Categories

څو کرښې/محمد خالص ادیب

په څوکۍ کې مې ځان راټول کړ، د میز په سر مې دې کمپیوټر له کیبورد څخه ګوتې پورته کړې، نیکتايي مې سمه کړه، سارا مې په څنګ کې ناسته وه، ورو مې ورته وویل:

  • “یوه شېبه صبر وکړه! زه دې دوی کورنۍ دنده ولیکم”

سارا د سر په خوځولو سره دې “هو” اشاره وکړه، ګرمي زیاته وه، په تندي مې داسې خولې ولاړې وې تا به ویل کوم چا اوبه راشندلې دي، په ټولګي کې پکو ګرم شمال کولو، پردې کش وې، یوه عاشقانه فضا جوړه  وه، سلګۍ یې د ملګرو  له منځ څخه راپورته شوه، موږ ته مخامخ ودرېده، څادر یې په مخ نور هم را کش کړ، له عادت سره یې سمې سترګې ورپولې، راته کړل یې:

  • “زما کورنۍ دنده د هنر ….”

شایستې په لوړ اواز وخندل، دا  په خبرو کې ګډوډه شوه، مخ یې ور واړولو په خبرو ورسره مصروفه شوه، ما ورته وویل:

  • “بښنه غواړم، د کتاب نوم مو څه و؟!”

مخ یې را واړولو، زیاته یې کړه:

  • “د افهام او تفهیم هنر کتاب “

د کمپیوټر په کیبور مې ګوتې کېښودې، چې شایستې بیا په خندنۍ لهجه وویل:

  • “اینه یک شعر دیګه هم جور شد”

په څنګ کې مې ناستو نجونو ټولو په لوړ اواز وخندل، سلګۍ روانه شوله، د شایستې د خبرې په اورېدو سره مې ذهن ته هغه جمله راغله، چې تېره ورځ مې په کتاب کې ولوستې وه:

  • “که د ورځیني لیکنې لپاره مو کومه موضوع نه درلوده، د هغه چا په اړه یو څو کرښې ولیکئ چې په زیات احترام ورته قائیل وئ”

 په همدې فکر کې غرق پرق وم، چې معصومې له ښي اړخ څخه په قلم ووهلم، ورته و مې کتل، په سترګو را پروت اوربل یې په لاس یوې خواته واړولو، کړل یې:

  • “لیکه! ته بیا غرق لاړې”

۱۳۹۶د ثور- ۳۰مه د بلخ مرکزي پوهنتون

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *