Categories

د ننګرهار د سې شنبې خبرونه

په اچین ولسوالۍ کې د قومونو د پرېکړې له مخې مخالفینو ته ځای ورکوونکی قوم دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ سې پای، علي شير خېلو او عبدالخیلو قومونو د خپل منځې یووالې د رامنځته کېدو وروسته پرېکړه وکړه،چې مخالفینو ته ځآی ورکوونکی قوم به د نورو قومي پرېکړو ترڅنګ دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي .

د یادې او یو شمیر نورو پرېکړو د شریکولو په موخه د اچین ولسوالۍ د مخورو له لورې د جلال اباد ښاروالۍ په میملستون کې د زمري په ۱۷مه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ننګرهار والي، ملي امنیت رئیس، د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال، اچین ولسوال، د ولسي جرګې غړي ډاکټر عصمت الله شینواري او ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د اچین ولسوالۍ د یادو قومونو په استازۍ ملک عثمان،ملک سیدحکیم،ملک کمین،ملک وارث، ملاجان شینواري او د ولسي جرګې غړي ډاکټرعصمت الله شینواري د خبرو پر مهال وویل، د علیشیرخیلو، سې پای او عبدالخیلو قومونو په خپل منځ کې د جرګې له مخې د خپل منځي یووالې او د هر ډول خپل منځي مخالفتونو څخه یې د مخنیوي پرېکړې کړي .

دوی په اچین ولسوالۍ کې د دښمن څخه پاکوو شوو سیمو د ساتنې، سیمه ییزو پولیسو تشکیل د ورکړې، د ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو کورنیو ته د ستنیدو پر مهال د کورونو جوړولو او نورو برخو کې د مرستو کولو،ښوونځیو،روغتیایي،سربندونو او ګڼ شمیر نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د قومي مشر ملک عثمان له لوري د قومونو ترمنځ لاسلیک شوی د یووالې پرېکړه لیک ولوستل شو،چې په کې د اچین ولسونو د نظام ملاتړ،پرېکړې ته د ژمنتیا،پخپلو سیمو کې هیڅ ډول مخالفې ډلې ته د ځای نه ورکولو،پخپلو سیمو کې د نشه یې توکو د کاروبار مخنیوي پرېکړې شوې وې.

همدا راز پرېکړه شوې وه،چې د یادو درې قومونو څخه به د قومې پرېکړې له مخې هغه قوم دیرش میلیونه افغانۍ نغدي جریمه کیږي،چې پخپله سیمه کې وسله والې مخالفې ډلې ته ځای ورکړی او همدا راز د وخت د جرګې له مخې به ورباندې نورې جریمې او ناغې لګول کیږي .

د اچین ولسوال اسماعیل شینواري ننګرهار والي څخه د یادې ولسوالۍ د خدمتي سرتېرو د را ګرځیدو د وړاندیز ترڅنګ د ولسوالۍ مقام سره د ولسونو د بشپرې همکارۍ څخه یادونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې د اچین ولسوالۍ د قومونو ترمنځ د قومي پرېکړې په ترڅ کې یوالی رامنځته او خپل منځې اختلافاتو ته یې د تل لپاره د پای ټکی کېښودو او ډاډ یې ورکړ،چې ولایتي اداره به په ټول توان سره د یادې پرېکړې څخه حمایت وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه،چې ډیر ژر به د امنیتي او ملکي سکتوري رئيسانو او اچین ولسوالۍ مخورو ترمنځ د ستونزو د حل او پروژو د پیل کېدو په موخه ناسته جوړه او د عملي اقداماتو لپاره به زمینه برابره کړي.

د غصب شویو ځمکو بيرته ترلاسه کولو جدي لارښوونه وشوه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۱۶مه د غصب کميسون غړو سره په ناسته کې جدي لارښوونه وکړه، چې په همغږۍ سره دولتي ځمکې له غاصبينو څخه بيرته ترلاسه کړي.

دغه ناسته، چې د جلال اباد شاهي ماڼۍ سولې تالار کې تر سره شوه په کې د استناف محکمې ، استناف څارنوالۍ، ملي امنيت، سکتوري، زراعت، اراضي، کانال، ښاروالۍ، ابو رسولو، امنې قومندانۍ او د سرحدي لواء ادارو مسئولينو او استازو ګډون درلود.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د تير مجلس پريکړو له مخې د تر سره شويو اجراتو معلوماتو اوريدو ترڅنګ د کميسون غړو څخه وغوښتل، چې په همغږۍ سره د غصب شويو ځمکو ترلاسه کولو په موخه جدي اجرات تر سره کړي.

په مجلس کې د څلورمې او پنځمې ناحيې په شنو ساحو کې د جوړو شويو کورونو، د کانال اړوند د پنځمې، نهمې، ديارلسمې قطعې ځمکو او د حاجي کيمپ ترڅنګ د کانال ځمکې د کامې ولسوالۍ د ګرداب، په څلورمه ناحيه کې د ښاروالۍ اړوند روښان مېنه کې درې نيم جريبه، د اوبو رسولو رياست ترڅنګ دوه نيم جريبه، د زراعت رياست ښېوې ولسوالۍ کې ۱۲۱۰ جريبه ، د ياد رياست د هډې فارم پله ترڅنګ ۲۳ جريبه او په مقام خان کې د کانال اړوند ۱۳ جريبه غصب شويو ځمکو د بيرته لاسته راوړلو په موخه بېلابېل نظرونه شريک او هئيت وټاکل شو.

په مجلس کې پريکړه وشوه، چې د سرحدي لواء ته څيرمه د کانال اړوند نهمې او پنځمې قطعې ځمکه کې د جوړيدونکو کورونو مخه په کلکه ونيسي ترڅو د شرعي اسنادو د وړاندې کولو وروسته قانوني اجرات تر سره شي.

په همدې موخه د سکتورې رئیس په مشرۍ يادې ساحې ته د ځمکې معلومولو لپاره پلاوی وټاکل شو.
ننګرهار والي د غصب کميسون غړو څخه وغوښتل، چې په ګوته شويو ځمکو د خلاصون په برخه کې د قانون په رڼا کې له جديت څخه کار واخلي.

د استناف محکمې، استناف څارنوالۍ او ملي امنیت رئيسانو د کميسون غړو ته ډاډ ورکړ، که دوی ته غاصبين په رسمي ډول ور وپيژندل شي د عدالت پر بنياد به پرې قانون پلی کړي او د خپلو مامورينو له حقونو څخه به د قانون په رڼا کې دفاع وکړي.

پريکړه وشوه، چې د هرې ادارې ځمکه چې د غاصبينو له خوا نيول شوي وي د ادارې مسئول مکلفيت لري، چې د غصب کمیسون سره په همغږۍ د خپلې ځمکې او ملکيت ترلاسه کولو په موخه جدي اجرات تر سره کړي.
دننګرهار امنيې قوماندانۍ اړوند يو شمېر منسوبين د سولې او ديموکراسۍ لپاره د يو شانوالي موسسې له لوري وستايل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کي د يادې موسسې مسئولينو او کارکونکو سربيره د ننګرهار امنيې قوماندانۍ يو شمير منسوبينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون درلود .
په پيل کې دسولې او ديموکراسۍ لپاره د يو شانوالي موسسې استازي غلام محمد طالبزاده د پوليسو او ولسونو تر منځ دواټن دلمنځه وړلو په موخه د دې ولايت دولسونو او د امنيې قوماندانۍ اړوند پوليسو دهڅو ستاينه وکړه چې د دندې داجراء پر مهال يې له خلکو سره نيک او سالم چال چلند ترسره کړی.
د يادي موسسې غړي احمد جاويد جويا بيا ددغې موسسي دجوړيدو، پر اهميت، ضرورت او ترسره شوو کړنو رڼا واچوله .
نوموړي وويل، چې دغه موسسه دکورنيو چارو وزارت سره د ترسره شوي تفاهم ليک له مخې خپلې کړنې پر مخ وړي چي هدف يې دپوليسو او ولسونو تر منځ درامنځ ته شوي واټن لمنځه وړل، د پوليسو اوخلکو ترمنځ همغږي او له پوليسو څخه د ولسونو د ملاتړ په موخه هلې ځلې ترسره کول دي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د امنې قوماندانۍ دمشرتابه په استازيتوب ديادې موسسي له مسئولينو او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې دپوليسواو خلکو تر منځ يې دښي همغږۍ ، سالم چلند او پوهاوي په موخه سمينارونه او ورکشاپونه پلان کړي او دپوليسو دستايني په موخه يې غونډه جوړه کړي ده.

نوموړي دغه راز د پوليسو داکمال ، تجهيز او مسلکي پوهي دکچې دلوړيدو يادونې تر څنګ وويل په پوليسو د ولسونو باور او اعتماد ډير شوی، چې په هره برخه کې ولسونه پوليسو سره همکاري کوي ،چې له مخې يې د پوليسو په فعاليتونو او لاس ته راوړنو کې دپام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شوی دی .

د غونډې ګڼ شمېر نورو وينا والو د پوليسوکړنې وستايلې ، چې خبره يې په هر ډول شرايطو کې يې له خپلې خاورې او ولسونو څخه په ميړانه دفاع او ساتنه کړې .
دوی له امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پوليسو سره په دوامداره همکارۍ ټينګاروکړ تر څو دننګرهار په ولايت کي ډاډمنه امنيتي فضا رامنځ ته شي.
په پای کې د پوليسو يو شمير منسوبين چې د دندې پر مهال يې له ځانه وړتيا ښودلې وه د يادې موسسې له لوري په ايوارډونو ووياړل شول.
له مشرانو جرګې څخه د راغلي پلاوي مشر محمد هاشم الکوزي په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي لوا اړوند شپږم سرحدي کنډک او د تور خم عبور او کنترول امريت څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه ،چې د يادې لوا قوماندان محمد ايوب حسين خيل يې ملتيا کوله.
ياد پلاوي د امنيتي وضعيت څيړلو او سرحدي پوليسو د ستونزو حل په موخه په دې ولايت کې سرحدي جز تامونو څخه کتنه وکړه.
له مشرانو جرګې څخه د راغلي پلاوي مشر محمد هاشم الکوزي لومړی د تورخم کميسارۍ مسئولينو سره وکتل او هلته يې د سرحدي پوليسو له پوستو څخه د کتنې تر څنګ د منسوبينو له کړنو څخه ځان خبر کړ.
د لومړۍ سرحدي لواء قوماندان محمد ايوب حسين خېل راغلي پلاوي ته د تورخم کميسارۍ د پوستو او تحکيماتو په اړه معلومات ورکړل.
له مشرانو جرګې څخه دغه راغلي پلاوي شپږم سرحدي کنډک څخه د کتنې پر مهال له ولسونو سره په ښو اړيکو، په اداري سيستم کې د فساد په مخنيوي او په همغږۍ ټينګار وکړ.
الکوزي وويل، چې سرحدي پوليسو اوس په پياوړي ځواک او قوت بدل شوي او د لوړ مرال درلودونکي دي، چې کولای شي په اسانۍ سره د هېواد له پولو په ميړانه دفاع او ساتنه وکړي.
نوموړي سرحدي پوليسو ته د وينا پر مهال وويل: (( تاسې د يو مکار او خرڅ شوي دښمن په مقابل کې جنګيږئ زه باوري يم ،چې تاسو د دې هېواد با غروره او باشهامته بچيان ياست او د ژوند تر وروستۍ سلګې به له خپلې خاورې دفاع کوئ.))
راغلي پلاوي په سيمه کې د ميشتو سرحدي پوليسو ستونزې له ځان سره وليکلې او ژمنه يې وکړه، چې د حل په موخه به يې په مرکز کې مشرانو سره شريکې کړي.
د شپږم سرحدي کنډک قوماندان سمونوال عبدالکريم شګيوال ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې ورسپارل شوې دنده به په صداقت سره پرمخ يوسي.
غير راجستر کډوالو سره د اووه میليونه ډالرو مرسته وشوه
په ننګرهار ولايت کې غير راجستر کډوالو سره د کاناډا هېواد له لوري د اووه ميليونه ډالرو مرسته وشوه.

د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي د يادې مرستې پرځاى لګولو او مستحقو کورنيو ته د سپارلو په موخه د زمري په شپاړلسمه نېټه د ملي او نړيوالو مرستنيدويه ادارو مسئولينو او استازو سره ګډه ناسته وکړه.

د کډوالو چارو رئيس د کاناډا هېواد له مرستې مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې نورې مرستندويه ادارې به هم کډوالو او داخلي بې ځاى شويو کورنيو سره د مرستو لپاره وهڅوي.

فقيرزي وويل، چې مرسته شوې پيسې به د کډوالو چارو رياست په چوکاټ کې، د ډي ار سي ادارې له لوري بې اسناده بېرته راستنېدونکو کډوالو سره بشري مرستې ترڅنګ ټولنيزو،حقوقي او رواني برخو کې په مصرف ورسېږې.

نوموړى وايي، هره ورځ سلګونه کورنيو سره د خوراکي ، غيرې خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته ترسره کېږې،چې دا لړۍ روانه ده.

په ننګرهار کې له پنځه سوه پنځلس بې ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو سره د دوو نړيوالو مرستندويه ادارو له لوري نغدي مرستې ترسره شوې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزی وايي، چې له پاکستان هېواد څخه درې سوه اووه ويشت راستنو شويو کورنيو سره د WFP ادارې له لوري نغدي مرسته ترسره شوه.
فقيرزي وويل، چې له هرې کورنۍ سره د شپږ شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه ،چې په دوو نورو پړاوونو کې به هم ورسره ياد رقم مرسته ترسره شي او هرې کورنۍ ته به په هر پړاو کې شپږ شپږ زره افغانۍ ورکړل شي.
دکډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو رئيس په وينا دغه کورنۍ دهغو يوولس زره کورنيو څخه دي چې WFP ادارې يې په دريو پړاوونو کې دغيرخوراکي توکو په بدل کې له ولايت مقام سره د اتلس زره افغانيو قرار داد لاسليک کړی.
نوموړي همداراز وويل: نن يې له هغو يو سلو اته اتيا کورنيو سره هم دشپږ شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره کړه،چې له لعلپورې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوي.
ده زياته کړه، چې دغه مرسته يې د IRC يا د ژغورنې نړيوالې ادارې په مالي مټ ترسره کړه.
د يادونې ده، چې په دې ولايت کې د داخلي بې ځايه شويو او له ګاونډي هېواده د راستنوشويو کورنيو شمېر له نورو ولايتونو ډېردی او لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
دوه وسله وال مخالفين ونيول شول
د ننګرهار ولايت اچين او چپرهار ولسواليو مربوطاتو کې پولیسو يو داعش او بل طالب وسله ونيول.
د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو د پلټنې پر مهال د امين الله په نوم يو تن نيولی، چې د کاپیسا د نجراب سيمې څخه راغلی و او غوښتل يې، چې داعش وسله والو سره يو ځای شي.
دغه راز په ورته وخت د دې ولايت د چپرهار په شولانې سيمه کې د ملي پولیسو او ملي اردو د ګزمې پر مهال د وسله والو طالبانو غړی عزت الله نيول شوی دی.
نيول شوي کسان په امنې قومندانۍ کې تر څيړنو لاندې دي.
څلور تنه ۲۹۶ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول
د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې په دوو جلا وختونو کې له څلور تنو سره ۲۹۶ کيلو ګرامه خام چرس ونيول شول.
د معلوماتو له مخې د جنايي پېښو سره مبارزې مديريت مسئولينو د بهسودو ولسوالۍ حلقوي سړک سيمه کې له دوو تنو نجيب الله او نجيب سره په يوې کرولا ډوله موټر کې ۲۵۱ کيلو ګرامه خام چرس ونيول.
دغه مواد، چې په ډېر مهارت سره په ياد موټر کې ځای پر ځای شوي و له شيرزادو ولسوالۍ څخه تورخم ښارګوټی ته ليږدول کیدل.
د يو بل خبر له مخې د بهسودو ولسوالۍ ثمر خيلو سيمه کې هم پولیسو له دوو تنو فتيح الله او حضرت الرحمن سره په يوې کرولا ډوله موټر کې ۴۵ کيلو ګرامه چرس نيولي دي.
نيول شوي کسان د امنې قومندانۍ نشه يي توکو پر ضد مبارزې مديريت کې تر پوښتنو لاندې دي.
د يادونې وړ ده، چې وړاندې هم پولیسو له يو شمېر کسانو سره په زياته اندازه نشه يي توکي نيولي، چې نيول شوي کسان د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
نا معلومو وسله والو د ولايتي شورا غړي اجمل عمر سکرتر په ډزو سره شهيد کړ
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې مربوطاتو کې نن سهار نږدې لس بجې د ولايتي شورا غړي اجمل عمر سکرتر ډاکتر مير محمد موټر سايکل سپرو وسله والو په ډزو سره شهيد کړ.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي اجمل عمر وويل، چې شهيد ډاکتر مير محمد يې خوريی دی او له تيرو اوو کالونو راهيسې يې له ده سره د سکرتر په توګه دنده تر سره کوله.

له دغه پېښې وروسته له وسله والو په سيمه کې موټر سايکل هم پاتې شوی او امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.
له داعش وسله والو پاکو شويو سيمو کې پاڅون کوونکي ځای پر ځای کيږي
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې سيمه، چې له داعش وسله والو پاکه شوې اوس په کې پنځه سوه تنه پاڅون کوونکي ځای پر ځای کيږي.

د پچير اګام ولسوال قاري هجرت په ملتيا د ۲۰۱ سیلاب قول الردو څلورمې پلې لواء قومندان بريد جنرال محمد نسيم سنګي په مشرۍ يو پلاوی د پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې سیمه له نږدې وکتله، څو پاڅون کوونکو ته په کې پوستې جوړې کړي.

په دغه پلاوي کې د امنې قومندانۍ اداري مرستيال قاري امير خان لېوال، د ملي امنيت او سرحدي لواء رئيس ارکان او نورو مسئولينو ګډون در لود.

پلاوي د پچير اګام له ولسوال او د يادې سيمې له خلکو مننه وکړه، چې د خپلو سيمو امنيت ټينګښت په موخه يې پنځه سوه تنه ځوانان د پاڅون کوونکو په ليکو کې جذب کړل.

يادو مسئولينو په سيمه کې د پاڅون کوونکو لپاره د پوستو جوړولو په موخه ځايونه په نښه کړل، چې ډېر ژر به پوستې جوړې او پاڅون کوونکي به په سپکو او درنو وسلو سمبال شي.

په ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او پنځه ټپيان شول
د ننګرهار ولايت په سره رود او خوږياڼو ولسواليو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه او پنځه ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې تيره ورځ د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ بختان پل سيمه کې د يوې کرولا ډوله موټر اوښتو او د تيلو پمپ پايې سره د لګيدو له امله په ياد موټر کې يو اته کلن ماشوم مړ شوی او يوه ميرمن او درې نارينه ټپيان شوي دي.
د پېښې قربانيان د پکتيا ولايت اوسيدونکي دي، چې په ننګرهار کې د سفر پر مهال پرې ياده پېښه رامنځته شوه.
موټر چلوونکی له سيمې تښتيدلی او موټر يې ترافيکو مديرت ته ليږدول شوی دی.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د بر بهار ادوړ سيمه کې تيره ورځ د دوو مازدا موټرونو د جنګيدو په پېښه کې يو تن مړ او بل ټپي شو.
موټر چلوونکي د پېښې له ځايه تښتيدلي او موټرونه د امنيتي مسئولينو له لوري درول شوي دي.
د دواړو پېښو ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ليږدول شوي دي.
د جلا ل اباد ښاروالۍ مسوولين وايي: په پلان کې لري، چې په ښار کې ټولې لويې ويالې ، چې د بېلا بېلو علتونو له امله بندې شوي او يا هم د ځينو خلکو له لوري تصرف شوي بيرته فعالې کړي.
د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د يادې کړنې په ترسره کېدو سره به د باران پر مهال، چې اوبه د سړکونو سر ته پورته کيږي او د نورو زيانونو ترڅنګ د سړکونو د تخريب لامل ګرځي مخه ونيول شي.

د غه څرګندونې د جلال آباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکتوري خدمتونو امر عبدالنصير کاکړ د هغه پراخ کمپاين پرمهال وکړې چې د ښار د اومې ناحيې اړوند دوسرکې په ساحه کې د درې سوه متره لويې ويالې په سر د جوړو شوېو غرفو ، دوکانونو او موانع د لرې کولو په موخه ترسره شو .

نومړي پرټول ښاريانو غږ وکړ، چې د ښار د ښکلا او زرغون ساتلو په برخه کې ښاروالۍ سره همکاري وکړي .
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رياست مسئولینو له لوري په جلا ل اباد ښار کې د مبتذله فلمنو او نورو غير اخلاقي توکو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره شو.
ياد کمپاين، چې زمري په ۱۶مه د ښار په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شو، پر مهال يې په سلګونه د مبتذله فلمونو کيسټې او هغه پلاستيکي څيرې، چې غيرې اخلاقي وې لمنځه يووړل شوې .

د اطلاعات او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل، چې ياد کمپاين يې په دې موخه پيل کړی، څو په ښار کې د غير اخلاقي توکو او مبتذله فلمونو مخه په بشپړ ډول ونيول شي.

د اطلاعات او کلتور رئيس ټولو هغه هټيوالو او لاسي پلورونکو ته، چې ياد توکي يې پلورل په ټينګار سره توصيه وکړه، چې خپل کاروبار د اسلام مقدس دين اساساتو سره سم عيار کړي.
اورنګ صميم وويل، چې که هټيوال او لاسي پلورونکي د بيا ځل لپاره ياد مبتذله او غير اخلاقي توکي وپلوري قانوني چلند به ورسره ترسره شي.

د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې او سړک جوړونې پروژې پیل کیږي.
ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو له لارې د دولس عشاریه درې کیلو متره په اوږدوالي پر سړک د جغل اچولو چارې پیل کیږي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مجیب الرحمن ضیا وایي یاد سړک به د اووه دیرش میلیونه څلور سوه شپږ اتیا زره افغانیو په مالي لګښت د قرارداد له مخې د لسو کلیوالي شوراګانو په همکارۍ جوړ شي .
هغه زیاته کړه،یاد سړک به د درې میاشتو په موده کې جوړ شي او کلیوالي شوراګانې دنده لري،چې د قرارداد له مخې چارې ترسره کړي .
د یو بل خبر له مخې د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو قراردادونه لاسلیک شول،چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي او په بشپړیدو سره به ترې ۱۴ زره کورنۍ ګټه واخلي
په وسله والو شخړو کې زیانمنو ماشومانو د څآرنې او غبرګون میکانیزم تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست له لورې د وسله والو شخړو پر مهال زیانمن شوو ماشومانو د څآرنې او غبرګون میکانیزم یا MRM تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد سربېره د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو اجرائیه او تروریزم مدیرانو او د ماشوم ساتنې شبکو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د دې ورکشاپ پر مهال په وسله والو شخړو کې د شپږو سترو سرغړونو په مخنیوي او راپور ورکونې، ماشوم حقوقو او ګڼ شمیر نورو موضوعاتو باندې بحث ترسره او معلومات شریک شول .

د ورکشاپ ګډونوالو ژمنه وکړه،چې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې به ټولنې،ماشومانو او حکومت سره بشپړه همکاري وکړي .

#NMIC8
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

ښځو لپاره د چرګانو روزنې ۱۲ فارمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
د ننګرهار ولايت په بهسودو او سره رود ولسواليو کې ښځو لپاره د چرګانو روزنې ۱۲ فارمونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل، چې د چرګانو دغه فارمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ ملي پروژې له لوري د SOFAR ادارې په مرسته جوړ شول.
نوموړی وايي، چې هر فارم په يو وخت کې د ۵۰۰ غوښينو چرګانو د روزنې ظرفيت لري، چې لسګونه ميرمنو ته په کې د کار کولو زمينه برابره شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *