Categories

قانون ته مخامخ|| لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند||

قانون ته مخامخ یو ساتونکی ولاړ دی. یو کلیوال سړی ساتونکي ته ورځي او هيله ترې کوي، چې دننه يې پرېږدي؛ خو ساتونکی ورته وايي چې اوس يې دننه پرېښودلی نه شي. سړی تر لږ ځنډ ورسته ترې بیا پوښتي، چې څه شېپه وروسته اجازه ورکولی شي؟ ساتونکی وايي: «ښايي؛ خو اوس نه.» دا چې د قانون دروازه د تل په څېر پرانيستې ده، کلیوال سر او ملا ټيټوي، چې د وره له چولې دننه وګوري. ساتونکی چې کلیوال سړی په دې حالت ويني، پرې خاندې او ورته وايي:

«که ته دننه تللو لېونۍ تلوسه لرې؛ نو هڅه وکړه، چې بې له اجازې دننه شې؛ خو په دې پوه شه، چې زه پياوړی یم او تر ټولو ټيټ پوړی هم. له هر سالون نه چې تېرېږې، د هرې دروازې تر مخې یو ساتونکی ولاړ دی او یو تر بله پياوړي دي. د درېيمې دروازې د ساتونکي څېره دومره وېرونکې ده، چې زه ان ورکتلی نه شم.» کلیوال د داسې ستونزو سر د مخامخ کېدو هېڅ تمه نه لرله. کلیوال له ځان سره فکر کوي او وايي، چې قانون ته خو باید هر څوک لاسرسی ولري؛ خو چې د ساتونکي لويې کورتۍ، اوږدې او تورې ږيرې او او تېرې پوزې ته ګوري، وايي:

«څه شېبه به نور هم ودرېږم، ګوندې پرې مې ږدي.» ساتونکي کلیوال ته یو کټ ورکړ، چې د دروازې تر څنګ پرې کېني. سړی څو ورځې شپې او کلونه د دروازې تر څنګ تېروي او څو ځله دننه تللو اجازه هم غواړي؛ خو لا هم دننه تللو اجازه نه مومي او په اجازه غوښتلو غوښتلو دروازه ساتونکی هم ستړي کوي. ساتونکی نوموړی په خبرو راولي، د هغه د زېږېدنځي او نورو مسایلو په اړه ترې پوښتنې کوي، دا پوښتنې کاملاً بې پرې او د داسې سړي له خوا چې ځان شهزاده ښيي، پوښتل کېږي.

دوی تل دې پايلې ته رسېږي، چې تر اوسه قانون ته د وردننه کېدو لپاره وخت شته. سړي چې د دې سفر لپاره يې ځان پوره سمبال کړی دی، هر څه چې يې له ځان سره راوړي دي، دی ان ګرانبیه توکي هم، ساتونکي ته وړاندې کوي، چې قانون ته يې دننه ورپرېږدي. ساتونکی هر ځلې وايې: «زه دا ټول توکي ځکه درنه اخلم، چې ګومان ونه کړې، ستا په حق کې مې ظلم کړی.»

سړی له کلونو راهيسې ساتونکی له نظر لاندې نيسي او دویم، درېيم…

ساتونکي يې بېخي هېرېږي. فکر کوي، چې همدا لومړنی ساتونکی یواځينی خنډ دی، چې دننه يې قانون ته نه ورپرېږدي. په لومړیو کلنو کې يې خپل سپېره برخلیک په لوړ غږ غانده؛ خو څومره چې بوډا کېده، غږ يې کمزوری کېده، بیا به یې یواځې شونډې خوځولې. خوی يې د ماشومانو په څېر کېده. تر ډېرو کلنو انتظار وروسته کلیوال ان د ساتونکي د کورتۍ سپږو سره هم پيژندګلوي پيدا کوي، سړی له سپږو غواړي، چې د ساتونکي د زړه په نرمولو کې دې ورسره مرسته وکړي. د وخت په تېرېدو د هغه د سترګو دید هم کمزوری کېږي او نه پوهېږي، چې شاوخوا نړۍ يې په رښتیا تیاره شوې، که سترګې يې دوکه کوي. په همدې تپه تیاره کې یې سترګې په یوې تلپاتې رڼا چې د قانون په دروازه کې ځلېږي، لګېږي.

اوس نو د سړي د ژوند وروستۍ شېبې رسېدلې دي. څه چې يې په تېرو کلونو کې تجربه کړي دي، د یوې پوښتنې په ډول يې ذهن بوخت کړی؛ خو دا پوښتنه يې هېڅکله له ساتونکي نه نه وه پوښتلې. د سړی بدن وچ کلک شوی او ساتونکي ته ورتللی نه شي، هغه ځان ته وربولي. ساتونکی په ډېرې ستونزې سر او ملا ورټيټوي؛ ځکه د کلونو تر اوښتو وروسته د کلیوال ونه تر ده خورا ټيټه شوې وه. ساتونکی وايي:

«بیا څه پوښتې؟» سړی وايي: «غونډ ولس د قانون په لټه دی، نو ولې له ما پرته په دې څو کلنو کې څوک د قانون دروازې ته رانغلل؟»

ساتونکی متوجه کېږي، چې د سړي د اورېدلو ځواک هم مخ په کمزوري کېدو دی. په غوږ کې يې په لوړ وغړمبېد او ويې ویل: « له تا پرته په دې دروازې بل څوک دننه کېدی نه شي؛ ځکه دا دروازه یواځې ستا لپاره جوړه شوې وه. اوس ځم او تړم يې.»

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *