفه هم ولري.

اتم: ستونزه اوس دا ده هغه استادان چي بله وظیفه هم و نه لري، پوهنتون ته صرف په خپل درسي ساعتونو کي حاضریږي چي یو دلیل یې په پوهنتون کي د استاد د اوسیدلو او پاته کيدلو لپاره د ځای او نورو سهولتونو نه شتون کیدای سي. تقریباً ټوله پوهنتونونه داسي جوړ دي چي په ډیپارټمنټ کي که هر څومره استادان وي، هغه ټوله ډیپارټمنټ په سطح صرف یوه شعبه لري چي د ډیپارټمنټ د آمر په شمل ټوله استادان پکښي ناست وي چي بې له چایو څښلو او بانډار کولو څخه بل کار نه سي کولای. اوس نو تاسي فکر وکړی چي هغه استاد که وغواړي چي پوهنتون کي ټوله ورځ پاته هم سي او اکاډمیک فعالیت ولري، د تدریس لپاره ځان آماده کړي، او یا هم پر څیړنو باندي کار وکړي، نو هغه خوار به څه کوي. داسي پوهنتونونه خو سته چي د کلونو راهیسي یو تعمیر هم نه لري چي ښه مثال یې د هلمند پوهنتون دی چي د نهو کالو راهیسي د لوړو زده کړو  وزارت له پامه غورځولی دی.

نهم: هغه مقرره چي په ۱۳۸۵ کال کي د بې سرپناه ښوونکو ته د اوسیدني د ځمکي د نمرو د ویش په اړه د وزیراتو د شورا لخوا تصویب او په رسمي جریده کي نشر سول یوازي د پوهني وزارت بې سرپناه ښوونکو لپاره وه او فکر کوم چي تقریباً ټوله ښوونکو ته ورسیدلې خو د پوهنتونونو استادانو ته بیا دا امتیاز په نظر کي و نه نیول سو حال دا چي هغه هم ښوونکی دی او سرپناه ته ضرورت لري. دلته بیا د دولت بې غوري د پوهنتونونو د خوارو او غریبو استادانو سره په ډاګه سول چي استادان یې دې ته مجبوره کړل تر څو خپل پر هغه کم رسمي معاش سربیره نوري دندي هم سرته ورسوي.

لسم: ډیر استادان شاید علمي څیړنو ته زړونه ښه کړي، خو طبعي خبره ده چي څیړني مالي امکاناتو ته ضرورت لري، او د څیړنو دپاره دولت داسي مکانیزم او یا هم خاصه بودجه نه لري تر څو استادان د څیړنیزه پروژو څخه خپل د اصلي معاش تر څنګ مادي امتیازات هم تر لاسه کړي. صرف د تیرو دوو کالو راهیسي نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي صرف ۳۰ څیړنیزي پروژې په کال کي تمویلوي چي انفرادي او ګروپي دي. که څه هم دا څه نا څه ښه پیل دی، خو د پروژو لپاره ډیر کم مالي لګښت په نظر کي نیول سویدي، استاد ته هیڅ مادي امتیاز په نظر کي نه دی نیول سوی، او تر ټولو مهم په داسي کمو مالي امکاناتو داسي لوی څیړني هیڅ امکان نه لري. هیره دي نه وي چي په نوره نړۍ کي هغه استادان چي څیړنیزي پروژې تر لاسه کوي، هغوی ته په مستقیم ډول سره د پروژې د پیسو یو معین مقدار فیصدي ورکول کیږي چي طبعاً د هر هیواد او هر تمویل کوونکي ارګان سیستم او د مادي امتیازاتو مقدار فرق کوي چي هغه بیله موضوع ده. نو په همدې سبب استادان تل کوښښ کوي تر څو د څیړنیزه پروژو لپاره پروپوزلونه ولیکي او شپه او ورځ کار وکړي.

زما په فکر دا ټوله هغه عمده ستونزي او سببونه دي چي د پوهنتونونو استادان دې ته اړ باسي تر څو یوې وظیفې ته زړه ښه نه کړي او د زیاتو مادي امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره نور ځایونه هم کار وکړي. زه دا نه وایم چي استادان هیڅ نه دي ګرم، اما دولت د استادانو لپاره د موجوده امتیازونو په ورکولو سره ډیر ګرم دی چي استادانو ته یې د معاشونو او یا هم نورو امتیازونو داسي یو سیستم تر اوسه په نظر کي نه دی نیولی لکه په نورو دولتي ارګانونو کي چي لوړ رتبه مامورینو ته نیول سویدي. د لوړو زده کړو وزارت دي د نورو ستراتیژیو او پالیسیو پر ځای چي وایې د لوړو زده کړو کیفیت سموو او د کلونو راهیسي همدغه خبري کوي، یو ځل د استادانو پر کاري ساعتونو، هغوی په رسمي وخت کي په پوهنتون کي پر حاضرولو، د هغوی د فعالیتونو او وظیفو ور سپارلو، د هر استاد لپاره د جلا شعبې او نورو اکاډمیکو سهولتونو پر برابرولو، هغوی ته پر معیار برابر امتیازاتو او څیړنیزه پروژو ته په دولتي سیستم کي د پوره بودجې د غوښتلو باندي کار وکړي او وروسته دي بیا په پوهنتونونو کي د کیفیت د ښه کولو په فکر کي سي.

12 total views, 2 views today

1 comment

  1. ع شریف زاد Reply

    سلام
    پو ښتنه داده جی تا دومره د ګوګل ترمینالوژی کارولی چې په خپله د پوهنتون تعریف اهمیت اوارزښت
    دی کته راوستی دی زه نه پوهېږم چې ته ولې دافغانستا ن پوهنتوونوونه ر نړۍ له پوهنتونو
    سره مقایسه کوې
    تاسې د افغانستا ن رلوړو زده کړو معیاری د ګوګل په ارب کې کتلی حال دا وا یی چې څنګه غر هغسې کر بوړی
    داستادانو کدری او تدریسی معیار په ټوله کې زما هدف له تبصری نه یوازې نیوکه نه او نه کو مه بله ستونزه ده رښتیا په یوه ټولنه کی معیاری او متوازن علمی اوعالی تحصیلات باید دسیالی په بنسټاستواروی نه نفوس واسطه اوبله پلمه
    دعالی تحصیلاتو سیستم باید د یوویشتمې فرهنګ باندی سمبال وی درس یوازی دسند لپاره نه بلکی د
    پوهې او مسلک لپاره
    لافې او شا پې په پوهه کې ځای نه لری او نه دبل پېښې کول

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *