Categories

د استاد سعدالدین شپون روغتیايي وضعیت ښه نه دی

تاند- د هیواد د تکړه لیکوال استاد سعدالدین شپون کورنۍ وايي چې له څو ورځو راهیسې د استاد روغتیايي وضعیت خراب شوی او د ویرجنیا ایالت د سټینفورد په روغتون کې بستري شوی دی.

استاد شپون، د پښتو نثر پاچا، منلی نقاد، د «بنګي غاړه» په شمول د څو ناولونو لیکوال او نوښتګر شاعر دی.

د استاد شپون په سلګونو لنډې لیکنې په تاند کې خپرې شوي دي او اوس هم د تاند په ارشیف کې دي.

سعدالدین شپون د کندوز په خان اباد ولسوالي کې زېږېدلی، لوړې زده کړې یې په کابل او امریکا کې کړي دي.

له دې کبله چې کوچینواله یې په خان اباد ولسوالي کې تېره کړې او لومړنۍ زده کړې یې پکې کړي، د ده په داستاني اثارو کې د خان اباد انځورونه او د دې سیمې نوستالوژي ډېره لیدل کېږي.

ده په علومو اکاډیمي او امریکا ږغ راډیو کې کار کړی دی.

تاند له لوستونکو څخه د استاد شپون لپاره د ښه صحت او اوږد عمر دعا غواړي.

6 comments

  1. Fahimjan Reply

    د الله له دربار نه محترم إستاد ته د كامل صحت غوشتونكي يم الله پاك دى روته باعزته أو صحتمنده عمر وركري

  2. لالا ، بټنوال Reply

    استاد شپون د پښتو ادب په اسمان کې يو ځلاند ستورئ دئ ، پاک رب دې ورته روغتيا په برخه کړي، امين

  3. شمس الرحمان مومند Reply

    د خدای ج د دربار نه ورته عاجله شقا غواړم ډیره موده وشوه چی د تاند په صفحه باندی به می د استاد شپون لیکنه تعقیبوله خو بعد د (دکان د آدم خان) نه پس می بله کومه لیکنه ونلیده د استاد شپون لیکنی ته منتظر ووم نن په خواشینی سره خبر شوم چی استاد شپون مریض دی

  4. سلیم Reply

    شپون صاحب د افغانستان ستتره فرهنګی ټولنیزه هستی ده. خدای ج له درباره ورته عاجله او کامله روغتیا غواړم. د ده ټول درد و رنځ دی د افغانستان په دوښمنانو ولګیګی.آمین

  5. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړهءور. ساپی Reply

    Hello,
    I was waiting for Prof. SHPUUN saheb’s a new writing, too.
    Now we should pray to Almighty Allah that might give him SHIPHA from the malignant diseases. Aamieyn.

  6. Abdullah ,Ahmadzai Reply

    دشپون سيب دناروغي خبر په سر گنس کړم، سره ددي چي ناروغي او روغي دواړه دانسانانودژوند ملگري دي،پر هيچا دناروغي پيرزوينه نلرم خوپرشپون سيب خو هيڅکله هم .دبينيازه خالق نه ورته عاجل صحت غواړم ،خداي ژرترژره دده دقلم څوکه روانه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *