Categories

د کب انځور (لنډه کیسه) لیکوال: اکبر کرګر

له لږ تم نه وروسته ښارې ترين په تم ځاى کې ودريد، دتل په څير په چټکۍ ورپورته شوم، ترين دا مهال خالي وو. نه خو دسهار بيروبار اونه دمازديگر شور اومنډې وي، بس غلي په څوکۍ کښيناستم. دوه درې کسان مخامخ ناست وو. دبيلابيلو عمرونو کسان بريښيدل، خو زما دڅوکۍ نه دوه څوکۍ اخوا يو نيشه يې کس ناست و. داسې بريښيدل چې ښه  ډېر يې څښلي و. تريو بوى ترې را پورته و. مخامخ د يو پاخه عمر ميرمن چې اصلي اوسيدونکي مالوميده ناسته وه.ما دخپل يادښت کتابچه او کتاب را واخيستل ، له بکس نه مې را وايستل، هغې  دسترگو لاندې را ته وکتل، بيا يې ځان په اخبار لوستلو بوخت کړ .خو نيشه يې  سړى دم  په دم خپل ا رگمي ويستل . څڼي يې په اوږو را پرتې وي. ږيره يې هم ببره وه. خو سترگې ېى نه وازيدلي. په کچو سترگو يې اخوا ديخوا کتل. له ځانه سره بوڼيده.  اخوا مخامخ ناستې ميرمني چې هم يې اخبار لوست اوهم يې دوريېځو او عينکو له منځه زما په لور کتل . په ټنډه کې يې بدبيني لوستل کيده ، داسې بريښيده  چې يو څه اروايي ستونزې لري خو زغم کوي اوڅه نه وايي .

ما ترې سترگي واړولي  داسې افاده مې ورکوله چې گواکې زه ستا اکر نه وينم. خو له څنگ نه دنيشه ييې سړې تريو بوى زما سږمې سيځلي.

 په مخامخ هينداره مې سترگي ولگيدلي.ترين ښه په درز روان و. بل تم ځاى لا ليرې و. له هيندارې بهر شين ځنگل اوشنه بوټې بريښيدل . داسې بريښيدل چې ونې اوبوټې هم دترين په مقابل لورې ځغلي . زما سترگې په مخامخ هيندار ه دترين  په هينداره  لگيدلې وې . هلته مې خپلې څيرى ته پام شو . کله به مې په درنگ شيبه کې احساس کړ ، چې گواکي دا زما تصوير نه دى ، اخوا  له ترين بهر څوک اشاره کوي هلته څوک ولاړ دى . ځکه عکس يې هم بل شان ښوده ، شک مې راغى چې دا به زما انځور نه وي ، انځور په هينداره کې  مخ گرد ښوده ، څيره اوهر څه يې گرد اودايروې ښودل. ژر مې خپل ځان ته وکتل . دکتاب چې پر منځ کې يې زما  پيژند پاڼه وه  په هغه کې مې کوچنې فوتو و ، هغه ته مې وکتل . بيا مې  دهيندارې په تصوير گومان راغې چې دا خو زما نه دى. زما عکس خو په دې پاڼه کې دى .

مخامخ دهيندارې عکس له دې سره توپير لري . بيا وايم . نه زما دى .فکر کوم .

ـ نه! زما دى . بيا وايم :

زما نه دى .

له ځانه سره په شخړه کې شوم ، داسې لکه چې خپل ځان را څخه ورک شوي وي او په ويښه اوبيدارۍ کې دخپل ځان پلټنه کوم .

ترين ښه په درز روان و.  دبل تم ځاى غږ وشو ، ترين ودريد . ډير کسان را پورته شول اوډير ترې کښته شول ،. يو هلک اونجلۍ را پورته شول ، په څوکۍ کښيناستل ، يو بل يې په غيږ کې کلک نيولي و. خوله يې له يو بل نه نه ليرې کوله. دنجلۍ د زنگون پتلون سورى سورى و، ددواړو زنگنونو پر سر سوري و، خو له غربت نه نه .

زما په خواکې نشه يې هماغه ډول پشار کاوه ، ميرمنې هم دکينې اونفرت له مخې دسترگو اودوريېځو په منځ کې را کتل ، ،ترين بيا ورو حرکت وکړ ،

په يو تورتم تونل ورننووت يعني دځمکې لاندې تورتم ته برابر شو۔ دا وار هيڅ شين شوبي نه بريښيدل ، خو په مخامخ هينداره کې رنگارنگ تصوير بريښيده.دهيندارې بهر تورتم هينداره پوښلې وه . مخامخ  تصوير په نورو تصويرونو کې ورک شو، يولوى سمندر په کې ښکاره شو .  کبان يې وبريښول . يو لوى کب سر راپورته کي ، خو بيرته ولوييږي. کب په اوبو کې نه دى. نه ! کب  په وچه درينگه پروت دى . په وچ ميدان  کې پروت دى.  کله يې لکۍ را پورته اوکله يې هم  سر وخوځيږي. خوله يې داوبو پسى بيرته بيرته کيږي . له مانه دخپل ذهن او سترگو واټن ورو  ورو  ورک شي . نه پوهيږم چې زما ذهن تصوير جوړوي او که زما په سترگو څه ښکاري . دا مهال مې ذهن  تيرو کلونو  زما دماشومتوب دوران ته ورستون شو .

چې ماشوم وم او دخپلو همزولو سره به مې کبان نيول نو کبان به مو له اوبو نه، دسيند نه، راوايستل ، په وچه درينگه به مو خطا کړل. بيا به يې پړکتې وهلې ، اودډيرو پړکتو وهلو نه به وروسته ارام شول. زه هغه مهال په دې درد نه پوهيدم . چې کب له اوبو وايستل شي دڅومره درد احساس کوي ، دتندي احساس ، دلوږي احساس ، دپرديوالي احساس.  اوبيا يې دژوند لړۍ هم پاى شي.

زه لا په همدې انديښنه کې وم .زما دذهن اوسترگو شخړه لا روانه وه ، ذهن مې برې ته لاس اچاوه.  خو په خوا کې نيشه يې بيا وغريده، لوى ارگمې يې وويست . د تريو اوسوړ بوى څپه بيا پر ما راغبرگه شوه ، سترگې يې وغړولي  برندې برندې يې را ته وکتل . له ځانه سره وبوگنيده ، يوه کليمه يې له خولي را ووتله. ستوپيد (احمق ) ، زه پوه نه شوم ، چې دا خطاب چاته وو ،خو سترگې يى بيا پټې کړې ،ترين په درز کې روان و دمخامخ ميرمنې سترگې هم ورغلې وي. خو هلک اونجلۍ دچا په فکر کې نه و. يوازې په خپل ځان اومينه بوخت ول ، دونيا ترې پاتې وه . خو زه هماغه شان دهيندارې انځورونو او ذهنې شخړو په مخه اخيستې ووم .

بيا مې هم په کب سترگې ونښتي. بيا هم مخامخ کب وينم ، هغه کب چې په وچه پروت دى ، له اوبو راويستل شوى دې ،  ساه په کې نشته ، دوجود  يوازې  يونيم ځاې يې خوځيږي.  لکه چې زما ذهن داسې وايي ، نه پوهيږم دسترگو اوذهن په شخړه کې زه هم ورک يم . کب خوله بيرته کړي ،  يوازې دکب خوله په ذهن کې را گرځي .

نشه يې سړى  بيا سترگې وغړولي.  په تندي يې لاس راکښود  له کړکۍ يې بهر وکتل ، ترين په تور تونل کې دځمکې لاندې روان و .ميرمنې خپل دستکول راټول که، راتلونکي تم ځاى کې يې دکښته کيدو تابيا وکړه ، لاس يې پورته کړ ، ترين هم تم ځى ته ورسيد  ودريد.ميرمنې دترين  په چت کې د لاس ټينگولو ډنډه ونيوله ، ودرېده . په کښته کيدو کې يې وکتل . همدومره  يې  شونډې ورپولې. په انگريزي يې  له ځانه سره  دشونډو پر سر وويل:  سترانج .((پردى ))  ،څنگځني يې راوکتل اوبيا کښته شوه. خو زه دپردي له کليمې سره هماغه شان  يوازې پاتې شوم ، ترين په تور تونل کې روان و ، ما خپل تمځاى څارلو .

۲-۸-۲۰۱۷

اکبر کرگر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *